د تیرې یوې نیمې لسیزې په پیل کې غزنی هم د نورو ولایتونو په څیر د ځمکې غضب مافیا ، امنیتي ، پوهنې ، ښاري پراختیا او کلیو بیا رغونې په ګډون ګڼې چارې د مافیا په بشپړ واک کې تر اوسه پورې پاتې دي. په دې ولایت کې په دولتي چوکیو داسې کسانو ډډې وهلي چې تر مرګه یې هم د تبدیلیدو او ګوښه کیدو په اړه په عامه اصطلاح فکر هم په سر کې نه ورګرځي او دا ټول په څوکیو سریښ چارواکي له پیله بیا تر اوسه او له اوسه بیا تر نامعلومې مودې د خپلو کارونو د دوام او نور شتمن کیدو پروګرامونه هم لري، خو پلازمېنې کابل په دې اړه هیڅ کوم ګام پورته نه کړ او نه یې هم په دې ولایت کې د پښتون پښتون وژنې پیل شوې پروسې ته د پای ټکی کیښود او نه یې هم د ځمکو غضب په اړه کوم اقدام وکړ.

تر دې چې د ځمکو غاصبین د هر خیر غوښتوونکي نوي چارواکي ته په لومړي سر کې د ګواښونو له لارې خپل زور څرګندوي تر څو یې پر وړاندې هیڅ کوم خنډ جوړ نه کړي. په غزني کې د دولتي او کوچیانو څړځایونو او دغه راز د عامو بې وزله وګړو پر سلګونه زره جریبه ځمکو باندې د ځمکو غاصبینو خیټې اچولي او لاندې کړي یې دي او دا لړۍ اوس اوس تر هر بل وخت زیاته چټکه شوې ده ، ځکه په غزني کې د ځمکو غضب مافیا کې امنیتي چارواکي له عادي پولیس نیولې بیا تر امنیه قوماندان او له ماموره بیا تر والي او رییسانو پورې ټول په دې لړۍ کې کامل شامل دي.

تر ټولو زړه بوږنوونکي یې لا دا چې د ځمکو غاصبین اوس د رهنماي معاملاتو په نوم په ټول ښار کې دفترونه لري او دغه راز د لرغوني غزني په نوم شوراګانو دفترونه لري، چې دلته به یې د بیلګې په ډول د یو څو یادونه وکړم؛ په غزني کې میشت د لوګر خروار پخوانی اوسیدوونکی حاجي حضرت خرواری چې په غزني ښار کې ګڼې رهنمای معاملاتو دفترونه لري په بیلابیلو لارو ځمکې غضبوي، نوموړی د ښار په زړه په جوړو شویو مارکیټونو کې خپله برخه لري او دا برخه یې په ځانګړي مهارت وړیا تر لاسه کړې ده؛ ځکه دی په غزني کې په یوه مهمه سیمه کې د جوړیدوونکو مارکیټونو پخواني څښتنان چې ملکیت یې په بشپړ ډول په اوسني څښتن او مارکیټ جوړوونکي پلورلي وي راپاڅوي او ورته وايي چې د مارکیټ پر څښتن دعوه وکړي چې مارکیټ دده تره ، پلار او یا بل خپلوان خرڅ کړی او دی یې له میراث بې برخې پاتې شوی وراث دی، نو اوس یې باید خپله برخه ورکړي ګنې چې کله یې خبره تر محکمې ورسوله بیا به یې په لکونو ډالر هم موضوع حل نه کړای شي، نو هماغه وي چې د مارکیټ جوړولو کار دریږي او څښتن یې له ډیرو پلټنو وروسته حاجي حضرت د هغه ځانګړو دلالانو او جاسوسانو له لارې پیدا کوي او حاجي حضرت دواړه لوري خبرو ته سره کښینوي تر دې چې تر مدعي زیاته برخه د خپل ځان لپاره د مارکیټ له څښتنه تر لاسه کوي او د مارکیټ جوړیدو کار بیا پیل کیږي، چې له همدې لارې نوموړي د ښار په هر مارکیټ کې ځانګړي برخه لري.

د مافیا دې غړي ته تر اوسه پورې ځکه چا د ملامتۍ ګوته سیخه نه کړه، چې هغه د غزني له امنیه قوماندانۍ، ولایت ، محکمې ، مستوفیت او ښاروالۍ نیولې بیا تر وزارتونو او هان ارګه پورې واسطې او پیژندګلوۍ لري؛ ځکه د حاجي حضرت نارواوو په اړه د ټول غزني اوسیدوونکي خبر دي او دوه کاله وړاندې یې د غزني ښار د یو اوسیدوونکي سره په پورته ډول یوې ناروا معاملې کې جوړ جاړی رانغلو او هغه چې په خپل حق یې ټینګار کاوه په لوړ پوړیزه ودانۍ کې حاجي حضرت ته د برخې ورکولو څخه ډډه وکړه او په پایله کې حاجي حضرت د خپلې مافیا په ملتیا د نوموړي کس میرمن وتښتوله؛ په لومړي سر کې دا آوازه خپره کړل شوه چې د لوی سوداګر میړوښه ښځه له خرواري سره تښتیدلې ده، خو  د ښځې له موندل کیدو وروسته څرګنده شوه، چې د سوداګر میرمن د حاجی حضرت مافیايي ټیم په لمسون تښتول شوې ده، ځکه سوداګر د حاجي حضرت غوښتنې ته غاړه نه ایښوده او په خپل حلاله ګټلې پانګې کې د یو ناروا شرکات ورته د منلو نه ؤ، خو تر نن ورځې پورې د حاجي حضرت د ټولو نارواوو په اړه د غزني هیڅ چارواکي او ولسي مشر غږ اوچت نه کړ او نه یې د هغه له سلګونه زره نارواوو څخه پرده پورته کړه، ځکه چې د حاجي حضرت زور تر ارګه رسیدلی او له پخواني ولسمشر حامدکرزي او د شمال له ټلوالې سره پوره غښتلې اړیکې لري.

بل لور ته په غزني کې د شورای غزنه باستان په څیر ګڼو شوراګانو هم تر حاجي حضرت څو ګامه وړاندې تللي او د ځمکو او بې وزله ولس ملکیتونو غضب لړۍ یې پیل کړې ده. دوي د غزني ښاروالۍ ، محکمې ، څارنوالۍ ، مستوفیت ، ولایت او امنیه قوماندانۍ پورې له پراخې لورینې او مهربانۍ څخه برخمنې دي. دوي بیا د غزني ولایت ارزښت لروونکو ځمکو باندې قیمت ږدي او په ګډه سره ورته پیسې راټولوي ښارګوټي پکې په زور او د چارواکو په بشپړه مشوره او ملاتړ جوړوي، خو د ځمکو اصلي اوسیدوونکو غږ چارواکي ځکه نه اوري، چې چارواکي خپله برخه په ګواښ کې ویني. دا ډول شوراګانې نه یوازې دا چې په لرې پرتو سیمو کې د خلکو پر قواله لروونکو ځمکو ، باغونو او څړځایونو باندې خیټې اچوي بلکې په ښار دننه کې بیا د حاجي حضرت او هوتک له مافیايي کړیو سره ټینګ لاس لري او د هغوي په مشوره کار کوي تر دې چې تر هغوي پکې ځکه ډیر چټک دي، چې د جمعیت اسلامي ګوند او شمال ټلواله یې ښی مټی دی.

پر دې مافیايي کړیو سربیره په ښار او لرې پرتو ولسوالیو کې بیا طالبان د خپلو خیټو ډکولو لپاره د ځمکو د غضب مافیا څخه په الهام اخیستنې او تقلید په کليو کې دوه د کورونو او ځمکو ګاونډي چې دیوالونه او یا پولې سره شریکې وي پر یو بل دعوه ته هڅوي تر څو موضوع دوي ته راجع شي او دوي یې له څه شاربولو وروسته یا نیموي او یا یې د یوه په ګټه فیصله کوي او له برکته یې په اخیستي رشوت د خپلې کورنۍ او ملګرو اړتیاوې پوره کوي؛ هان په دوي کې داسې هم پیښ شوي چې یوه لوري د زیاتې ګټې تر لاسه کولو لپاره له طالب ولسوال، قاضي یا نظامي مسؤل ته د خپلې پیغلې لور او یا خور د ورکولو او دوستۍ وړاندیز هم کړی او هغه منلی او دده په ګټه یې قضیه فیصله کړې ده او بل لوری یې یا په مرګ ګواښلې او یا یې د دولت جاسوس په تور له کلي او سیمې د تل لپاره فراري کړی دی.

نو دې ټولو ستونزو ته په کتو سره باید سرګردان او لالهاند ولسمشر په غزني او نورو ولایتونو کې د دولتي ، عامه ملکیتونو او په تیره د بې وزله وګړو د ځمکو او کورونو د غضب مخنیوي او د ځمکو د غضب مافیا د هر ډول هڅو شنډولو په نیت جدي ګامونه پورته کړي او وړ او ریښتني کسان د والیانو ، امنیه قوماندانانو او رییسانو پر څوکیو په دندو وګماري.