نن مې کالیزه وه
                                 د ژوند پینځه دیرشم درد مې چا ونه لمانځه
نن هیچا هم مبارکي رانه کړه
موږ کلیوال پښتانه
خپلې کالیزې په ډیوو نه لمانځو
نن هیچا هم راته یو ګل رانه وړ
هاغه دوه سترګې چې یې څوکلونه
راته په مینه او موسکا مبارکي ویله
چې به یې ورو په دواړو مخو ښکل کړم
بیا به یې په خپل لاس پاخه شوي کوم څه خوله کې راکړل
نن له هغې څخه هم هیره وه زما کالیزه 
نن مې د ژوند پینځه دیرش غمه تیر شول
خو هیچا هم مبارکي رانه کړه
چا یوګل رانه وړ
                           او ویې نه ویل :
                          ګرانه لېواله ! مبارک کالیزه !

     ۲۰ کب ۱۳۸۶ ل
     کابل