روغه جوړه په افغانانو كې دجګړو ،مخالفتونو او خوابديو دحل او دپخلاتوب مؤثره طريقه ده . كه دتاريخ پاڼې واړول شي ، ټولوته به ثابته شي چې زمونږ دتاريخ دبيلو بيلو پيښو دحل او دبيلو بيلو قومونو دخوابديو دله منځه وړلو او پخلاتوب اغيز ناكه طريقه روغه جوړه ده . چې داكار پخپله دهيواد او دهيواد دهمغې سيمې دخير انديشو مشرانو او پراخ نظره عالمانو پواسطه تكراريږي . دغې ملي – افغاني عنعنې زمونږ دپښتو اودري ژبې په ادبياتو كې پراخ انعكاس موندلى چې مونږ به يې په دې لنډه مقاله كې مثالونه وړاندې كړو:
بياكه نوبت صلح است ودوستى وعنايت بشرط انكه نګويم ازانچه رفته حكايت
خوشحال خان خټك وايي :
هوښيار هغه دى چې تخت جنګونه ترخيره راولي په فرهنګونه
نادان هغه دى چې په كاردصلحې ګډ كا دشر دفساد رنګونه
له اوږدو جنګونو ،بديو ، وژنو ، لوټماريو او سوځولو وروسته به اوس ټولو ته داحقيقت دلمر په شان روښانه شوى وى چې يوازې په خپل ګران هيواد افغانستان كې په يوالي اواتفاق سره كولى شو چې سرلوړى اودعزت ژوند وكړو .نو اوس ډير

ښه وخت رارسيدلى دى چې دروغې –جوړې له لارې سوله اوثبات منځ ته راواړو او په پوره اخلاص او ايماندارۍ سره زړې دښمنۍ پاى ته ورسو:
اګر پيل زورى وګر شير چنګ به نزديك من صلح بهتر كه جنګ
يادابل بيت :
مزن تاتواني در كارزار كه (الصلح خير ) آمد از كردګار
خوشال خان خټك وايي :
مردان نن جنګ كا آشتي صبا كا چې سره كښيني صلح وصفا كا
څويې ژړاوي هومره خنداوي څويې جفا وي هومره وفا كا
دروغې جوړې اوسولې تر منځ ډير مثالونه شته دي .زمونږ ټولنه چې يوه اسلامي ټولنه ده او داسلام دسپڅلي دين ترڅنګ يې دخپلو وياړلو دودونه ځيني ارزښتمن بابونه هم ساتلي دي ، تل په دې هڅه كې ده چې دخلكو او پرګنو ژوند په سوله كې پر مخ لاړ شي او دافغاني ټولنې ټول قومونه او قبايل يوازې هغه وخت دعزت لوړو پوړيو ته رسيدلى شي او دغه درپه دره ،اواره اوله غمونو ډك ژوند يې په نيكمرغه ژوند بدليدلى شي چې دزړه له كومى يوبل ته ورته غاړه وځي او په خپلو منځنونو كې دروغې جوړې لپاره زمينې برابرې كړي .مونږ ټول دهمدغې افغاني ټولنې غړي يو ،مونږ ټول په هغو كليو اوښارونو كې اوسيږو چې دنووروز ، كوچني اختر اولوى اختر په بختورو ورځو او دمبآرك ميلاد په نيكمرغه مهال خوابدي او مرور خلك ديو اوبل كورونو ته بيايي او دهغى په منځ كې روغه كوي . په دې لاندې بيتونو كې دارواښاد فخر رازي پيغام ولولى .
اګر دشمن زباد تو اى دوست تو مى بايد كه با دشمن بسازى
وګر نه چند روزى صبر ميكن نه او ماند، نه تو ،نى فخررازي
ننګيالي خوشحال خان هم په دې برخه كې له ځلا ډكې ملغلرې پاشلي دي:
جفا چې وينې له چا وفا كړه كه څوك ښكنځل وكا ورته دعا كړه
مه ادام زاد يې خوى دادم راوړه غمجن چې ووينى باندى ژړاكړه
دافغانې ټولنې يو بل ارزښتناك دوددونى كرل دي . كله چې په يوه سيمه كې ددو يا څو خواو ترمينځ خوابديو او جنګونو واټونه ايجاد كړي وي او پر ګنې دځانځانۍ او نفاق په اور كې سوځي نو كله دچا په مينځګړتوب او يادمختلفولوريو مشران پخپله دوضعې او حالت دحساسيت په درك كولو سره په خپلو كې دجرګې او مركې له لارې روغه جوړه كوي چې ددغې روغې جوړې په ترڅ كې ددوستۍ ونه كري . كله داسې هم كيږي چې په عادي حالاتو كې دټولنې مشران دخلكو ترمنځ ددوستۍ دمزي دمرغلينتوب او ټينګتيا په مقصد دخلكو دټوليدو په مركزونو كې ددوستۍ ونې كري .
درخت دوستي بنشان كه كام دل بيار ارد نهال دشمني بركن كه رنج بيشمار دارد
يا داچې:
نديدي يكى بازپيمانبشت بباغ بزرګى درختى بكشت
دغه حقيقت تاريخ هم ښكاره كوي چې دبابر لمسي همايون دجهان آرا په باغ كې دوه ونې كرلې وې چې ديوې نوم (تازګي)او دبلې نوم (سيورى بښونكى و) او دهمد غو ونو لاندې دمرمرو په ډبرو كې دهمايون ليك هم كيندل شوى و . چې اوس هغه له منځه تللى دى نو دسولې فضا هم ځكه له منځه تللې ده . مونږ دخپلې ليكنې دابرخه داروښاد خوشحال خان خټك په دې وينا پاى ته رسوو جې وايي.
راشه داښيګړه دونې كوره خپل ځان په لمر كا بل كا تر سيوره
په سنګ يې ووله ميوه درواچوي خصلت له ونې واخله اى زما وروره