اپوزیسیون او سياسي محورونه
د نیوکې قدرت که د اصلاح جرئت؟!
یو کس څو کاله د انځورګرۍ له ښوونکي سره زده کړې کولې، يوه ورځ يې ښوونکي ورته وویل:
نور ته خپله د ښوونکي درجې ته رسيدلي يې او داسې څه نه دي پاته چې تاسو ته مې نه وي در زده کړي

زده کوونکي ته فکر پیدا شو، ډېره ښکلې انځورګري يې وکړه، له لږ رنګ او څو قلمونه سره یې د سړک په سر کېښوده او په کاغذ یې ورسره ولیکل:
که کوم ځای کې مو تېروتنه ولېده نو د (X) په علامه یې نښه کړئ!
ماښام چې بیرته راوګرځېد، ګوري چې ټوله تابلو له ايکس نښې څخه ډکه ده ډېر خوابدی شو او بیرته خپل ښوونکي ته ورغی.
ښوونکي ورته وویل چې کولي شي بیرته همغه شان انځور راته وکاږي؟
زده کوونکي هم همداسې وکړل انځور چې تیار شو، ښوونکي په همغه ځای کې له څو قلمونو او رنګ سره يې کیښودل او په کاغذ يې ورسره ولیکل:
هر چېرته چې تېروتنه وینئ نو په دې رنګ او قلم یې اصلاح کړئ!
ماښام چې ورغلل ګوري چې هیچا تابلو ته لاس نه ور وړئ نو خپل زده کوونکي ته یې وويل:
ټول وګړي د نیوکې قدرت لري خو د اصلاح جرئت نه!
که د دې کیسه ګۍ مفهوم ته ځير شو او د نني افغانستان له وضعې او د چارواکو سره مقایسه شي، دا به په ډاګه شي چې دلته هم که دولتي چارواکی، محصل، د پوهنتون استاد او یا د سیاسي چارو شننونکي دي څلوروېشت ساعته د حکومت په ضد په منفي تبلیغاتو او مخالفت لګیاه دي.
له بده مرغه چې دا ستونزه اوس له بیسواد او ماشیني چارواکو څخه ډېره زموږ په اکاډمیګو او د پوهنتون استادانو او نور اهل خبره په خبرو او اعمالو کې لیدل کیږي.
مثلا فیض ځلاند د پوهنتون د استاد په توګه په ټلویزیون او فیسبوک داسې ماشومانه خبرې او افکار بیانوي چې په نیغه د ولسمشر سپکاوی پکې کیږي یا ډاران ورته وایې، یا یهود او یا غلام، که کوم ماشوم هم د ځلاند صیب دا پوستونه او بحثونه وویني یې نو دا به ووايې چې افسوس ستاسو په شخصیت او پوهه!
دا به ومنو چې د حکومت په دریو (مقننه، اجرائیه او قضايه) قوه کې ستونزې شته خو دا په دې مانا نده چې هر څوک دې راپورته شي شخصي ګټې دې په ملي لوړې وګڼي، د قدرت، ډالرو او چوکۍ له پاره دې يا محورونه جوړوي يا اپوزیسیونونه او يا نورې ډلې ټپلې، باید د مخالفت په ځای له چارواکو سره مرسته وشي تر څو د پاک نظام او ښې حکومتي دستګاه خاوندان شوو.
شمالي ټولواله ترکیه کې ډلې جوړوي، سیاف یې پغمان کې جوړوي حکمتیار يې دارالامان کې جوړوي او لنډه دا چې نن افغانستان دې حالت ته رسیدلی چې دا خبر او محور جوړول د رحمت الله نبیل تر کور ‎پورې ورسېدل، ښاغلي نبیل ته لومړی ډېرو خلکو درناوی درلود او ځینو خو د ملي مشر او راتلونکي ولسمشر لقبونه ورکول خو دا چې نن ورځ د کرزي صاحب له ټیم سره د موجوده نظام خلاف تګلارې او محورونه جوړوي، د اشرف غني د ښه او بد کار غندنه کیږي، نو د افسوس خبر ده، که په نبیل رښتیا هم خپل وطن دومره ګران وي او دومره د فساد دی - فساد دی چیغې وهي نو د دې پوښتونو ځواب دې راکړي:
1- آیا د کرزي صاحب په حکومت کې چې ته یې له لومړۍ ورځې څخه تر وروستۍ پورې کارمند وي رشوت، غلا، قتل، بي عدالتي نه وه؟
2- د ټول افغانستان د اتباعو حقوق او واک مو یوازې يوې ولسوالۍ ته نه و سپارلئ؟
3- آیا تاسو د دې صلاحیت درلود چې له خپل دفتر څخه د مسعود انځور وباسئ او يا د کوم پښتون مشر انځور بند کړئ؟
4- آیا تاسو چې دې حکومت ته غیر قانوني او د جانکیري حکومت وایاست نو دا بیا شرم نه و چې په همدې حکومت کې مو د امنیت رياست مشري ومنله؟
5- آیا کله چې د نړۍ د استخباراتي مشرانو په شان مهم کسان له دندو څخه ګوښه کیږي ستاسو په شان د وطن ټول رازونه په فیسبوک او رسنیو خپروي او خپله لمن په سر اروړي؟
6- آیا دا حکومت او چوکي به تر مرګ پورې له یو کس سره وي او که لیري شو نو بیا دې محورونه جوړوي؟
لنډه دا چې نه تاسو داسې د وطن په مینه سوځېدلي پتنګان یاست نه مو دا در ټول کسان، نن چې د اشرف غني خلاف محورونه او ډلې جوړیږي دا ټول هغه کسان دي چې پرونۍ حکومت او نورو هېوادونو باجونه ورکول، رشوت يې خوړولو، غلا یې کوله او له هر لارې یې اکوونت ته پیسې روانې وي او نن پرې بندې شوي.
د دې کاواکه حکومت پښو ته تر ټولو ډېر پښتونو تبرونه نیولي، وار یې هم مستقیم په حکومت کې په ولسمشر، اتمر او نورو پښتنو دی، دې بلې خوا ته له ډاره کتلی هم نشي، خو اشرف غني نن د همغه غلو سره لاس او ګریوان دی چې تر پرون یې تاسو له ویریري د خپل دفتر له دیوال څخه د يو قومندان انځور نشوئ ښکته کولئ.
افغانستان کې له ماشوم څخه نیولي بیا ستاسو په څېر تر سیاسي څېرو پورې ټول یوازې نیوکې کوي خو که د اصلاح او بدیل پوښتنه ترې وکړي او په کومه مسله کې د حل مشوره ترې وغواړي بیا یې مړې سترګې نیولي وي.
محورونه جوړولو د هر چا خپل کار دی دا زر ډلې چې جوړوې شوې دا ستاسو یې هم يو زر او يو خو اوس ملت دومره وېده ندی چې ستاسو هر ډول ته وګډيږي الحمد الله ښه او بد پیژني، د خاین او پاک انسان توپیر کولی شي، که غواړئ د وطن د ريښتني بچي په حیث خپلو خلکو ته خدمت وکړئ نو له موجوده نظام سره د فساد، لنډغرو، زور ویونکو او نورو په خلاف مرسته وکړئ ځکه تجربې او تاریخ دا ثابته کړې چې له بې نظامۍ څخه خراب نظام هم ښه دی
نو د دې په ځای چې نظام ته پرځولو ګوتڅنډنه وشي بهتره دا ده چې له نظام سره کار وشي