مسافر پلار
راشه كړه جامى بدلې خلق اختر ته خوشخاليږې
جامى نه بدلوم مورې مسافر پلار مى ياديږې
دامنم مورې اختر دى د دنيا خلك خوشخال دى
زه په شان لكه يتيم يم په ما خاورې راوريږې
تير اختر كى راسره وڅومره خوند څومره مزې وى
نن هغه مهربان نه شته په پرادې وطن ګرځيږې
جامى نه بدلوم مورې مسافر پلار مى ياديږې
زما خيال او فكر واړه دخپل پلار په غم كى غرق دى
نن مى سخت زړګې خفه ده زړه مى درد كوى خوږيږې
مورې پلار به مى اوس هم زموږ يادونه كى غمجن وى
په ظاهره خوبه خاندې پټ په زړه كى به ژاړيږې
هغه زما دزړګې سر مى هغه زما دسترګو تور مى
ځې راځې اوښكو قطار كى مى هيڅ نه رانه هيريږې
جامى نه بدلوم مورې مسافر پلار مى ياديږې
موږه هر خوږ خوږ نعمت خورو په بې غمه زړو ماړه يو
داې چى هر خوږ خوږ نعمت خورې په مرې به يي نه تريږې
نه خوندونه نه مزې شته په دوبى ابوظبۍ كى
هلته سره سپيره ګرمې ده لكه اور داسې بليږې
مورې زړه په د ډاډه كړم چى خوستى پلار به مى راشى
خو يتيم بچى به څه كړى په هغه به څه تيريږې
جامى نه بدلوم مورې مسافر پلار مى ياديږې
داختر په او