نن بيا می دغزل د ښاپيری لمن نيولي

په مينه دګلاب می دغوټي لمن نيولي

داساز اودغه جاز مي په مغزو کی اثر نه کړي

په مينه افغاني مي دشپيلي لمن نيولی

ها ستوري به هميش داسی مغرور شانتی ځليږی

په ډنډه داسمان کي دسپوږمی لمن نيولی

زموږ دښتي اخيرولی داسي سري زرغوني نه شي

هميش يي په منګولو دکوچي لمن نيولی

(عزته)!څنګه ورک شول لاورکيږی ورته ګوره

هرچاچي په پردو وعدو پردي لمن نيولی

محمد رفيق( عزت)