ستورو ته مې رازوایمه ، بام سره خبرې کړم
ستاسترګې چې نه وینم ،نو جام سره خبرې کړم
شپه ده او سپوږمۍ ده ، زه یوازې او یوازې یم
شمعه اوشیشه لرم ، خیام سره خبرې کړم
دی راته ستا سترګې او ستاسترګې ملامتې کړي
زه چې مې دزړه له هرناکام سره خبرې کړم
هېڅ یوه شیبه یې ستا له یاده خالي نه وي ،چې
زه دهرې ورځې له انجام سره خبرې کړم
ستادخوږو شونډو منطق پټ ساتم په شونډو کې
زه په ځان باورلرم ، ارام سره خبرې کړم
زه خو په سیاست هم ستا پیکي او مخ عادت کړمه
سپین سهار ته ناست یم او ماښام سره خبرې کړم
دواړه مې دوینو تږي ، دواړه دي چاړه په لاس
یوخوا له پاچا ، بل خوا امام سره خبرې کړم
څوک به مغول تیغ نه دافغان ماشوم مرۍ ساتي ؟
نه شته خوشال نه شته، له بهرام سره خبرې کړم
ز ه لیونی ګډ یم ، دی خبر په خیرو شر نه شو
لاهم داسې ولس ، لا داسې قام سره خبرې کړم
۱۳۹۱ وږی ، ۱۳
کابل
01.09.2012
- wadan
په وطن کې دا علمي اصل مخ په هېریدو دی چې : ترهغو چې چاپیریال اوټولنه هوسا نه شي ، دوګړي ( فرد) نیکمرغي او هوسایینه شونې نه ده.
شل مېلیونران یوازې دځان ،خپلې کورنۍ او تالي څټونکیو دهوسایینې لپاره هڅه کوي ، په دې توګه دوی پړسیږي ، خو دژوند چاپیریال يې بېوزلی پاتې کیږي ، دوی به خوشاله وي خو نور به یې چارچاپېره ورځ پ...
05.09.2012
- wadan
که څه هم ما په تیرو برخو کې پردې لږ و ډیرې خبرې کړي ، چې دشلو مېلیونرانو په واکمنۍ کې ناروا مادي ګټې او پخپله د( ګټې) تلوسه دمعنوي ارزښتونو ځای نیسي ، خو داچې معنویات څه دي ، څومره ارزښت لري او موږ له کومو ستونزو سره مخامخ یو؟ یوه ځانګړي بحث ته اړتیا لري ، چې دادی دلته به پرې خبرې وکړو.
معنویات دانساني ژوند دهغو ارزښتونو ټولګه ده ، چې په باورونو، عواطفو ، احساساتو ، غریزو، افکارو، پوهه او شعوري زیرمو کې ریښې ل...