فلسفي مقولې

د علمي جهانبينۍ په رڼا كې

خپلواكي او اړتيا

محمد صديق روهي

له ډېرو لرغونو زمانو څخه پوهانواو حكيمانو ددې موضوع په اړه د (جبر او اختيار) تر سرليك لاندې تاوده او ژور بحثونه كړي د. دا چې لاتر اوسه پورې دغه زړه موضوع تازه پاتې شوې ده، دوه عمده لاملونه لري: لومړې دا چې د جبر او خپلواكۍ موضوع په يو زيات شمېر ټولنيزو، ساسي، او اخلاقي مسايلو كې حياتي او پوهنيز اهيميت لري. ترڅو پېو چې يو شخص په دې برخه كې مشخصه موضعګيري ونه كړي، نه شسي كوې د ژوند په ډېرو اساسي پرابلمونو كې سېستماتيك، اصلوي، او لارښوونې نقش په غاړه واخلي . دوهم دا چې د جبر او اختيا موضوع د بشري تفكر د انكشاف په مسير كې هميشه په نوې څېره او نې ګاڼه كې راښكاره شوې ده. او د فلسفې د مينانو زونو ته يې ځانته راښكلې دي. له همدې امله د خپلواكۍ او اړتيا پر موضوع باندې په علمي او نظري دواړو ساحو كې دروند لنګر اچول شوې دى. د نن ورځې بورژوا اېډيالوجستتان چې د (خپلواكې نړۍ) تر سرليك لاندې يې د (خپلواكۍ) نغمې غږوي او د (ډېموكراسۍ) ترانې وايي، په حقيقت كې هلې ځلې كوي چې په ساحرانه الفاظو باندې د لوبو كولو له لاې د زيار ايستونكو ذهنيتونه تخدير كړي، او د خلكو اذهان له رېښتونې خپلواكۍ بلې خوا ته واړوي.

تاريخي پس منظر

د جبر او اختيار په اړه د فېلسوفانو، ديني عالمانو، او ساېنسپوهانو لخوا ډېر زيات بحثونه شوي چې د هغو تفصيل په دې ځاى كې نه مقدور دى، نه مطلوب. ددې ليكنې موخه دا نه ده چې په سكولاستيك مناظرو دا دى، چې د يو عبوري او پېلوټي الوتنې په ترڅ كې د بحث عمده سيمې تشخيص او تصنيف كړو.

په عمومي ډول، د جبر او اختيار په اړه درې ډوله نظريې موجودې دي:

===ځينې فېلسوفان او دينپوهان وايي چې انسان مجبور دى، اختيار نه لري ===

===بله ډله وايي چې انسان د ارادې ارادي خاوند او مختار دى===

===درېيمه ډله پدې ګروهه دي، چې انسان نه مطلق اړ (مجبور) او نه مطلق خپلواك (مختار) دى===

پخوا له دې چې په دې برخه كې د فېلسوفانو نظريې وړاندې كړو، د جبر او اختيار مسئله به د اسلامي پوهانو له نظره وڅېړو ځكه چې د اسلام متبحرو پوهانو او متكلمينو په دې اړه ژورې او پخې نظريې وړاندې كړې دي. لكه څمنګه چې پوهېږو اسلامي پوهانو د جبر او اختيار په اړه يو شان موقف نه دى غوره كړې. د عباسي خلفاؤ په پير كې چې د تورې په زور فتوحات درېيو لويو وچو ته رسېدلي ول، د ذهني او فكري فتوحاتو پير پيل شو. د نقلي علومو ترڅنګ د عقلي علومو د پراختيا لپاره هم زمينه برابره شوه. په دې ترڅ كې چې د اسلام سپېڅلي دين د اصولو او فروعو د رڼا كولو او په عقلي دلايلو د هغو د ښكلا زياتولو لپاره هلې ځلې روانې وې، د جبر او اختيار موضوع د يوې حادې او مبرمې مسئلې په توګه سر راپورته كړ. دا بايد وويل شي چې د جبر يا اختيار د پلويانو هرې ډلې د خپلې مدعا د زبات لپاره په قرآن كريم استناد كاوه. هغه كسان چې د انسان په اختيار باندې ګروهمن ول (قدري) بلل كېدل، او بالعكس هغه كسان چې په جبر باندې ګروهمن ول، او انسان يې مجبور ګڼلو په (جبري) باندې مشهور ول. د جبر پلويانو به ويل چې په قرآن مجيد كې ډېر داسې ايتونه شته چې وايي په نړۍ كې داسې حادثه نه پېښېږي، چې د ځښتن تعالى اداره دې پكې شامله نه وي. څرنګه چې هره پېښه د څښتن تعالى په اراده مېنځته راځئ او له وپېښېدو (وقوع) څخه مخكې مضبوطه او مقدره شوې ده، له دې امله د انسان د اختيار او ارادې مسئله نه شي مطرح كېداى. انسان يې د ځښتن له حكم او ارادې څخه هېڅ كار نشي كولې لكه په دې سپېڅلي ايت كې چې راغلي دي:

(و ما رميت اذ رميت ولكن الله رمى)

ژباړه: تا غشې ونه ويش كله چې تا غشې وويشت بلكه څښتن تعالى هغه غشې وويشت.

له دې ايت څخه څرګندېږي چې حتى انسان د غشي ويشتلو اختيار هم نه لري. دا سپېڅلې ايت هغه وخت نازل شو چې مسلمانانو د بدر په غزا كې څرګند برې وګاټه، نو ددې لپاره چې مسلمانان ددغې فتحې څخه مغرور نشي پورتنې سپېڅلې ايت نازل شو او دا يې وښ،دله چې د مسلمانانو نصرت او ظفر د ځښتن تعالى له خوا ؤ. همدارنګه په دغه بل ايت كې جبر ته صريحه (ښكاره) اشاره شته:

(ما اصاب من مصيبت في الارض ولا في انفسكم الا في كتاب من قبل ان نبراءها. ان ذلك على الله يسير.)

ژباړه: په زمكه يا ستاسو په نفسونو كې هېڅ كوم مصيبت تاسو ته نه در رسېږي، مګر دا چې پخوا لدې چې ښكاره يې كړو، هغه په كتآب كې ثبت شوي دي او دا كار د څښتن تعالى لپاره اسان دى.

په بل ايت كې راغلي دي:

(فيضل الله من يشا و يهدي من يشاء)

چې ژباړه يې داسې ده: كه څښتن تعالى وغواړي څوك بېلارې (ګمراه) كړي، بېلارې كوي يې، او كه وغواړي د نېكې لارې لارښوونه ورته كوي.) په همدې ترتيب نور ايتونه شته چې په هغو كې د جبر مفهوم نغښتل شوې دى.

له بلې خوا قدريان د خپلې ادعا د اثبات لپاره د قرآن كريم په دغو ايتونو باندې استناد كوي: (ان الله لا يغير ما بقوم حتى يغيرو ما بانفسهم.)

چې ژباړه يې دا ده: څښتن تعالى د خلكو وضع نه بدلوي مګر دا چې پخپله هغوي خپل حالت ته تغيير(بدلون) وركړي.)

يا دغه سپېڅلې ايت:

(و ما كان الله يظلمهم ولكن كانوا انفسهم يظلمون)

ژباړه: دا ځښتن تعالى نه دى چې په هغوي ظلم كوي، بلكه دا دوي دي چې په خپل ځان ستم كوي.

د هجرت په دويمو پېړيو كې د جبر او تفويض په اړه متكلمينو ډېر بحثونه وكړل. د اختيار د پلويانو يوه مشهوره ډله د معتزله په نوم يادېږي چې ددې ډلې (فرقې) بنسټ اېښودونكې واصل د عطا زوى ؤ. معتزله په دې ګروهه وه چې انسان په خپلو كړو وړو كې خپلواك او د خپلو اعمالو مسؤل دى. كه داسې وګڼو چې انسان ټول عملونه د څښتن تعالى په ارادې پورې تړلي دي، او د انسان اراده په هغو كې هېڅ ډول اغيز نلري. نو په دې صورت كې به څښتن تعالى د خپل مخلوق د لارښوونې لپاره پېغمبران نه رالېږل، او د ير او شر، مكافات او مجازاتكلمو به هېڅ مانا او مفهوم نه درلودل.

څرنګه چې معتزله ډلې د نصوصو پر ځاى په عقلي دلايلو او منطق زياته اتكا كوله نو اكثرو ديني علماؤ د دوي نظيو ته په ښه سترګه نه كتل او د دوي افكار يې بېلارې كوونكې بلل. د متكلمينو له ډلې څخه ابو الحسن اشعري (۳۳۴-۲۳۰هـ س) د معتزله ډلې په خلاف راپاڅېد او د هغوي نظريې يې باطلې كړې.

د اشعري لارويان اشاعره بلل كېږي.اشاعره وايي چې كه چېرې انسان په خپلو كړو وړو كې خپلواك وګڼو، ددې خبرې مانا به دا وي چې ګويا قضا او قدر، لوح محفوظ، د څښتن تعالى مطلق قدرت او مخكينې علم يواځې مهمل الفاظ دي (نعوذ بالله). نو ځكه بايد ووايو چې انسان خپلواك (مختار) فاعل نه دى، بلكه موجب فاعل دى. څښتن تعالى د فعل پنځوونكې (خالق) او انسان د فعل كاسب دى.

په اسلامي پوهانو كې يوه بله ډله منځته راغله چې منځنۍ لار يې غوره كړه، او داسې يې وويل (لا جبر لا تفويض ولكن امر بين الامرين). امام غزالي ددې جملې اشخاصو څخه دى، چې منځنۍ لار يې نيولې ده. (۱) غزالي په جبريونو او قدريونو دواړو باندې انتقادو وكړ او ويې ويل چې جبريون انسان د غير ذيروح مقام ته ټيټوي، او د فزيكي حركت او ارادي حركت ترمنځ توپير نشي كولې. له انسان څخه د اختيار سلبلو دا مانا لري چې ګويا هغه هېڅ ډول شرعي مكلفيت ا ومسؤليت هم نه لري. له بلې خوا د اختيار پلويان چې انسان د فعل فاعل بولي په حقيقت كې د څښتن تعالى له قدرت څخه انكار كوي او په اختراع او خلقت كې بندګان له څښتن تعالى سره شريكوي. له همدې امله، دې دواړه نظريې ردوي او پر ځاى يې د (امر بين الامرين) نظريه وړاندې كوي.


(۱)- پوهاند ډاكټر بهاء الدين مجروح، د جبر او اختيار ديالكتيك، د ادبياتو او بشري علومو پوهنځې: كابل پوهنتون، دويم چاپ ۱۳۵۳، مخ ۱۳.