له تیرو څلورو لسیزو څخه چې کله هم د امریکا نوی ولسمشر سپيني ماڼۍ ته ننوتی لومړۍ وینا یې د ایران په خلاف وي، تر ټولو لومړی ولس ته خپلې وینا کې ایران ته ګوت څنډنه کوي او د وینا په منځ کې وار وار تکراره وي، امریکا به هيڅکله ایران پرینږدي ترڅو ددغه هیواد ګټي تهدید کړي.

بیا چې کله دامریکا نوی ټاکل شوی ولسمشر د ولسمشریزي دورې سل کاري ورځي پیل کوي دلته یې بیا د خپل کاري لیست په سرکي د ایران نوم لیکلی وي، چې امریکا به په سیمه کي د ایران دنفوذ مخه نیسي، ایران د اتومي وسلو د ترلاسه کولو کوښښ کوي، ایران دسیمي د پرمختګ او امنیت لپاره ستر ګواښ دئ، امریکا بي پري نشي پاته کیدی اړده چې سیمه کې د ایران د شیطانت په مقابل کې ټولو اختیاراتو (اپشنونو) څخه کار واخلي.

په تیرو څلورو لسیزو کې چې د امریکا ولسمشرانو کوم فورم باندي خبري کړي یا کوم هیواد دسفر پرمهال یې وینا کړې ترټولو لومړی یې سیمه کې د ایران تهدید او ګواښ ته اشاره کړې، ؛؛ ؛؛ایران یې دبشریت، دسیمي د امنیت، پرمختګ او په خاصه توګه د امریکا دګټو او جیو پولیټیک هیژیموني په مقابل کي غټ خنډ بللی،، حتی اتیایمه لسیزه کې یې ددوي په اصطلاح ددي لپاره چې د ایران انقلاب کمزوری کړي ورسره یې عراق په جنګ کې هم اچولی، خو شنونکي بیا په بل ګمان دي، هغه لیکي د عراق او ایران له جنګ څخه د امریکا مقصد ایران کمزوری کول نه بلکي د عراق کمزورتیا او په جنګ کې راښکیلول غرض وه.

په ۱۹۷۹ زیږدیز کال کې په ایران کې په سلمي او سولیزه توګه انقلاب رامنځ ته سو، دمحمد رضا شاه پهلوي حکومت ړنګ سو، خمیني له فرانسې څخه راغی دغه هیواد کې یې دایراني اخوندانو په مرسته د شعیه سخت دریځه او مذهب پاله حکومت بنسټ کيښود.

که څه هم محمد رضا شاه د امریکا نزدې ملګری وه، له امریکا سره یې ډيري نزدې او تودې اړیکي لرلې، خو امریکا نور، محمد رضا شاه نه وه په کار ځکه اوس داسي وخت رارسیدلی وه چې محمد رضا شاه نور دامریکا لپاره هغه څه نشو کولای کوم چې امریکا ورته اړتیا لرله.

امریکا او ملګري یې چې کله کوم هیواد ته بده اراده نه لري صرف دخپل مجبوریت پر اساس هلته حکومتي سیاست بدلول غواړي په سیمه کې ددغه حکومت سیاست له خپلو ګټو سره عیارول غواړي، دغه هیواد کې بیا سولیز او سلمي انقلاب ته لاره هواره وي.

نو ددې لپاره چې امریکا د شوروي اتحاد د ځمکنیزې سیاسي برلاسۍ او پرمختګ مخه ونیسي سني قیادت ته یې اړتیا لره او دسني قیادت ملګرتیا هغه صورت کي ممکنه وه ترڅو دسنیانو دکورپه دروازه کې ورته بلا ودروي د پړانګ او پاڼ ترمنځ یې راګیر کړي، هغه وه چې دغه بلایې دخمیني په شکل کې ورته راڅرګنده کړه، سنیانو چې کله هم دبلا سایه ترسترګوسوه بس په پټو سترګو یې دپاڼ په لور ور ودانګل، ځانونه يې له دي څخه د غټي بلا (امریکا) په غیږکې ور واچول، امریکا له تیرو څلورو لسیزو څخه بي چاره او ترې دلیو سنیانوته د وړې بلا د ورکولو وعدې ورکوي خو وړه بلا پرځاي ددې چې ورکه یا کمزوري شي نوره چاغیږي.

همدارنګه یو بل ورته سلمي، سولیز او نیم مذهب پاله انقلاب امریکا په پاکستان کي رامنځ ته کړ، ځکه امریکا دغه هیواد کې یوه با اختیاره او ټولواک مشر ته اړتیا لرله ترڅو په ساحه کې د خپلو ګټو لپاره ورڅخه کار واخلي.

جنرال ضیاوالحق چې خپله د بوټو لخوا ترفیع ورکول شوه ترڅو دفوځ مشرتوب ته یې برابر کړي او وروسته یې دفوځ مشر وټاکئ، د ۱۹۷۷زیږدیز کال د جولای په میاشت کي یې دغه هیواد کي مارشال لاء (( فوځي حکومت)) اعلان کړ او دبوټو حکومت یې را وپورځاوو، که څه هم دغو دواړو سولیزو انقلابونو کې امریکا لږ قرباني هم ورکړه، خو قرباني یې په منطقه کې دخپلو لوړو موخو او لاسته راوړنو په مقابل کې هیڅ هم نه وه.

په ایران کې د خمیني له انقلاب سره همدم ددغه هیواد په پلازمینه تهران کې دخمیني پلویانو چې دامریکا په ضد یې شعارونه ورکول دامریکا دسفارت ۵۲ کارکونکې یرغمال کړو، چې بیا څه موده وروسته امریکا د یرغمال شویو ډیپلوماټانو د ژغورنې په موخه ناکامه اپریشن هم ترسره کړ، اپریشن ددوو الوتکو یو له بل سره دټکر او تصادم او د اتو عکسرو په مرګ سره د امریکا دهغه وخت د ولسمشر له لوري ناکام اعلان سو.

وروسته بیا په ۱۹۸۱ زیږدیز کال کې د جنوري پر شلمه نیټه دالجزایر هیواد په وساطت امریکا له لوري دایران د (۸) اته میلیارډه ډالروکوم چې ددغه هیواد په بانکونو کي کنګل شوې وې د بیرته ورکړې په صورت کې خپل ۵۲ یرغمال سوي کسان راخوشي کړو.

همدارنګه دضیا والحق د انقلاب پر وخت هم په یوه ورته پیښه کې دپاکستان پلازمینه اسلام اباد کې په جمعیت اسلامي پوري تړلو د قائد اعظم پوهنتون اسلام پلوه زدکونکو د امریکا سفارت باندي برید وکړ چې له امله یې د سفارت دوه کارکونکي ووژل سوو.

خو په هر صورت په منطقه کي وخپلو موخوته د رسیدو په پار په ایران کې تر ۴۴۴ ورځو پوري د امریکا دسفارت د ۵۲ کارکونکو یرغمال او همدارنګه پاکستان کې د امریکا د سفارت د دوو نفرو وژل کیدل امریکا ته د زیات تشویش او اندیښنې خبره نه وه.

که څه هم په څرګنده امریکا له ایران سره دښمنانه ډیپلوماسي پر مخ بیایې خو پټه ورسره یارانه پالي.

کچیري امریکا په رښتیا له ایران څخه تهدید او ویره احساسولی او ایران یې خپل دښمن بللی نو په ۲۰۰۳ زیږدیز کال یې د عراق پرځاي باید ایران باندي برید ترسره کړی وای، بیا چې برید یې ورباندي ونکړ څه ناڅه عراق باندي له برید کولو او دصدام د حکومت له نړولو وروسته خویې له دغه هیواد څخه دایران لاسونه باید لنډ کړي وای، ددغه هیواد په چاروکي یې د ایران دحکومت دښمنانو ته ډیر واک ورکړی وای، دلته یې د سعودي و نفوذ ته لاره هواره کړي وی، دوي خو برعکس عراق باندي له برید کولو څخه وروسته ددغه هیواد ټولې چاري د ایران په واک کې ورکړې، او دلته چې یې د اتومي وسلو کومه دعوه درلوده هغه هم درواغ سوه صرف ددې لپاره چې څرنګه دغه سمیه د ایران په واک کې ورکړي، عراق باندي یې برید وکړ.

د ایران اوعراق ترمنځ یې د پاسپورټ او ویزې نظام بیخي له منځ یو وړ، له ایران سره پرپوله پراته ښارونه خو په بشپړه توګه د ایران تر ولکه لاندي دي حتی له سعودي او کویت سره څيرمه ښارونوکې هم د ایران په شناخت پاڼوباندي خلګ شپې او ورځي صبا کوي.

که څه هم ټولي نړۍ ته څرګنده ده چې امریکا عراق په مکمله توګه د ایران د اخوندانو په واک کې ورکړ بیا هم له ایران سره ددښمنۍ نغاره ږغوي ایراني اخوندان په سیمه کي دخپلو ګټو لپاره ګواښ بولي.

په ۲۰۱۱ زیږدیز کال کې یو ځل بیا داسي ګمان کیدی چې اوس به امریکا ایران باندي برید وکړي خو برعکس امریکا او ملګرو یې یو وار بیا دخپلو توپو خولې دیو بل سني میشته سولیز او ارام هیواد په لور ور وګرځولې، امریکا د ۲۰۱۱ زیږدیز کال دمارچ دمیاشتي پر ۲۰ شلمه شپه باندي ددغه هیواد د وګړو خوب د ۱۱۰ کروز توغندیو په غمبرهار او درزهار باندي نا ارامه کړ، له دغې ورځي څخه یې ددغه هیواد وګړي په یوه اوږد او نه ختمیدونکي ویر او ناورین باندي اخته کړو، ددغه هیواد مظبوط حکومت یې ړنګ کړ، کورپه کور، کلي په کلي یې خلګ یو په بل ووژل او خپله دخیر په غونډۍ ورته کیناست او یو ځل یې بیا له ایران سره ددښمني نغاره ډنګول شروع کړه.

پرلیبیا له برید کولو څخه وروسته یو وار بیا امریکا یانوته دهغه تهدید او ګواښ هیڅ اثار تر سترګو نه سو کوم چې دوي یې ویره ځیني محسوسوله او په پار یې دغه هیواد باندي دبرید بهانه لټوله بیاه هم د ویري او ګواښ اثار ټول ایران کي تر سترګو کیږي.

پر لیبیا له برید کولو او ویجاړولو څخه وروسته دغه هیواد کي د ګډوډۍ له رامنځ ته کولو څخه وروسته امریکا یو ځل بیا ایران خپل ابدي دښمن وباله او زیاته یي کړه ایران د خلیجي هیوادونو لپاره او دغو هیوادونو کي د امریکا دګټو لپاره ګواښ ده.

دلته اوس بیا داسي هیلې تر سترګوکیدې ګواکي امریکا به ایران باندي برید وکړي خو پرځاي ددې چې امریکا ایران باندي برید وکړي سوریه کي یې کورني جنګ ته لاره هواره کړه، دلته یې ځکه مستقیما دسوريې قیادت او حکومت په نښه نه کړ، ځکه قیادت او حکومت دایران پلوه کسانو په لاس کې وه.

ددې لپاره چې ددغه هیواد ډيری سنیان وځپي او حکومت بیا هم دلږکیو علویانو او ایران پلوه کسانو په واک کې پاته شي کورنی جنګ یې رامنځ ته کړ، دغه هیواد کې یې ایران ته دنفوذ او مداخلې لاره هواره کړه، سني میشته ښارونه او سیمي یې په بشپړه توګه ویجاړي کړې، ایران په سوریه د فاطمي، سپاه قدس او سپاه پاسداران په نوم عسکري قطعې جوړي کړي له یوه پلوه یې د سنیانو وژلو او شړلو ته مخه کړه چې وروسته یې روسیه هم له ځان سره ملګرې کړه.

دسوریې دکورني جنګ په صورت کي تراوسه پوري تر پنځه سوه زره ((۵۰۰۰۰۰)) پوري خلګ وژل یوي له اوه اشاري شپږ ملیونه ((۷۶۰۰۰۰۰) څخه زیات خلګ بي ځایه سوي او لایی سر په دریاب کي ده، ځکه چې تر اوسه پوري لا ایران دامریکا دښمن ده ، د امریکا او نورو سني میشته خلیجي هیوادونو لپاره تهدید او ګواښ ده.

دپښتو متل دئ ((وايې وهم دې چیري ډب دې چیري پورته کیږي))، دامریکا دګټولپاره دګواښ او خطر غږ له ایران څخه راپورته کیږي خو وهل په عراق، لیبا او سوریه کي کوي، دښمن د ایران اخوندان په ګوته کوي حکومتونه د سنيانو نړوي.

په سیمه کي د ایرن دخطر او ګواښ پروپاګند امریکایانو اوس دې کچې ته رسولی چې حتی اوس یې دسعودي په شمول نورو خلیجي هیوادونو ته ویلي چې مونږ ته به باج راکوۍ، ځکه د ایران په مقابل کي مونږ ستاسو امنیت ساتلی، که مونږ مو امنیت ونه ساتو ایران مو ترستوني تیروي، او فکر کوم دغه هیوادونه چې دتیرو څو لسیزو منفي سیاستونو او امریکا ته دغلامۍ له امله یې هرڅه له لاسه ورکړي اوس به دې ته هم حاضر وي چې امریکایانوته باج ورکړي.

هغه خلیجي هیوادونه چې دایران د تهدید او ګواښ له ویري یې ځانونه په مکمله توګه د امریکا غیږه کي ور واچول سخته تیروتنه یې وکړه، داسي یې باید نه وای کړي له لومړي سره یې باید فکرکړی وای، ایران هیڅ ګواښ نه وه، یواځي دصدام حکومت ایران ترستوني پوري راوستلی وه، دا امریکا وه چې دایران دځواک او قوت لپاره یې پروپاګند وکړ او لایې تر اوسه کوي ترڅو عرب ورباندي وویروي او شتمنۍ یې لوټ کړي.

دګوتو په شمیر پاته عربو شیخانو که له هوش څخه کار وانه خلۍ هغه ورځ به لري نه وي چې ستاسو انجام به هم دصدام او قذافي په څيروي، امریکایانو ستاسو ګاونډ کي ځیني هیوادونه د ایران په واک کې ورکړو ځینوکي یې کورنی جنګ رامنځ ته کړ ترڅو ستاسو خواخوږي او ملګري دکورني جنګ په صورت کي وځپي او حتی اوس خبره دغې کچې ته ورسیده غواړي پاته څو هیوادونه خپل منځونو کي په جنګ سره اخته کړي، ښکاره مثال يې دغه اوس د قطر، سعودي ، عرب اماراتو، مصر او بحرین ترمنځ شخړه ده، داشخړه که دهوش له مخي حل نشي ډيره بده پایله به ولري او ګټه به یې بیا هم امریکایانوته رسیږي.

امریکا ورته لوبه افغانستان کي هم پرمخ بیايې پر ځاي ددي چې دافغانستان او پاکستان ترمنځ شته مشکلات له منځه یوسي کوښښ کوي ددغو دوو هیوادونو ترمنځ نور نفرتونه او کرکي رامنځ ته کړي، ددي لپاره چې دغه دوه هیوادونه کوم چې ۲۵۰۰ دوه زره پنځه سوه کیلومټره ګډه پوله سره لري، مذهبي او کلتوري ورته والی سره لري یو بل ته نژدې کړي بلکي نوریې د لري کولو کوښښ کوي.

برعکس دپاکستان د دښمن هیواد هندوستان له افغانستان سره دنزدي والي کوښښ کوي، ترڅو ددغو دوو اسلامي هیوادونو ترمنځ دنفرت او کرکي دایره نوره هم پراخه شي ددغو دوو هیوادونو ترمنځ مسئلي د شخړو او جنګ ترکچې پوري ورسیږي.

زه په یقین سره درته وایم که امریکا او برطانیه وغواړي دافغانستان او پاکستان ترمنځ هغه مسئلي چې خپله دلودیځوالو دمداخلې او شیطانت په صورت کي رامنځ ته شوې حل کول وغواړي ډیري ژر به حل شي دغه دوه هیوادونه به یو له بل سره د وروڼو په څير ګاونډ توب وپالي.
امریکا او ملګري هیوادونه یې سیمه کي د خپلو ګټو لپاره د ناممکن دممکن کیدلو چاري په کار اچوي هغه هندوان چې خپل هیواد کي دغوا دغوښي دشک پر بنسټ مسلمانان پر سړکونو باندي وژني له محترم اشرف غني او ښاغلي عبدالله سره یې یو دسترخوان باندي دغوایې دغوښو پرکباب باندي د راټولولو کوښښ کوي چې دا بغیر له دې څخه چې افغانان وغولوي خطایې باسي ترڅو خپل اشغال ته دوام ورکړي نورهیڅ نه دي، که امریکا رښتیا غواړي افغانستان ته سولي راولي دافغانستان او پاکستان ترمنځ پرته دکلونو لانجه (ډیورنډ) کرښې ته دي دحل لاره ولټوي ځکه همدغه لانجه دبرطانیې دمداخلې او لاس وهنې په صورت کې رامنځ ته شوې، بیرته یې هم برطانیه او امریکا حلوي.
والسلام
بخت الرحمن ((شرافت))