د قضا او قدر په بحث كې مو دا څبره وڅېړله چې نظم:

الف: يو ارزښت دى.

ب: يو ځواكمن، واكمن او حاكم ارزښت دى.

ج: دومره ځواكمن او حاكم دى، چې په طبيعت (Nature) يا د شيانو په خټه كې اخښل (اخكل) شوى.

د: او چې ځوغامن هم دى او حالكم او واكمن هم دى، نو د نظم قدر د كاېناتو اوپينۍ تقدير د نظم په كايناتو كې د ژوندو او نه ژوندو، دواړو ډولولو پېښو او موجوداتو (شتو) بخت دى. له نظمه پرته بله اوډنه او order نشته. حتى بې نظمي هم يو پېچلې او كړكېچن نظم دى چې لاتراوسه  يې موږ په اره او توره (قوانينو) نه يوو پوهـ شوي.

هـ: نظم خپل خويونه او Characteristics لري، او هغه دا چې:

۱- نظم بيا كړنه او تكرار زغمي.

۲- نظم په خپله يا په Automatic ډول منځته نشي راتلې. نظم به راوستل كېږي. بېرته نظم زېږي او پنځېږي او دا زېږد او پنځ به داسې څه كوي چې په نظم پوهه وي بېرته نظم د پوهې زېږنده دي.

۳- او نظم بې لګښته نه دى، په نظم باندې له پلان او كرښيزې او فكره واخله تروخته پورې هرڅه لګېږي.

۴- او چې كله د نظم لپاره دومره لګښت كېږي او دا لګښت پوهه او د پوهې لاس كوي نوبيا نظم د يوې موخې لپاره كېږي.

۵- او دا موخه د چارو او شيانو (ژوندو يا نه ژوندو شيانو) بوتلل دي. له يوه پړاوه تر وړانديني پړاوه پورې.

۶- او شيان هله له يوه پړاوه بل پړاو ته وړاندې تللې شي چې شته پاو پوره وپلټي او يا په شته پړاو كې ځانونه په هر څه پوره ستړي ړي، يا د چا خبره ېچ په شته پړاو ښې شندې وكړي او كه په انګرېزۍ كې يې درته ووايم نو چې شته پړاو ښه پوره ستړې او Exhaust كړي.

۷- او شته پړاو بشپړه پلټنه هله كېږي كله چې په شته پړاو كې پوت څيز يا شته پړاو ته ورسېدلې لاروى په شته پړاو كې پوره وغوړېږي (او دا خبره به هم نه هېروو چې كله زه د پړاو په هكله څه وايم نو دا د ودنۍ يا ودې او ارتقا پړاو يادوم).

.................

 

....... نور بيا