ایا په افغانستان کی د موجوده بحران اصلی عامل اولسمشر اشرف غنی دی او که دا بحران د ځانګړو عواملو او شرایطو له مخی رامنځته شوی دی ؟
ایا د واک څخه د اشرف غنی په ګوښه کیدو سره به اوسنی بحران له منځه ولاړ شی او که دا بحران به د پخوا څخه زیات پراخ او ژور شی؟
ایا د اوسنی بحران څخه د هیواد د را ایستلو مسوولیت یوازی د اشرف غنی دی او که نور هیواد وال هم کوم مسوولیتونه لری ؟
په کابل کی د اشرف غنی د واک شریکان ( حاکم اپوزیسیون) تر ډیری اندازی ادعا کوي چی نوموړی په هیواد کی د بحران عامل دی . دوی په ډیره سپین سترګی سره د هیواد ټولی ناخوالی په اولسمشر باندی ورتپی او هڅه کوی چی په دی ناخوالو کی د ( حاکم اپوزیسیون) رول پټ وساتي.
په افغانستان کی د طالبانو د نسکوریدو وروسته واک د څو کړیو له خوا غصب شوی او تر ننه پوری تقریبا د هیواد اویا سلنه واک او کلیدی څوکی د دوی سره دي. همدا خبره ده چی اشرف غنی د هیواد په اداره کی خلاص لاس نه لری تر ډیره بریده هغه څه کوي چی ( حاکم اپوزیسیون) یی غواړي.
موجوده ( حاکم اپوزیسیون) ددی له پاره چی په واک باندی سل په سلو کی منګولی ټینګی کړی هڅه کوی چی هیواد د سیاسی، اقتصادی او امنیتی بحران سره مخامخ کړي او په دی ډول سره وکولی شی د خلکو عامه ذهنیت د اشرف په وړاندی راوپاروی . تر څو اشرف غنی دی ته ا ړ کړی چی د واک څخه لاس په سر شی.
د افغانستان خلکو دا ډول تجربی پخوا لیدلی دی امان الله خان د پورتنیو تاکتیکونو له امله دی ته اړ شو چی واک پریږدی او هیواد د ستری ګډوډی سره مخامخ شی . چی د واک څخه د امان الله خان لاس په سر کیدل د افغانستان د پاره ډیر زیانونکی تمام شو.
ورته تاکتیک د داکتر نجیب په ضد هم استعمال شو. داکتر نجیب په داسی حال کی چی ځواکمن پوځ او اداره ورسره وه څو محدودو ډلګیو د فشار له امله د واک څخه استعفا وکړه او دا استعفا ددی سبب شوه چی افغانستان د خونړو جګړو په ډګر باندی بدل شی.
اوس نو ( حاکم اپوزیسیون) غواړی پورتنی تجربی د دریم ځل د پاره په هیواد کی تکرار کړی . خو ایا اشرف غنی به د امان الله خان او داکتر نجیب په شان د واک څخه ډډه وکړي او د ( حاکم اپوزیسیون) غوښتنو ته به تسلیم شی او که هغه به هیڅکله پرینږدی چی ( حاکم اپوریسیون ) د موجوده بحران څخه په خپله ګټه کار واخلی.
دا ښکاره ده چی په اوسنی مهال کی د واک څخه د اشرف غنی ګوښه کیدل او یا لوټمارو کړیو ( حاکم اپوزیسیون ) غوښتنو ته تسلیم کیدل ، افغانسستان د ستر ناورین سره مخامخ کوي چی هغه به نه جبران کیدونکی تیروتنه وي لکه چی پخوا دا ډول پیښی رامنځته شوی دی.
اوسنی ( حاکم اپوزیسیون) په واک کی د لرونکو رسنیو او ډنډورچیانو له لاری داسی تورونه په نوموړی لګوی چی هیڅکله د ژورنالستی اوصولو سره اړخ نه لګوي .
مګر اشرف غنی د نوموړو تورونو او بی ځایه نومونو په وړاندی په ډیره حوصله سره چلند کوی او د هغوی په وړاندی خپلی سترګي پټی ساتی او نه اوریدل شوی یی ګني.
دا حاکم اپوزیسیون په سرپر لپسی توګه هڅه کوي چی هره ورځ یوه نوي ډرامه رامنځته کړی تر څو په دی ډول سره د خلکو اذهان مغشوش او د خلکو په نزد د اشرف غنی دریز کمزوری کړي.
دا ډرامی مختلف نومونه او رنګونه لری خو هغه څه چی ښکاره دی دا اپوزیسیونونه د حامد کرزی د اداری او یا د اوسنی اداری لوړ پوړي چارواکی دی چی زیاتره یی په جرمونو ، جنایتونو اداری فساد او لوټماریو او همدارنګه ځینی یی د خلکو له خوا د بهرنیانو سره د پټو اړیکو په درلودلو سره تورن کیږي.
خو په ښکاره توګه داسی ښکاري چی د پورتنیو ټولو اپوزیسیونونو ، ډلو ، کړیو او غورځنګونو په وړاندی په یوازی توګه په مبارزه بوخت دی. دده مخالفین ( واکمن اپوزیسیون) د ارګ څخه نیولی تر وزارتونو، ولایتونوو او یا په کورنو ناستو پخوانیو لوړ پوړو چارواکو څخه تشکیل شوی دی چی اشرف غنی یی په وړاندی په یوازی توګه ډغرې وهي.
همدارنګه اشرف غنی یوازی د ( حاکم اپوزیسیون ) سره مخامخ نه دی بلکی د پنجاپ او ایران له خوا د اعلان شوی جګړی په وړاندی مبارزه هم مخته بیایی. او هڅه کوی چی د افغانستان د دفاعی او امنیتی ځواکونو جنګی قابلیت لوړ کړي او دا ځواکونه په مډرنو او ځواکمنو قوتونو باندی تبدیل شی.
د افغانستان دولتی اداره د اداری فساد له امله تقریبا فلج شوی ده ، د هغه ټولی نهه نوي سلنه مقرری د ( حاکم اپوزیسیون) تر اغیزی لاندی تر سره شوی او په نوموړی اداره کی داسی چارواکی به پیدا نه شی چی په اداري فساد ککړ نه وي.
په بهرنیو چارو کی اشرف غنی یوازی دی د کابل اداری د بهرنیو چارو کارکونکی زیاتره د ( حاکم اپوزیسیون) غړی او نه پریږدی چی افغانستان په نړیواله سویه خپلو لوړو موخو ته ورسیږی..
ددی ټولو ستونزو په وړاندی اشرف غنی په یوازی توګه ډغرې وهي او په نه ستړي کیدونکی توګه هڅه کوی چی دا هیواد د بحران څخه وباسي .
افغانستان د سیاسی – اقتصادی – امنیتی – ټولنیز بحران سره مخامخ دی. د دې بحران له امله د هیواد ټول خلک ځوریږی . همدی بحران هیواد د نابودی کندی ته نږدی کړی دی. که چیری ددی بحران مخنیوی ونه شی ډیره لیرې نه ده چی افغانستان په نوم به کوم هیواد د نړی په نکشه کی وجود ونلری
په عمومی ډول سره اوسنی واکمنی کړۍ د طالبانو په نسکوریدو سره واک ته ورسیدی . دا کړۍدا نه یوازی سیاسی ډلی او ټپلی وې بلکی د منظمو پوځی ډلګیو په درلودلو سره یی وکولی شول په کابل کی په واک باندی خپلی منګولی ټینګي کړي. که څه هم په ظاهری ډول د امریکا متحده ایالاتو او د هغه شریکانو دا هڅه کوله چی د بن د کنفرانس تر نامه لاندی واک بی طرفه کسانو ته ولیږدوی مګر په واقعیت کی دا هسی د خلکو د تیرایستلو په مانا و.
د اساسی قانون په تصویب او یا د څو لویو جرګو په جوړیدو ، اولسی جرګی او مشرانو جرګو ته په ټولټاکنو او هم اولسمشری څوکی ته د کاندیدو اشخاصو ته د رایو په ورکولو سره دا هڅه کیده چی په افغانستان کی تش په نامه دموکراسی تمثیل کړل شی . مګر په واقعیت کی واک د هغو ډلو سره پاتی شو کوم چی دوی کابل په کنډواله اړولی او په لسګونو زره کابلیان د دوی د جګړو له ا مله په شهادت رسیدلی و . نوموړو کړیو د طالبانو د نسکوریدو وروسته یی کابل کی په ادارو باندی منګولی خښی کړې.
د هغه ورځی ترننه وزیران ، ولسمشران او نور لوړ پوړی کسان یوازی تش په نامه د واک خاوندان و او یا دي . په واقعیت کی تر اوسه همغه ډلی په ټول وطن واک چلوی په هیواد کی داسی تصمیمونه نه شی عملی کیدای چی ددی واکمنو ډلو ( حاکم اپوزیسیون) د خوښې وړ نه وي.
خلک په رښتینی توګه دموکراسی غواړی دوی غواړی چی د دوی د رایو په بنسټ دولت رامنځته شی مګر دلته تر ډیره بریده اکثریت وکیلان ویا استازی د نوموړو ډلو په خوښه پارلمان ته راځی .
په افغانستان کی اقتصادی بحران لوړ پړاو ته ختلی دی . بیکاری په لوړه کچه وجود لری. د هیواد اقتصادی وده په ټپه ولاړه ده . خصوصی سکتور تر ډیره بریده خپله سرمایه او پانګه د هیواده ایستلی او یا یی د ایستلو په حال کی ده. دلته په واکمنو کړیو پورې تړلی وسله والې ډلی د اقتصادی سکتور د څښتنانو ژوند ته ګواښونه کوي او نه یی پریږدی چی په ازاده توګه فعالیت وکړي.
د هیواد د صادراتو او وارداتو بیلانس د مقایسی وړ ندی افغانستان اوس په یوه مصرفی هیواد باندی بدل شوی دی چی حتی شړومبۍ ، چکه او ټیپر هم د بهر څخه راوړي . د بی کفایته او فاسدو چارواکو د ناغیړۍ ،فساد او ناپوهی له امله د هیواد اقتصاد د ستر بحران سره مخامخ دی.
افغانستان د انرژي ، خوراکی ، پوښاک له امله په ګاونډیانو باندی تکیه کوی په داسی حال کی چی دا هیواد د کرنی پراخ امکانات لری او هم دومره اوبه لری چی د افغانستان د اړتیا څخه لس چنده زیات بریښنا تولید کولی شی.
د هیواد ښارونه د ګدایانو او پوډریانو څخه ډک دی چی ددی ټولو ستونزو مسوولیت د هیواد په اقتصادی سکتور کی د چارواکو په غاړه دی.
همدارنګه د جګړو ، اقتصادی ستونزو او مختلفو عواملو له امله په میلیونو خلک د خپلو کورونو او سیمو بی ځایه شوی او یا بهرته تللی دی . نوموړی بی ځایه کیدلو هیواد د یوه ټولنیز ناورین سره مخامخ کړی دی.
د هیواد زیاتره ماشومان د زده کړو څخه بی برخی دی او هم په ا فغانستان کی تعلیمی نصاب او سیستم یو بی کیفیته ، د سر خوږونکی او د وخت نیونکی واکمن دی . که څوک د پوهنتونونو او ښوونځیو څخه فارغ هم شی دوی کوم مناسب کار نشی پیدا کولی دا ځکه چی د دوی تعلیم او د کار ساحه سره فرق لری.
که چیری موږ د لیسانس دوره په نظر کی ونیسو یو زده کونکی شپاړس کاله خپل وخت لګوی او زیار باسی مګر کله چی فارغ شی هغه د ده لوستل شوی نصاب ورته په درد نه خوری دا ځکه چی زیاتره مضمونونه یی هسی اوتې بوتی او چټیات دی.
په امنیتی لحاظ دا ښکاره ده چی ایران او پاکستان په ښکاره توګه د افغانستان په ضد جګړه مخته بیایی او دی جګړی نږدی څلور لسیزی وخت ونیوه. ددی جګړو په نتیجه کی افغانستان په کنډواله باندی بدل شو او دوی په دی لټه کی دی چی دا هیواد کمزوری او بلاخره تجزیی ته یی برابر کړي.
په افغانستان کی جګړه په مختلفو نومونو سره روانه ده خو ددی جګړې اصلی موخه د افغانستان د خلکو ځپل او ددی هیواد تباهی ده.
د افغانستان دولت د ایران او پاکستان سره خپلی اړیکی نورمالی ساتی مګر هغوی دا هیواد د تباهی کندی ته ورټیل وهی. دا دولتونه هڅه کوي چی نه یوازی د افغانستان په کورنیو چارو کی لاس وهنه وکړی بلکی هڅه کوی چی داسی ډلی رامنځته کړی چی په افغانستان کی د پرمختګ ، دموکراسی او د خلکو د هوسایی په لاره کی خنډ شی.
حاکمه ډلی ددی له پاره چی په راتلونکی کی د دوی ګټو او امتیازاتو ته ګواښ پیدا نشی هڅه کوی چی راز راز مانورونه تر سره کړي:
د اپوزیسیون په نوم د ډلو او ټپلو را منځته کول ، او خلکو ته دا ذهنیت ورکول چی د افغانستان د اوسنیو ناخوالو اصلی عامل اولسمشر دی .
دا ډلی هڅه کوی چی د هیواد په نا ارامی ، اقتصادی بحران او اداری فساد کی خپلی ښکیلتیاوی پټی کړي او ځانونه د هیواد د خلکو او نړیوالو د سترګو په وړاندی سپین ښکاره کړي.
په تیرو دوو کلونو کی راز راز غورځنګونه په مختلفو نومونو سره رامنځته شوی دی چی دا ټول د هیواد د واکمنو کړیو غړي او هم د هیواد د زیاتو د بدمرغیو سبب شوی دی. تر ډیره بریده دا ادعا کیږی چی د دی جنبشونو په رامنځته کولو کی د ځینو ګاونډیانو ډالر مصرف کیږی او هم دوی ته لازمې اجنداوې ورکول کیږي.
د دی غورځنګونو غړی او مشران تر ډیره بریده په دولت کی د کلیدی څوکیو په درلودلو سره ، هم حاکم دی او هم اپوزیسیون . دوی د اپوزیسیون اوصول نه مراعات کوی او نه دولتی اوصولو ته غاړه ایږدی. نه د دولتی څوکیو څخه استتعفاوی ورکوی او نه د اپوزیسیون په نوم د شعارونو د ورکولو څخه ډډه کوي.
دا ډلی چی په قومی ، مذهبی او سیمه ایزو بنسټونو را منځته شوی او قومی اجنداوی مخته بیایی ددی ډلو زیات شمیر کسان د پښتنو ضد پروپاګندونه مخته بیایی ، په ډیری سپین سترګی سره په اولسمشر باندی داسی تورونه لګوی چی هغه د اولسمشر په کړنو کی وجود نلری ، لکه دیکتاتوری ، قومګرایی او نور.
یو دیکتاتور اولمشر هیڅکله دا نه منی چی دده معاون ، وزیر ، والی او نور چارواکی دده په خلاف د دولت په چوکاټ او یا بهر کی غږ پورته کړي. چی ښه مثال یی د شمالی کوریا ځوان اولسمشر دی. خو دلته وزیران او والیان ددی په ځای چی اداری اوصول مراعات کړی په داسی اوتو بوتو سر وي چی د نړی په تاریخ کی یی ساری نه لیدل کیږی.
داسی ښکاری چی اولسمشر تر ډیره بریده په دولت کی د واکمن اپوزیسیون په کړنو سترګي پټوي . په دولت کی حاکم اپوزیسیون په رسنیو کی داسی څه وایی چی واقعا اولسمشر ته اړینه ده چی د هغو په وړاندی جدی غبرګون ښکاره کړی مګر نوموړی په دی هکله د ګذشت څخه کار اخلی .
باید ووایو چی واکمن اپوزیسیون ، نه یوازی په دولت کی کلیدی څوکی غصب کړی دی بلکی په اداری فساد ، د دولتی اوشخصی ځمکو په غصب او د نشه یی توکو په قاچاق کی تر ټولو زیات او کلیدی رول لری.
موجوده واکمنی کړۍ ( واکمن اپوزیسیون) په هیواد کی د دموکراسی د رشد مخه نیسی او نه پریږدی چی په افغانستان کی اقتصادی پرمختګونه رامنځته شی . دا ډله او ټپله په دی لټه کی دی چی په افغانستان کی د امنیت د تامین مخه ونیسی دا ځکه چی امنیت د دی سبب کیږی چی دوی د خلکو د فشار لاندی راشی او خپلی ګټي د لاسه ورکړي.
همدا خبره ده چی واکمنی کړۍ ( حاکم اپوزیسیون) په زیاترو نا امنیو کی لاس لری . همدا خبره ده چی د هیواد زیاتره خلک په ډیرو چاودنو او وژنو کی د دی اپوزیسیون لاس درلودلو په هکله شک کوي.
موجوده بحران یوازی په داخلی عواملو پوری نه شی خلاصه کیدای ، د افغانستان په وړاندی د پاکستان او ایران نه اعلان شوی څلویښت کلنه جګړه په ډیر شدت سره روانه ده دی جګړی د افغانستان خلکو ته ډیر بشری او اقتصادی زیانونه رسولی او رسوي.
د موجوده بحران څخه د افغانستان د را ایستلو مسوولیت د چا دی ؟ په دی هکله راز راز نظریی او فکرونه موجود دی. کتونکی مختلفو اشخاصو ، ډلو ، طبقو او ټولګیو ته ګوتې نیسی .
په دی کی شک نه شته چی د هیواد سیاست او برخلیک د هغه هیواد خلک ټاکی . خو خلک دا چی خلک دا هدف څنګه عملی کوي . یو ډول عوامل او شرایط غواړي:
یو ددی عواملو څخه د خلکو ویښتابه ده. خلک باید پوه شی چی د ټولنی د پرمختګ په وړاندی اصلی خنډونه کوم دی او څنګه کیدای شی دا خنډونه لیری کړل شی.
هم باید خلک سره منظم شی او د یوه لارښود ګوند تر مشرتوب لاندی خپلو موخو ته د رسیدو له پاره اقدامات تر سره کړي.
همدارنګه باید خلک داسی مشرتوب د خپله منځه را وړاندی کړی چی د خلکو ګټو ته ژمن وی او هم د شرایطو په ژور تحلیل سره د خلکو مبارزی د بریالیتوب خواته رهبری کړي.
اوس راځو د افغانستان اولسمشر اشرف غنی دریز ته ګورو:
1. اشرف غنی یو اکادیمیک شخصیت دی چی د عصری علومو او تکنالوژی سره اشنا دی .
2. نوموړی د افغانستان د ټولنی په هکله تر چا زیاته پوهه لری دا ځکه چی نوموړی د هیواد هر کلی او کور ته سفر کړی او د هغوی د ژوند دحالاتو په هکله یی معلومات راټول کړی او د دوی غوښتنی ورته جوتی دي
3. اشرف غنی په نړیوالو پیژندل شوو سازمانونو لکه د نړیوال بانک کی کار کړی او د دی لاری د نړی د ډیرو هیوادونو د اقتصادی سیاستونو سره اشنا دی.
4. اشرف غنی په ښکاره توګه تر اوسه په فساد ، قتل ، جرم او جنایت سره تورن نه دی.
5. او ټول په دی پوهیږی چی شخصی اقتصادی ګټی د نوموړی د پاره کوم اهمیت نلری
6. زیار ایستونکی دی او هڅه کوی چی کار وکړی او د خپل کار محصول وګوری
7. هغه په سیاسی ، اقتصادی او امنیتی توګه یو ستراتیژیست دی د هغه ستراتیژیک پلانونه په واقعیتونو او امکاناتو ولاړ او د هغو د پایلی د ورایه لیدل کیږی.
8. هغه د ټولنی یو عادی وګړی دی او ځان د ټولنی د غړو څخه لوړ نه ګڼی .
9. ډیر کتونکی نوموړی سیاست پوه ګڼی او بلکی دوی دا وایی چی هغه وتلی سیاستوال هم دی.
10. هغه د ساده ژوند خوښوونکی دی هغه ته زیات شمیر ځوانان د افغانستان ګاندی ، نیلسن ماندیلا او غفارخان و ایی.
او داسی نور
اوس راځو دی خبری ته :
کله چی اشرف غنی د مالیی چارو وزیر په توګه مقرر شو ، همدارنګه کله چی نوموړی د پولی ریفورم په اړخ کی د ملی پیوستون پروګرام ترتیب کړ، نوموړی دخلکو پام ځانته واړوه . ډیر کسان په دی فکر کی شول چی نوموړی کیدای شی د حامدکرزی په ځای په راتلونکی کی یو مناسب ځای ناستی واوسي.
په همغه وخت کی واکمنو کړیو ( یا په بل عبارت حاکم اپوزیسیون) دی هم دی ته متوجه شول چی په راتلونکی کی کیدای شی نوموړی د یوه وتلی شخصیت په توګه تبارز وکړی همدا خبره وه چی په دی لټه کی شول چی د نوموړی په اړخ کی یو شمیر اشخاص او افراد وګومارل ، څو د نوموړی کار او کړنی د نږدی څخه وڅاري.
په دی کی شک نه شته چی اشرف غنی په دی ټکی پوهیده چی دی هم په سیاسی ډګر مخالفین لری او هغوی به هیڅکله دی ته تیار نه شی چی نوموړی خپل پلانونه چی د وطن او خلکو په وړاندی لري عملی کړي .
مګر د بلی خوا یو شمیر روڼ اندی په دی لټه کی و ، چی نوموړی دی ته وهڅوی چی ځان اولسمشری څوکی ته نوماند کړي . تر څو وکولی شی د واکمنو متعصبو او په اداری فساد ککړو کړیو واکمنی پای ته ورسیږی.
ډیره لیدل کیده چی اشرف غنی ته نږدی ځای په ځای شوو کسانو د اشرف غنی سره د ( ملی وطندوسته کسانو) د اړیکو د ټینګیدو مخنیوی کاوه او دوی هڅه کوله چی د نوموړی اړیکی یوازی په فساد ککړو او د حاکم اپوزیسیون سره د پټو او ښکاره همکارانو په چوکاټ کی محدود کړي.
د اولسمشری په ټولټاکنو کی اوسنی ( حاکم اپوزیسیون) هڅه وکړه چی د اشرف غنی د ملاتړو رایی سره وویشی . ددی له پاره یی مختلف نوماندان رامنځته کړل او د دولتی امکاناتو څخه په کار اخیستلو سره یی نوموړو نوماندانو ته کیمپاینونه وکړل. خو خلک په دی فکر کی و ، چی د اولسمشری کوم نوماند تر ټولو مناسب دی همدا ټکی و ، چی اشرف غنی وکولی شول زیات ملاتړ تر لاسه کړي.
د ټولټاکنو په مهال د اشرف غنی مرستیالان د خلکو د پاره د منلو وړ نه و ، دا ځکه چی ددوی په وړاندی یو شمیر تورونه دخلکو په ذهنیتونو کی موجود و . مګر بیا هم خلک دی ته تیار شول چی د اشرف غنی د ټیم څخه ملاتړ وکړي.
د اشرف غنی د کیمپاین ټیم اکثریت پخوانی په اداری فساد ککړ کسان و ، په دی موخه دده سره یو ځای شوی و چی که چیری نوموړی زیاتی رایی وګټلی دوی به په واک کی شریکان وي او هم به خپلو لوټماریو ته دوام ورکړی.
دا پورتنی کسان په ښکاره د اشرف غنی ملاتړي و ، مګر په ماهیت کی یی هڅه کوله چی د نوموړی مخالفین زیاتی رایی تر لاسه کړي . د اشرف غنی مرستیالانو او د کیمپاین ټیم د نوموړی د پاره کومی رایی نه دی خپلی کړی بلکی اشرف غنی ته یوازی خلکو په خود بخودی توګه رایی ورکړې تر څو د هغه د مخالف نوماندانو بری یی په خپل زیان باله.
د اشرف غنی تر ټولو لویه تیروتنه دا وه چی هغه هیڅکله دا درک نه کړل چی واقعا څوک د بدلون غوښتونکی دی او څوک غواړی چی نوموړی په هیواد کی د بدلون له پاره د اولسمشری څوکی ته ورسوي.
د اشرف غنی رښتینی پلویان، نه په ارګ کی اوس شته دی او نه په دولت کی . او نه د اشرف غنی څخه د کوم امتیاز غوښتونکی دي. اشرف غنی واک ته په رسیدو سره ټول امکانات او امتیازات فاسدو ، غوړه مالو او د ( حاکم اپوزیسیون ) پټو غړو په واک کی ورکړ. چی په دی ډول د غوړه مالو او فاسدو کړیو په منځ کی راګیر شو.
باید ووایو چی په خپله اشرف غنی ارګ ته د ننوتلو وروسته نوموړی خبره وکړه. باید په زغرده ووایو چی د اشرف غنی اوسنی ټیم په اداری فساد ککړ ټیم دی چی تر ډیره بریده نوموی ته هم ژمن ټیم نه دی.
اوس اشرف غنی د ( حاکم اپوزیسیون ) او د غوړه مالو فاسدو کړیو په وړاندی یوازی دی او دا ډیره ستونزمنه به وي چی نوموړی په یوازی توګه دا فاسدی غوړه مالی کړۍ ماتی او ( حاکم اپوزیسیون ) په ګونډو کړي.
خو اوس هم وخت شته دی نوموړی واقعا که چیری غواړی د اوسنی بحران څخه افغانستان وباسی باید لاندی ټکی تر سره کړي :
1. ټول هغه غوړه مال ،فاسد او مشکوک کسان چی دده شاوخوا راټول شوی د ارګ څخه وباسی او په ځای یی وطن ته رښتینی وطندوست کسان وګوماری . تر څو وکولی شی په ډاډه زړه په خپل وخت د وطن د ابادی پلانونه عملی کړي .؛
2. د خپلو موخو د عملی کولو د پاره یوه پراخه سیاسی ملی جبهه رامنځته کړی او په دی جبهه کی وطندوست ملی قوتونه سره تنظیم کړی تر څو په اولس باندی په ډډه لګولو سره وکولی شی خپل انکشافی پلانونه عملی کړي.
3. په ټولو دولتی مقرریو باندی د سره کتنه وکړي هغه فاسد کسان چی دده تر نوم او چتر لاندی په مختلفو ادارو لکه کار او ټولنیزو چارو ، کرنی ، عامی روغتیا او د کلیو پراختیا وزارتونو او نورو کی ځای په ځای شوی دی وشړي.
4. یو کوچنی ، فعال او نوښتګر د سلاکارانو ټیم رامنځته کړی تر څو دوی وکولی شی د دولت ټولی چاری وڅاری او د ستونزو د اوارولو د پاره لازمی لاری او چاری پیدا کړي.
5. د اساسی قانون او نورو نافذه قوانینو تطبیق د هیواد په ټولو اتباعو باندی عملی کړی او ددی څخه هیڅوک مستثنی نه کړي.
6. په مقرریو کی د اغیزمنتوب ، زده کړه ، تجربه ، استعداد او وطندوستی په نظر کی ونیول شی میراثی څوکی او دولتی امتیازات باید له منځه ولاړ شی.
7. وسله باید یوازی او یوازی د امنیتی او دفاعی ځواکونو په لاس کی وي. د سیمه ایزو پولیسو او اربکیانو په نوم تشکیلونه چی په هیواد کی یی ستری ستونزی رامنځته کړی دی لغوه کړی دا ځکه چی همدا تشکیلونه د قومی دښمنیو سبب شوی او هم ( حاکم اپوزیسیون ) په دولت او خلکو باندی د هغوی څخه د فشار د الی په توګه کار اخلی.
8. ټول امنیتی او دفاعی قوتونه باید غیر سیاسی شی او ټول هغه کسان چی د سیاسی – قومی – مذهبی تنظیمونو غړی دی باید د دی قوتونو د لیکو څخه وایستل شی.
9. د عامه اړیکو او رسنیو یو ځواکمن دفتر رامنځته شی چی وکولی شی د اولسمشر او د خلکو تر منځ اړیکی ټینګی او په اولسمشر باندی د خلکو باور بیرته په ځای کړل شی.
د موجوده بحران څخه د وتلو د پاره ډیره اړینه ده چی یو کاری ، وطندوست ، پوه او نه ستړی کیدونکی ټیم د اشرف غنی له خوا رامنځته شی .ددی بحران څخه وتل د غوړه مالو او فاسدو چارواکو په مقررولو سره ناممکن دی ، بلکه دا کسان موجو ده بحران نور هم ژوروي.
دا چی ددی بحران څخه د وتلو د پاره اشرف غنی کوم ډول ستراتیژی لری موږ معلومات نه لرو ، د دی بحران وتل د یوې اغیزمنی ستراتیژی د عملی کولو پرته ناممکن دي.
لوی هدف : د موجوده اقتصادی – سیاسی – امنیتی – ټولنیز بحران د له منځه وړل.
ددی هدفونو د عملی کولو د پاره دا لاندی موخې مشخص کیږی.
1. د ملی مترقی قوتونو تر منځ د یووالی را منځته کول او هغوی دی ته اړ کول چی د موجوده بحران په وړاندی خپل مسوولیتونه ادا کړي.
2. په ټولنه او نړیواله سویه د ( حاکم اپوزیسیون ) ګوښه کول
3. په ټول هیواد کی د متناسبو انکشافی پروګرامونو عملی کول
4. د غیر سیاسی ملی امنیتی دفاعی قوتونو تنظیم او تقویه
5. خصوصی تولیدی سکتور ته د پانګی اچولو زمینی برابرول
6. ټولی هغه سیاسی – پوځی ډلی چی د قومیت ، ژبی ، سیمی او سمت په نوم جوړ شوی وي منحل کول
7. د ایران او پاکستان په وړاندی د فعال د فاعی سیاست مخته بیول.
8. په نړیوال سیاست کی د دوستو هیوادونو د مرستو جلبول
او داسی نور
ددی موخو د عملی کولو د پاره تر ټولو مهمه ده چی:
• د کابل اداره د فساد ، قومی تعصب او میراثی توب څخه پاکه کړل شی .
• ټول جنایتکاران او په اداری فساد ککړ کسان محکمی ته وروپیژندل شی
• ټولی سیاسی - پوځی ډلی چی په جنګی او بشری ضد جرمونو باندی تورنی دی منحل او د دوی شتمنی مصادره کړي
• په ټول هیواد کی سراسری احتساب تر سره کړي او هغه شتمنی چی د فساد او لوټماری له راټولی شوی وی بیرته بیت المال ته وسپاری.
• په هیواد کی د ودانولو پراخ غورځنګ رامنځته کړل شی
• یو مرکزی ځواکمن دولت را منځته کړل شی
• د سیمی او نړۍ په تناسب یو ځواکمن پوځ را منځته کړل شی
• د هیواد څخه د فعاله دفاع ستراتیژی رامنځته کړل شی
• اساسی قانون او د هیواد نور نافذه قوانین د هیواد په ټولو خلکو تطبیق کړل شی.
د پورتنیو موخو د پاره اړینه ده چی :
1. د افغانستان د خلکو پراخ ملاتړ تر لاسه کړل شی
2. د اقتصادی ودی د پاره اغیزمن پلانونه عملی کړل شی
3. دموکراسی په رښتینی توګه رامنځته کړل شی
4. د قانون حاکمیت را منځته کړل شی
5. ښه حکومتوالی رامنځته کړل شی.
6. د فاسدو او جنایتکارو چارواکو په ځای باید وړ او وطندوست کسان وګومارل شی.
7. د نړیوالو چارو په ادارو کی وطندوسته خدمتګار او پوه ډیپلوماتان ځای په ځای کړل شی.
دا ښکاره ده چی په عمومی ډول سره دا ډول بحرانونه محدود وخت نیسی خو یو هوښیار او قاطع مشرتوب چی د خلکو ملاتړ ورسره اړین دی. امیر عبد الرحمن خان په ډیر لږ وخت کی وکړای شول چی په ټول هیواد کی ملوک طوایفی رژیم له منځه یوسی او یو مرکزی ځواکمن نظام را منځته کړي.
په دی ډول محمد نادر شاه هم د ځینو قاطع پلانونو په تطبیق کی موجوده بحران څخه د هیواد د راوتلو ته زمینه برابره کړي. په هغه وخت کی د هیواد اقتصادی ، سیاسی او امنیتی شرایط اوسنیو حالاتو ته ورته و. خو هغه د خلکو د ملاتړ په تر لاسه کولو سره په ستونزو باندی د بری لاره خپله کړه.
په دی کی شک نه شته چی د موجوده بحران د ختمولو د پاره اشرف غنی د ځانه سره پلانونه لری خو نوموړی باید خپل پلانونه د خلکو سره شریک کړی تر څو خلک د نوموړی څخه ملاتړ وکړي.
باید وویل شی که څه هم اشرف غنی یو شمیر نیمګړتیاوی لری چی دا نیمګړتیاوی جدی دی او هغه هم باید په خپل وخت سمی کړل شی لکه فاسدو کسانو په دندو ګومارل او زورواکانو ته د یو شمیر ا متیازاتو ورکول او نور ،
په اوسنی مهال کی د اشرف غنی په ځای د هیواد په سیاسی ډګر کی کوم بدیل نه شته . په اوسنی مهال کی هغه اشخاص او افراد چی په سیاسی ډګر کی فعال دی زیاتره یی په جرمونو ، جنایتونو او لوټماریو باندی تورن دی دا کسان د خلکو په منځ کی ځای نه لری . همدا په سیاست کی فعال کسان زیاتره د ( حاکم اپوزیسیون) غړي او یا پلویان دی.
د موجوده بحران څخه د وتلو له پاره اړینه ده چی :
1. اشرف غنی په فاسدو ، لوټمارو او لوټمارو کسانو او کړیو باندی ډډه ونه لګوي .
2. اشرف غنی باید په ملی وطندوستو او وړ کسانو باندی باور وکړي
3. اشرف غنی باید اولس ته مخه کړی او د هغوی ملاتړ تر لاسه کړي دا ځکه چی یوازی دا اولس دی چی کولی شی موجوده بحران ته د پای ټکی کیږدی.
د خلکو د پاره هغه څوک د باور وړ دی چی ددوی د ګټو د ارمانونو د پاره کار وکړي او په دی لاره کی صادق واوسی . خلک سترګی او غوږونه لری او هم کولی شی ښه مشر د نا سم مشر او یا چارواکی سره توپیر کړی. که چیری اشرف غنی وکولی شی د خلکو ملاتړ تر لاسه کړی په هغه صورت کی ( حاکم اپوزیسیون ) د ماتی سره مخامخ کیږی.
او که هغه د پخوانی اولسمشر حامد کرزی په پلونو باندی د تیرو دوو کلونو په شان ګام کیږدی یعنی ، جنګ سالارانو او لوټمارانو د خوشالی د پاره ملت ته شا کړی او ټول امکانات ددی یو څو لوټمارو کسانو په واک کی ورکول په هغه صورت کی اولس نوموړی ته شا کوي او هیواد د لویو بدمرغیو سره مخامخ کیږی.
د اوسنی بحران څخه د نجات کیلي د افغانستان د خلکو په لاس کی ده او اشرف غنی باید ددی کیلی د تر لاسه کولو د پاره د خلکو ملاتړ خپل کړي.
اوس په افغان اولسمشر پوری تړلی ده چی د پخوا په شان په اداری فساد ککړو او غوړه مال کړیو او اشخاصو ډډه لګوی او که د افغانستان خلکو ته مراجعه کوی او په هغه اشخاصو ډډه لګوی چی د وطن او خلکو د خدمت له پاره یی شپه او ورځ په ځانو یو کړي ده. چی لومړی غوراوی یی د افغانستان د تباهی سبب کیږی او دوهم غوراوی د اوسنی بحران څخه د وتلو او د افغانستان د نجات سبب کیږی.