بسم الله الرحمن الرحیم

د ملا دوړن اخون په جواب کې
لیکوال : عبدالمجید جواد
د ټولو د مخی د هغه رب حمد اوثنا چی د رښتیا ویلو او د ” کونو مع الصادقین “ په امر سره یی د ریښتینو مسلمانانو سره د ملګرتیا امرکړی. خود بده مرغه زمونږ په مجتمع کی د اسلام په لباس کی داسی درواغژن ، مکار، مفسد اوشرپسند وګړي شته چی د مجتمع لپاره په حقیقت کی ناسور دي اودداسی مارانواولړمانورسوا کول اوقوم او ملت هغوی ته متوجه کول اوساده لوح مسلمانان د هغوی دشر نه ژغورل عین عباد ت او جهاد دی.
د خبرو داوږدولو پرته خپل اصل مطلب ته راځو اوهغه دا چی څه وخت مخکی زه په اول ځل خبرشوم چی زما د عبدالمجید جواد په نوم پنځه کاله مخکی یودوړن ( درواغجن ) جبان او بی پته ملا صاحب په بینوا ویبپانه کی د یوی بی ربطه اوبی خونده مقدمی سره د اوس خو به یی پیژنی په بیکاره عنوان د ننګرهارپه معروف اونامتو عالم شیخ عبدالرحیم مسلم دوست او د هغه په کشر وروراستاذ بدر بی ځایه نیوکی کړي اود هغوی نوره کورنۍ یی هم نه ده معاف کړی اوپه ضد ونقیض تورونو او بهتانونو یی د هغوی د شخصیت وژنی او کردار کشۍ ناکامه هڅه کړی ده اوآن د شیخ مسلم دوست اود هغه د کودنۍ مړي یی هم نه دي معاف کړي. نو د شیخ مسلم دوست اواستاذ بدر اود هغوی د پټواوخکاره د ښمنانو دښمني پالل خو د هغوی کاردی خو دا چی لیکنه زما په نوم شوی اواوس چی زه ډیروخت وروسته خبرشوم نو زه باید د ځان نه دفاع وکړم اولوستونکو ته حقیقت واضح کړم .
مخکی ددی چی زه د ذکر شوی لیکنی منځ پانکی اود تورونو اواعتراضاتو جواب ته لاړ شم زه عبدالمجید جواد چی ددی لیکنی مسئولیت په خپل اصل نوم په غاړه اخلم اود ذکرشوی لیکنی بزدل ، ډیله او نا معلوم لیکوال ملا صاحب ته د ملا دوړن خطاب کوم ځکه چی بزدل او نامعلوم ملا صاحب د پاکو مسلمانانود عزت په حریم تجاوزهم کوي اوبیا د ویری اوبزدلی نه ځان هم پټوي. خوددی نه پورته شخصا زما په حریم دا تجاوزهم کوي چی د نیټ نه زما نوم انتخابوي اولیکنه ماته منسوبوي . خاین ملا صاحب زما په نوم په شیخ مسلم دوست ، استاذ بدر اود هغوی په کورنۍ د نفاق او خیانت مزوراوراجوړوشووتورونوپه استدلال د محاکمی غوښتنه هم کوي او نوموړي شیخ اود هغه کورنۍ ته په پټ مخ زما نوم ډال کوي اوبی ځایه اوبی دلیله پیغورونه هم ورکوي.
دا چی شیخ مسلم دوست ، استاذ بدر اود هغوی کورنۍ څوک دي اوڅه تاریخ لري په ما پوری کومه اړه نه لري او نه زه د مسلم دوست د کورنۍ وکیل یم خو دا یوه طبیعي خبره ده چی هر انسان اوبیا زمونږ په افغاني مجتمع کی هر څوک دوست اودشمن لري نو ظاهره خبره ده چی دا لیکنه د شیخ مسلم دوست اود هغه د کورنۍ سیاسي اووطني مخالفینوکړی ده .خو هغه څه چی مونږ ته په ظاهره د شیخ مسلم دوست ، استاذ بدر او د هغوی د کورنۍ په ارتباط ښکاري د هغی په وجه مونږ د هغوی کورنۍ ته د هغوی د روسانو په خلاف د جهاد اود امریکايی نظام پرخلاف په عملي جهاد کی د برخی اود هغوی د قربانیو په اساس احترام لرواوهغه څه چی مونږ د شیخ مسلم دوست د تصنیف اوتالیف د یوی لوی علمي او ادبي ذخیری په شکل کی په لاس کی لرو د قدروړبولواود شیخ مسلم دوست او دهغه د کورنۍ د قربانیواوخدماتوسترګی نه شو پټولای اود کفراواسلام په جنګ کی هغوی د اسلام په صف کی مخکښ سرښندونکي بولو.نحسبهم کذالک والله حسیبهم.ما تراوسه د شیخ مسلم دوست اود هغه د وروراستاذ بدر په لیکنو کی کوم غیرشرعي کرښه نه ده لیدلي خوحسود اوعنادي ملادوړن اخون په شرعي نصوصوکی د غلط تاویل اواود عبدالرحمان بابا په یوڅوشعرونووړاندی کولوناکامه هڅه کړی چی د شیخ مسلم دوست اواستاذ بدر د کتاب ( د ګوانټناموماتي زولنی ) د تقصیلي حقایقواوافشاګري په ردعمل کی بیکاره اوفضول دلایل اوجعلي تورونه وړاندي کړي اوهغه هم په پټ مخ اوپه پردي نوم .
زما ددی لیکنی اول هدف د خپل ځان نه دفاع اوبیا د غل اوبزدل لیکونکي چی زه یی ملا دوړن بولم د لیکنی ارزونه اونقد دی . کومه معاندانه اود کینی ، دروغ اوبهاتانونو نه ډکه لیکنه چی ملا دوړن اخون زما په نوم کړی نوکه مسلم دوست اود هغه کورنۍ زما مرګ پسی وګرځي نوحق لري. زه لاتراوسه د شیخ مسلم دوست سره مخامخ شوی نه یم البته د هغه کتابونه ، شعرونه اولیکنی می لوستي دی البته استاذ بدرد نزدی نه پیزنم او د هغه د شخصي ژوند نه هم ډیر معلومات لرم. حقیقت خو دا دی چی د شیخ مسلم دوست ، استاذ بدر، اویا احمد اومحمود سره زما په شمول هرڅوک حق لري چی د هغوی د مسلک ، سیاسي تګلاری ، تنظیم اومنشوراوطرزفکرسره اختلاف ولري اوزه پخپله هم په بعضی مواردو کی د شیخ مسلم دوست او استاذ بدراو د هغوی د همفکرواود جهاد په صف کی د نوروډیرومعروفو اشخاصو سره د طریقه کاراواسلوبترحده اختلاف لرم البته دا اختلاف دی ددی باعث نه شی چی اوس مونږ په یوبل د درواغو د نفاق اوخیانت تورونه ولګوو. اوکه مونږه مسلمانان دیو بل سره اختلاف هم کوونوباید ښکاره او په جرأت یی په خپل نوم وکړواومسئولیت یی هم قبول کړو.
اول خو دا چی شیخ مسلم دوست اواستاذ بدر چی کوم تفصیلی لیکل په خپل کتاب ( د ګوانټنامو ماتی زولنی ) کی د اشخاصواود تنظیمونو په ارتباط کړي نو بډانګها اوښکاره یی په خپل نوم کړي اومسئولیت یی هم قبلوي لکه زه عبدالمجید جواد چی ددی لیکنی مسئولیت قبلوم . خو ددی برعکس ملا دوړن اخون هم فتوی ورکوي هم تورونه لګوي او هم ځان پټوي اوزما نوم کاروي. دملا دوړن اخون مثال د هم هغه بلا دی چی چا تری پوښتنه وکړه چی بلا د ا چغی ولی وهی ؟ بلا ویل چی خلک ویرووم بیا تری چا پوښتنه وکړه چی نودا ګوزونه ولی اچوی ویل یی چی زه پخپله هم ویریږم. نو زما د نوم استعمال نه د ملا دوړن اخون د ګوزونواندازه ښه پوره اندازه لګي. که ملا دوړن اخون نرمذکرمسلمان پښتون اوافغان وي اوخاین اومنافق نه وي نو ددی لیکنی نه پس دی اقلا میدان ته راووزي او د خپلی لیکنی مسئولیت دی قبول کړي . خو دپردو اجیران اومزدوران اواصلي خاینین دا کار هیڅکله هم نشي کولای. ملادوړن اخون په شیخ مسلم دوست او د هغه په کورنۍ د نفاق او خیانت تورونه لګوي نو اوس دی لوستونکی فیصله وکړي چی هغه مسلم دوست ، استاذ بدراو عبدالمجید جواد منافقین دي چی لیکل په خپل نوم کوي اوکه غل اوخاین ملا دوړن اخون چی د نفاق پټ ګوزار کوي او لاس شاته نیسي.
زه د مسلم دوست او د هغه د کورنۍ سره نه کومه خپلوي او قرابت لرم او نه په قوم اوخیل کی ورسره شریک یم اونه د هغه د رقیبانواوحریفانوسره کومه شخصي ستونزه لرم خوزما په نوم د ګمنام ملادوړن اخون د معاندانه لیکنی وروسته زه مجبورشوم چی هم د شیخ مسلم دوست او د هغه د کورنۍ په اړه او هم د هغه د ناقیدینو اوحریفانو په اړه ترخپل وسه څیړنی وکړم .هغه څه چی ما دشیخ مسلم دوست د کورنۍ اودوستانو معلوم کړل دادي چی د شیخ مسلم دوست نقصان دادی چی یوضدي انسان دی اود حکمت په نوم کوم شي په رسمیت نه پیژني اوپه ډیرومواردو کی د خپلو جذباتي اوعجولانه کرل شوي سیاست او فیصلو ثمرات هم هغه او هم د هغه کورنۍ ریبي خوهغه شعوري خاین ، خرڅیدونکی اووطنفروش انسان نه دي اود خپلی ښکاره او واضح موقف په سرهمیشه وهل خوري. خوبل طرفته د شیخ مسلم دوست حریفان مکاراود استخباراتي اداروپه لاس مستعمل خلک دي چی مسلسل یی شیخ مسلم دوست اودهغه کورنۍ زورولی. همدا اوس د شیخ مسلم دوست دوه زامن اویو وراره د مسلم دوست د همدی سلفي حریفانود لاسه د دری کالوراهسی د پاکستاني استخباراتو کی په جیل کی دي او بل ورور ته یی همدی حریفانو د پاکستان د لاری په چین کی دسیسه جوړه کړی اوهلته یی په مختلفومزوروتورونونیولی. دشیخ مسلم دوست اود هغه د وروراستاذ بدر په پاکستان کی نیول اوګوانټناموته استول چی دغه کیسه هغوی په خپل کتاب کی لیکلی اود مسلم دوست او استاذ بدر دلیکنو په استناد د ګوانټنامو د څلوروکالوبند نه پس پاکستان کی د مسلم دوست دوباره دوه نیم کاله بند اوتراوسه د مسلم دوست فراري کیدل وغیره ټول مسایل د مسلم دوست او د هغه کورنۍ د خپلو حریفانوسلفیانود ملا جمیل الرحمن د ډلی نه انګیري .
په د غه ټولو کیسوکی شیخ مسلم دوست پوه شه او د هغه حریفان او مخالفین . خوزما په نوم چی کومه لیکنه ملا دوړن اخون کړی دهغی نه واضحه بریښي چی دا لیکنه د شیخ مسلم دوست سلفي حریفانواود کوټ په ولسوالۍ کی د هغوی پړیڅو معاندینوډلی ترتیب کړي چی هغوی ټول شیخ مسلم دوست او استاذ بدرهریو پیژني او په خپل وخت به جواب ورکړي. خو دوړن ملا صاحب د مسلم دوست په دی دومره غمونواومشکلاتو تسلي نه کیږي اود نوموړي شیخ د شهرت ، په جهادي صف کی د هغه عزت او د نوموړي د وروراستاذ بدر د کاروباراوشهرت نه سخت په تکلیف دی اوددوی د محکمی د پاره عجیب وغریب دلایل راوړي. ملادوړن اخون د مسلم دوست د کورنۍ سره بی حده کینه لري او داسی معلومیږي چی شیخ مسلم دوست اواستاذ بدردغه دوړن ملا او د هغه ملګرو ته کوم خصوصي شرم وراړولی وي خوهغه شرم نه شي بیانولی اومیدان ته خکاره نه راووزي اوددی هم معلومیږي چی شیخ مسلم دوست اواستاذ بدر په ملا دوړن او د هغوی په ټیم برلاسي اوپه حقه دي.
ددی دپاره چی شیخ مسلم دوست اواستاذ بدر بد معرفي کړی نووايي چی دوی ولی په خالص فامیلۍ کی ۱۳ نمری لري اوپه پاکستان کی ځمکی اوکورونه لري نورمعلومات نه لري چی استاذ بدر د چاسره شراکت لري اود چا پوره وړی دی او د چا سره معاملات لري اود هغه د کاروبارمنابع څه دي ؟ خوفقط تورونه لګوي او وايي چی استاذ بدر ولی خپل کلي ته سرک تیروي او اسلامي امارت ددی دپاره هیئت ولی نه رااستوي چی دا سرک بند کړي اود ملا عبدالرحمن جان په نوم ملک ولي د استاد بدر کور ته ځی وغیره وغیره او د مسلم دوست او استاذ بدر د محاکمی مطالبه کوي. نو زه ملا دوړن اخون ته وایم چی جناب دوړن صاحبه که دا کاردومره ضرور وي نو ته اوستا همکاران ولی دا کارنه کوئ چی ددی دومره ضروري کار دپاره محکمي ته ښکاره عارض شئ او د رجالو په شان ښکاره په دغه دواړوورونو کیس وچلوئ. کومه محکمه چی ستاسی خوښه وي او چي د هر چا ټټوان یاست اوپه هره محکمه عقیده لرئ هم هلته دنارینه په شان حاضراو عارض شئ . ملادوړن اخون د مسلم دوست او استاذ بدر په کتاب کی د سلفیانو په ملا جمیل الرحمان او د اسلامي امارت په مولوي کبیرپه نیوکوسخت خفه دي اوددغه دواړه ورونوپرخلاف یی د اسلامي امارت د پارولوکوشش کړی .
ماته د اسلامي امارت د یومخلص سپاهي په حیث دا معلومه ده چی استاذ بدر اته کاله د اسلامي امارت د بیرغ لاندی د کفارو پرخلاف جهاد وکړاوکله چی دداعش اوامارت د جنګ فتنه پیدا شوه نو غاړی ته شواود خپل ورورمسلم دوست د داعش سره دیو ځای کیدومخالفت یی هم وکړ اوپه دغه فساد کی شریک نه شواواوس په سعودي عربستان کی خپل عاديژوند او کاروبارکوي.خو ملادوړن اخون د استاذ بدرپه وطن کی جایداد اوپه سعودي کی کاروبارډیرمبالغه امیز پیش کړی اود استاذ بدرته په سعودي کی د عادي ژوند اوسیدو په وجه د سعودي اجیر اومزدوروايي خو د همدغه ملا جمیل الرحمن پرکټیانو چی په میډیا یی د سعودي دحکاموسره تصویرونه راځي اوددفاع حرمین اودفاع پاکستان په نوم غونډی او مؤسسی لري اوشوړماري کوي ملادوړن د ملا جمیل الرحمن ډله د سعودي او پاکستان اجیران اومزدوران نه بولي . آیاسعودی عربستان ته د عالم اسلام د ډیرومشایخو، علماواوحتی د امارت اسلامي د مشرانوتلل او هلته اوسیدل د سعودي مزدوان ثابتوي ؟ خوحقیقت دا دی چی ملا دوړن او دهغه ډله پخپله مزدوران او اجیران دي اوکوم تورونه چی دوی لګوي دا ددوی خپله شخصي اوذاتي تچربه ده نوځکه دوی نورهم په ځان قیاس کوي.
ملا دوړن د مسلم دوست د کورنۍ په افغانستان عادي ژوند ته د شک په سترګه ګوري خو همدا اوس اوس د ملا جمیل الرحمن زوی ملاضیا‌ءالرحمان اخون افغانستان ته د رسمي راتلواود امریکایانوسره د همد غه تنظیم د حاجی روح الله د ښکاره علایقو اوډاکټر عبدالله ته د حاجی روح الله د انتخاباتي کمپاینونواو د سلفیانو دهمدغه تیظیم د اوسني مشرسمیع الله نجیبي په کابل کی د اوسیدو ذکر نه کوي. همدی ته وايي یک بام ودوهوا. د مسلم دوست او استاذ بدر تنقیدونه په مولوي کبیر او ملا جمیل الرحمن اخون خو ښکاره او په خپل نوم دي خوملا دوړن او دهغه ډله مخامخ نه راځي او په پټ مخ زما په اوږه ټوپک ږدي او ډزی کوي. بل طرفته ملا دوړن مسلم دوست او استاذ بدر ته دا پیغورورکوي چی د لیکلو پرځای خپل انتفام واخلئ خو دا احمق نه پوهیږي چی د قلم انتقام د ټولوزواور دی اوهمدا باعث دی چی ملا دوړن هم د مسلم دوست اواستاذ بدرد تقصیلي لیکنومخ ته په خپلودوه دوړنوصفحو لیکلو د شګو د بند اچولوکوشش کوي. خوپټ ګوزاراوپه استخباراتي شبکوشیخ مسلم دوست اودهغه کورنۍ زورول کومه بهادري ده او د شیخ مسلم دوست او استاذ بدر معلومات بیرته په هغوی مستعملول کومه عقلمندي ده . داچی شیخ مسلم دوست او استاذ بدر د خپلو حریفانوپرخلاف څه کړي او څه کولی شي هغه خوبه هغوی ته معلوم وي خویو فرق خو مونږ ته واضحه خکاري او هغه دا چی شیخ مسلم دوست او استاذ بدرچی هرڅه وايي اوهرڅه لیکي نو ښکاره اوډانګ پییلي دی خوملادوړن اخون خودا غیرت نه لري چی ځان راښکاره کړي نوهمدا یی د بطلان ښکاره دلیل دی.که یو لیکونکی مستعار نوم لري نوهم د بل لیکوال نوم نه کاروي اود غه مستعار نوم هم د هغه لوستونکو، خپلوانواوملګروته معلوم وي خوزه حیران یم چی د ملادوړن په ټول نیټ کی زما نوم ولی خوښ شو؟ د خوږ ژبی جهادي شاعرمفتون په قول مسلمان غیرتي ، نر، مذکرافغان خودی ته وایی چی په ډاګه ووايی چی :
زه دی لویه اووړه په غاړه اخلم ------- هم دی وژنم او هم دی پړه په غاړه اخلم
زمونږد امارت د ملګرود معلوماتود قراره د امریکا د اشغال په دوران کی اته کاله مسلم دوست او د هغه وروراستاذ بدر په ننګرهار کی قوي جبهه لرله اوښه په اخلاص یی د امارت سره منډه وهله اود مولوي کبیرسره یی مخامخ بخثونه کول اود هغه په ارتباط یی په خپل نوم اومسئولیت لیکلي دلایل اسلامي امارت ته وړاندی کړي خودا چی په امارت کی د سلفیانو مخالفین او د استخباراتوګوداګیانوددغه قربانۍ قد ر ونکړنودوی د امارت نه کیناستل او استاذ بدر په سعودي کی ژوند اختیار کړ او مسلم دوست شخصی د خپل وروراو کورنۍ پرته د اعش سره د یوځای کیدواعلان هم خکاره اوډاګیزه وکړخوچه کله یی د دا عش مظالم اوافراط ولیده نو دداعش نه یی خکاره ، ډاګیزه او علني بیلتون او مخالفت هم اعلان کړ. او د مولوي کبیراود ملاجمیل الرحمن د ډلی سره د مسلم دوست اواستاذ بدر مخالفت هم د پاکستاني استخباراتو سره ددغو اشخاصو قرابت وواو کومه د پولی او پټی مسئله نه وه . دا ټول هغه حقایق دي چی شیخ مسلم دوست اواستاذ بدر په خپلولیکنوکی په خپل نوم پیش کړي اوبی طرفه افغانان یی هم تاییدوي.
په ذکر شوی لیکنی کی ملا دوړن اخون د مسلم دوست اواستاذ بدر د کتاب ( ګونټناموماتی زولنی ) کتاب نه د سلفیانو ، مولوي کبیراوشمالیانود عربومجاهدینو سره د خیانتونو تفصیل را اخلي او بیرته پری د مسلم دوست اود هغه وروراستاذ بدر تورنوي . وايي چی غلبیل راپاڅیده اوکوزی ته یی ویل چی په تا کی دوه سوري دي . نو د ملا جمیل الرحمان د ډلی سرکاري سلفیانواو د پاکستان د لشکر طیبه د عربو مجاهدینو سره خیانت اود پاکستان د آی ایس آی او امریکایانو سره ملګرتیا خو ټولو ته د لمر پشان روښانه ده او د ملا جمیل الرحمن د ډلی حاجي روح الله د حاجي زمان او حضرت علي شاړي په ملتیا د عربو مجاهدینو خلاف د امریکایانوسره توری بوړی ته تلل او په کونړ کی امریکایانوته د حا جي روح الله ډوډۍ ګانی کول او بیا د کوکناروپر ضد د امریکایانو سره د پیسو په تقسیم کی د خیانت په سر نیول کیدل او د ذلت نه پس هم د امریکایانو سره په افغانستان کی د حاجی روح الله خکاره علایق او په افغان حکومت کی کار او د مولوی کبیرد عربانو سره خیانت اود آی ایس آیی ملګرتیا د چا نه پټ دي کوم چی مسلم دوست او د هغه ورور په کتاب کی په خکاره اوجرأت په خپل نوم اومسؤلیت هم لیکلی اوددغه حریفو ډلو پرته ټولو افغانانوته هم معلوم دي چی اوس ملا دوړن راپاڅي اوپه مسلم دوست او د هغه په ورور د خیانت تور لګوي . بل دا چی که عربانو سره هر چا خیانت کړی وي نو دا خبره به عربانو ته ښه معلومه وي او که ملا دوړن اخون ته ؟ د ملاجمیل الرحمن د وراره حاجی حیات الله په لاس د پیښور په ارباب روډ کی د عبد الله عزام رحمه الله په ریموټ انفجار شهید کیدل اوبیا حاجي حیات الله القاعدی اوتحریک پاکستان ته مطلوب کیدل اوبیا حاجی حیات الله په پشاور کی د هغوی د فدايي حملی نه بچ کیدل د چا نه پټ دي ؟ خوملادوړن او دهغوی همکاران اوس ټر په پر پټوي او د خپلو خیانتونو بار په بل اچوي. راځئ چی وګوروچی د عربو مجاهدینو، تحریک طالبان پاکستان او اسلامي امارت کی د روغو خلکو منځ د مسلم دوست او استاذ بدر اعتماد او اثر ډیر دی اوکه د ملادوړن په شان دغلچکوتورونو لګوونکو اود مسلم دوست د حریفانو؟
ملادوړن وايي چی ددی افشاګری څه ضرورت ووخو ملادوړن دا حقیقت د پامه غورزوي چی د افغانستان په تاریخ کی د واقعاتوتسلسل اودا چی چا څه کړي دا بیانول اوآینده نسل ته سپارل عین جهاد اومطلوب کاردی. ملا دوړن وايي چی لیکوالانودا هرڅه د ملا جمیل الرحمن په ژوند ولی نه خکاره کول خونوره خبره پټوي چی په کتاب کی خو ټوله کیسه لیکل شوی چی ملا جمیل د پاکستان حکومت ته درخواست ورکړ چی مونږه افغانستان د پاکسان سره یوځای کول غواړواوددغه خبری مسلم دوست مخالفت وکړاود ملا جمیل الرحمن اخون په ژوند یی دا خبره افشاکړه اوتنظیم یی پریښوده خو دوړن ملا نیګړی خبره کوي او فقط د خپل دوړن مشرد خیانتونونه دفاع کوي. بله خبره دا ده که شیخ مسلم دوست اوورور یی حق پرست نه وایی اوډله بازي اوتنظیم بازي یی کولی اود سلفیت نه یی یوه ګوندي اوپارټی جوړولی نوبیا خو مسلم دوست اوورور یی استاذ بدر پخپله سلفي عقیده لري خودا چی دوی د ملاجمیل الرحمن اخون د کورنۍ او د لشکرطیبه پشان د مرجئة اوسرکاري سلفیانو مخالفت کوي دا پخپله د دوی د حقانیت دلیل دی. ددی د پاره چی ملا دوړن ځانته ملګري ډیر کړي نو د شیخ مسلم دوست اوشیخ آمین او مولوي عبدالعزیز نورستاني په منځ کی یی هم د کاڼو ټکولوکوشش کړی حال دا چی د شیخ مسلم دوست او استاذ بدر په لیکنوکی په یو ځای کی هم د شیخ آمین اوعبدالعزیزنورستاني نومونه نه لیدل کیږي.
نوجناب ملا دوړن اخون چی ملا هم یی ، ځان ته سلفي هم وایی اوشرم هم نه لری نوچی غل او دوړن نه یی نو نر پشان راشه اود همدغی عربانومحکمی ته عارض شه او دا ته چی کوم آیاتونه اوحدیثونه په پټ مخ وړاندی کوی راشه همدا په محکمه کی په دغه متهمینو پیش کړه زه به درسره همکاري وکړم. نو پټیږی ولی الله دی هلاک کړه یوطرفته وایی چی مونږ مسلمانان به هرڅه د قران او سنت په رڼا کی کوواو بل طرفته په پټ مخ او بی ثبوته په ملسمانانو د خیانت تور لګوی نو راشه ثابت یی کړه همدی عربانوته حاضراوعارض شه . فدایانی خوپه تا او هم ستا په وطن فروش مشر حاجي حیات الله باندی کیږي اوتورونه په مسلمانانولګوی. مسلم دوست ته پیاوړی لیکوال اوعالم اود هغه ورور ته استاذ بدر ته تګړه ژورنالست هم وايي خوکله چی هغوی د لیکوالۍ اوژورنالستۍ حق ادا کوي نو ستاډډی سوزي او بړاس په پټ مخ وباسی . آیا شیخ مسلم دوست اود هغه ورور حق نه لري چی هغه ټوله کیسه اود هغی سره تړلي مسایل ولیکي چی په هغوی تیرشوي؟ هغوی خو هرڅه په خپل نوم اومسئولیت ولیکل او ته درواغجن ملا زما نوم کاروی ؟
په لیکنه کی اول ملا دوړن اخون لیکي چی مسلم دوست او د هغه ورورپه مړ جمیل الرحمان پسی ولی خبری کوي اوبیا په کوټ کی د معمولي معمولي کلیوالو مسایلواو اختلافاتوذکر کوی او د بتانو د غونډۍ قومي جنجال اونور قومي مسایل د شیخ مسلم دوست مړ پلار ته منسوبوي او هغه د شیخ مسلم دوست پنځه ویشت کاله مخکی مړپلار په بدوبدونومونو یادوي. زما د معلوماتو د مخی د مسلم دوست آبايي وطن کوټ کی د هغه بدخواهان د مسلم دوست اواستاذ بدر د مخامخ مقابلی توان نه لری او ددغه دوړنی لیکنی د لاری د ملا جمیل الرحمند ډلی سره دهغوی کوټوال بړیڅي د کوټ د ولسوالۍ د آنګا بنګا مسایل را اخلي او د مسلم دوست او د هغه د کورنۍ په کاته کی یی اچوي. خومسلم دوست اواستاذ بدراود هغوی کورنۍ د غه ټول بد بینان اود لیکنی ترتیبوونکي ښه پیژني اوپه خپل وخت به جواب ورکوي. خود مسلمانانو پرضد زما په نوم د لیکلود دغه دوړن ملا او دهغه د ملګروجسارت زه معاف کولی نه شم اوزما محاسبه پری د پاسه ده .ددرواغجنی لیکنی جواب ددی لیکنی نه باید چی پورته وي او ددغو خاینینو شرعی محاکمه به زه کوم باذ الله .د الله نه یی د افشاکولواو د ښه انتقام توفیق غواړم او خپله لیکنه د شیخ مسلم دوست په دی شعرختموم :
د عزت اوپټ سیلۍ ده لویوي می -------- دعظمت خوا ته می بیايي لوړوي می
سلسلی د زولنوچی درته خکاري --------- دا د دی د پاره دي چی پــــــ‎‎خوي مي
رقیبان او غلیمان می جاهلان دي --------- چی هرڅومی کړوي را پاروي می
والسلام.