پر سپین ګردي ډبرین مېز باندې قهوه او خواږه
څپې څپې دیو آرام ترنم
او تر هندارې بهر
دیوه لوی ښار ، یوه خوځنده زوږمنه کوڅه
دواټ پرڅنډه یو بوډا دساړه باد څڼو ته ګوري او ګیتار غږوي
منی راګډ دی سرې او ژیړې پاڼې اوري پرواټ
یوه جوړه تر ونې لاندې یودبل سترګو کې ډوب دي
کله کله یوله بل څخه مچکې اخلي
یوسړی خپل ساعت ته وګوري ، ګامونه پسې لاچټک کړي
او یو ماشوم له خپلې مور سره لګیا دی په خوږه مرکه
یو څراغ سور شي اوبل شین شي ، ډله خلک له سړکه تېر شي
زه او قهوه
چټک سړی او ساعت
هاخوا بوډا اوګيتار
هلته زلمی اونجل یې
بل خوا ماشوم اومور کۍ
هر یو له ( بل ) سره بوخت
ځينې پر ژوندتیریږي
پر ځينو ژوند تیریږي
یو څراغ سورشي اوبل شین شي ، ډله خلک له سړکه تېر شي .
یواروپايي ښار
۲۰۱۲ داکتوبر اوومه
04.10.2012
- wadan
له ډاکتر درمل سره یوه واده ته تللی وم ، دواده پر لګښتونو او هوټلونو غږیدو ، ډاکتر یار مې ویل چې ټولنه په بېځایه لګښتونو روږدې شوې ده او ددې یو لامل هم دشلو مېلیونرانو بادراوړې پانګه ده . هغه ريښتیا ویل ، ما فکر وکړ چې دا وړه ستونزه نه ده . شل مېلیونران ، دهغوی ددوهم او درېیم کتار ملګري ،چې پانګه یې له اسمانه راوریدلې ده او دټوپک له شپیلۍ ، قاچاقو ، مافیايي فعالیتونو، غلا او فساد څخه یې له خوارۍ پرته لاس ته راوړې ده، دلګښتي سیالۍ لوبه ګرم...
09.10.2012
- wadan
دسواتۍ ملالې سپینه غاړه سره شوه
یوه سره ګولۍ په ګلو کې سړه شوه
ډز شو، ډزسره دره کې انګازې شوې
دملالې سلګۍ عرش کې اوازې شوې
دملالې لاس نه لویږي کتابونه
له دې شرمه ګوره! ریږدي دسوات غرونه
دملالې وینو رنګ کړې سپینې پاڼې...