غزل

څله نا زېږې چه سنبال ېم زورور په غشو
داسی مونږ ډېر دي ځغلو لي معتبر په غشو
پام کړه مغروره داغرور له سر نه اوبا سه لږ
مغروره هروخت پر يوتلي دي اکثر په غشو
ته دتاريخ پا ڼو ته لږ غو ندې نظر خو وکړه
څو مره ورک شوي پدې چم کې ښکرورپه غشو
مونږه شډل يو ډېر په هغه دغه نه پوهيږو
پدې پو هيږو چه موږ نه پريږدو سنګر په غشو
شا يد چنګيز او ميکناټن دوى له ياده وتی
ځکه نا رې کړې چی تيار مې دی لشکر په غشو
لاړ شه کم عقله له شنو سترګو نه پو ښتنه وکړه
چی درته وښا يی سوری سوری پرهر په غشو
ته افتخار کوه ظالــــمه په توپواو جـــــها زو
شکردی وياړو مونږ دالله اکبر په غشــــــو
تـــل به نـــارې دازادۍ وهــــي امين دغسې
خېر که مې څوک کاندي تيکه تيکه ټټر په غشو


محمد کريم امين العين متحده عربي امارات