د پکيتا و ادبي ټولنې د اونيزې غونډې راپور

د پکتيا د ابي ټولنې اونيزه  غونډه   د روان کال د سلواغې د مياشتې په ٢٥ نيټه  د نوموړې ټولنې په دفتر کې تر سره شوه  ، په نوموړې غونډه کې د پکتيا  ادبي ټولنې د غړو تر څنګ په پکتيا کې د نورو ادبي او فرهنګي ټولنو غړو هم  برخه درلوده  ،  غونډه د محمد رفيق ميران له خوا د قران عظيم الشان د څو اياتو نو په لوستو سره پيل شوه  ورپسې د پکتيا د ادبي ټولنې د مشر خوږمن ځاځي له خوا د نوموړې غونډې مشر سيد حمال اصيف خيل او مشر ميلمه استاد ګل کريم سحر په ګوته شول ، او د غونډې د  دريځ چارې د سناتور جواد په غاړه وې ،   امان الله منګل د تيرې غونډې د رپورټ د لوستلو له پاره دريځ ته راوغوښتل شو د  نوموړې د رپورټ د لوستلو نه ورسته د غونډې برخوالو پر نوموړي رپورټ باندې خبرې وکړې او ځينې نيمګړتياوې يې ورته په ګوته کړې  خو په ټوليزه توګه ټولو برخوالو رپورټ وستايه  ،  په رپورب باندې د بحث نه ورسته د تيرې اونې د پريکړې سره سم د نياز الله اصيل لنډه کيسه ( حجره په وينو سره شوه ) کره کتنې ته وړاندې شوه  او نومړى د همدغې کيسې لوستو ته وبلل شو  او نياز الله اصيل خپله کيسه ولوسته د کيسې د لوستلو نه ورسته خوږمن ځاځى لومړى کس وو چې د نياز الله اصيل په لندۀ کيسه يې خپلې خبرې داسې پيل کړې ، کيسه ټولو واوريده زه فکر کوم چې ډيره ښکلې موضوع وه  روانه ليکل شوې وه او د نوموړې کيسې سوژه نوې وه  خو انديښمن ځاځي د خوږمن له دې خبرې سره موافقه نه درلوده چې د کيسې موضوع يا سوژه نوې ده ده ويل په  دې موضوع باندې نورې هم ډير کيسې ليکل شوي دي خو بايد ووايم چې ښکلې ليکل شوې وه  ورپسې د کيسې په جوړښت باندې وغږيد  په کيسه کې ځينو برخو ته يې ګوته ونيوله  ده ويل يو څوک چې به هوښه شي هغه د وخت درک نه شي کولاى نو دلته چې ويل شوي دې( پوره اتلس ساعته بې هوښه وم کله مې چې سترګې وغړولې نو په روغتون کې وم) زه د کيسې له دې برخې سره همغږۍ نه يم ليکوال کولاى شول د لوستونکو د تندې او همدا ډول د کيسه ليکنې د ميعار د ساتلو لپاره دا برخه ګونګه پريښودلى شوه  او همدا ډول يې په کيسه کې د تلوسې برخه کمزورې وګڼله  ده ويل په کيسه يا ناول کې تنده يا تلوسه ډير اړين ټکى دى  او په  کيسه کې بايد تلوسه په داسې ډول وساتل شي چې لوستونکى يا اوريدونکى تر پاره پورې له ځان سره يوسي  خو ددې کيسې تلوسه په روغتون کې کله چې کيسه نيمايي ته رسيدلې ده پاته رسيدلې  پاته  کيسه بې له دې چې کومه تلوسه ولري ليکل شوې ده ، د خبرو وار بيا هم  خوږمن ځاځي واخيست او د کيسې په عنوان يې خبرې وکړې  ده بيا د کيسې عنوان د تلوسې نه ډک باله او ويل يې همدا د کيسې پيغام هم دى  ، د خوږمن ځاځي د خبرو نه ورسته رنځور وپوښتل آيا په روغتون کې تلويزيون وي ؟ ما خو تر اوسه په روغتون کې تلويزيون نه دى ليدلى . چې د ځينو برخوالو له خوا يې خوا يې په ځواب کې وويل شول چې په ځينو روغتونونو کې ددې لپاره چې د مريضانو روحي حالت ښه وي تلويزيونونه وي
 اصيف خيل ويل د کيسې د لوستو په برخې کې بايد د لهجه پام کې ونيول شي يانې کله چې څوک کيسه لولي يا ليکي  نو بايد د ماشوم  يا د يوه کليوال او ياهم د يوه مريض خبرې کول په پام کې ونيول شي
د همدې سره انديښمن ځاځي د اصف خيل د موضوع د روښانولو لپاره وويل چې د اصيف خيل صيب مقصد د لهحې نه د کيسې تمثيلي برخه ده  يانې کله چې يو ليکوال کيسه ليکي نو بايد په خپله کيسه کې د راوي حالت خپل کړي که راوي يو بزګر دى نو د يوه بزګر په ژبه بايد خبرې وکړي او که راوي ډاکټر وي نو با د ډاکټر په ژبه خو که ليکوال خپله راوي وي نو بيا دې په خپله ژبه خبرې وشي  او په نوموړې کيسه کې تمثيلي برخه يو څه کم رنګه ښکاري  که څه هم چې ليکول خپله راوي دى خو په يو نيم ځاى کې چې د نورو کليوالو ډيالوګونه راوړل شوي دى په دې کې بايد دې ميعار ته پام نيول شوى واى
د انديښمن ځاځى د خبرو نه ورسته لټون وويل چې د کيسې تمثيلي برخه کمزورې ځکه نه ده چې کيسه يو تن ليکلې ده  خو انديښمن يې په ځواب کې دا ويل چې ټولې کيسې يو تن ليکي   او زه دا منم چې ليکوال راوي دى خو په کومو ځايونو کې چې د کليوالو ډيالوګونه راوړل شوي دي  بايد لوستونکى دا احساس کړي چې ليکوال يو څوک دى او دا کليوال سړى بل څوک  ، چې د غونډې برخوالو د انديښمن خبره تعيد کړه
 ددې لنډ بحث نه ورسته د خبرو وار پکتين واخيست او د کيسې په اړه يې وويل زما په نظر د کيسې موضوع او کرکټر ډير په زړه پورې وو او نومونه هم ډير ښه کارول شوي وو  له لوستو يا اوريدو نه يې داسې ښماري چې دا کيسه دې په ريښتا هم پيښه شوي وي او دا يې د ليکوال کمال وباله  او د انديښمن د خبرو په تعيد يې وويل چې په کيسه کې تلوسه ډير اړين ټکى دى او بايد په پام کې ونيول شي ، ورپسې يې د کيسې په پايله خبرې وکړې  او ويل يې د لنډې کيسې له نوم نه ښکاره ده چې چې لنډه ده نو بايد لنډه پايله هم ولري او له اصيل نه يې دا پوښتنه هم درلوده چې دوى ته دې د کيسې قهرمان روښانه کړي چې څوک دى ؟
شفا مشفيق ويل چې د کيسې تلوسه به هله زياته شي چې په کيسه کې د منفي رول درلودونکې کرکټر ترجمان بايد تر پايه مبهم پاته شي مګر په  اصيل ځاځي  ترجمان تر يوې وړې پيښې ورسته په ډاګه کړى دى
پکتين بيا د کيسې په انځور خبرې کولې او ويل يې په کيسه کې انځور ګري يا منظر کشي يوه د پام وړ موضوع ده او هر ليکوال بايد بايد دې اړينې موضوع ته پام وکړي
لټون بيا په کيسه د خبرو کولو سره جوړ نه وو او ويل يې کيسه ښکلې ده نو ځکه د نور بحث نه پرې ډډه وکړئ ځکه چې يو خو به د ځوانانو استعداد او حوصله ماته شي او بل وخت کم دى خو انديښمن ځاځى له دې خبرې سره موافقه نه درلوده او يل چې چې د کره کتنې موخه همدا ده چې يو څه مونږ زده کړو او يوه څه ځوانان زده  کړي او همدا ډول ليکوال ته هم خپلې نيمګړتيا وي هم اصلاح کړي 
د غونډې يو بل برخوال رحيم ګل وغادار بيا په دې خبره خبله انديښنه ښکاره کړه چې په نوموړې کره کتنه کې خو نيمګړتياوې په ګوته شوې خو د حل لارې چارې يې روښانه نه شوې
 او د همدې سره د کيسې ليکوال اصيل ځاځي ته وار ورکړل شو چې د خپلې کيسې او د غونډې د ګډونوالو د نيوکو او وړانديزونو په اړه خپل نظر او ځواب ووايي  نوموړي له ټلو ګډونوالو نه مننه وکړه او ويل يې هغه نيکړتياوې چې زما په کيسه ما ته راپه ګوته شوې زه به پوره کوښښ وکړم چې اصلاح يې کړم  او د ځينو نيګړتيا وو په اړه يې خپل ځونابونه هم وړاندې کړل  او د همدې سره د غونډې د کره کتنې برخه پاى ته ورسيده او وار مشاعرې ته ورکړل شو چې نوموړې مشاعره چې خوږمن ځاځي ، محمد رفيق ميران ، ايمل ،حيران ، فريد تسکين شفيق رنځور،  حفيظ الله مالګين ، يونس تنوير ، امان الله منګل ، نويد زيري او او ثمرالدين خيرخوا    د خپلو شعرونو په لوستلو ښکلې کړه  د غونډې په ورستۍ برخه کې  کې د غونډې مشر ميلمه استاد ګل کريم سحر ته وار ورکړل شو تر څو غونډه وارزوي نوموړي په پيل کې د په پکتيا کې  اونيزو غونډو پيليدلو باندې خپله خوشحالي ځرګنده کړه او ويې ويل  دا ډول غونډې بايد نورې هم پياوړې شي او د پکتيا ټول  فرهنګيان بايد پکښې برخه واخلي  او د هغو کسانو نه يې ډيره مننه وکړه چې په پيل کې يې د پکتيا ولايت د فرهنګيانو تر منځ د راپيدا شوې  فاصلې د لرې کولو لپاره ډيرې هلې ځلې کړي او په دوهم قدم کې يې  د داسې غونډو لپاره لاره هواره کړې ده او فرهنګيان يې هڅولي دي چې  د کره کتنې يا مشاعرې لپاره هره اونۍ د ورورۍ په فضا کې سره يو ځاى کيږي  ددې تر څنګ يې وړاندېز  درلود چې دا ډول غونډې دې د ځايي  ْږيزو او انځوريزو رسنيو نه خپرې شي تر څو نور هم ځوانان وهڅول شي  او  چې په دې برخه کې  کې د پکتيا د اطلاعاتو او کلتور ريس نه د برخوالو له خوا ژمنه هم ولاخيستل شوه چې په راتلونکو غونډو کې به هرو مرو دا اسانتياوې برابروي 
 د يادولو وړ ده چې په دې غونډه کې  د پکتيا ولايت   د بيلابيلو ادبي او فرهنګي ټولنو شاوخوا ٦٠ کسانو شاعرانو او ليکوالو برخه اخستې وه  او نوموړې غونډه  مازديګر مهال د ددې پريکړې سره چې په راتلونکې اونۍ کې به د محمد رفيق ميران  غزل کره کتنې ته وړاندې  کيږي  د دوعايې په لوستلو پاى ته ورسيده
 رپوټ : امان الله منګل