کړۍ کړۍ
لوګی او ستا دزلفو تاوراتاو
دشیشې غاړه
کې قل قل او ستا دسترګو ځمبل
څرخ راڅرخ
پر پیاله بله لمبه
ګرده راګرده
ستادشنې لمنې ښکلې جلوه
زما یې مستۍ
سره څه ؟
زه خویوازې
له دې ټولو څخه
ستا دتخیل لپاره رنګ اخلم
زه ستا تصویر هره شپه داسې پر خپل ذهن کاږم .
۱۳۹۲ ثور ۳۰