ستا رالېږلی تصویر
هغه په تور ټیکري کې ښکلی تصویر
هو!
همدا اوس هم زما په لاس کې دی او ګورم ورته
ستا ښکلې سترګې خو تصویر کې هم خبرې کوي
لیونۍ!
سترګو کې دې څه پټ کړي؟
چې زما ټول عمر یې وخوړ
خوتفسیرمې نه کړې
15.09.2007
- wadan
د ۱۳۸۵ لمریز کال د کب په ۱۷- ۲۷ ورځو کې په هند کې وم چې د ډهلۍ د جامعه ملیه اسلامیه پوهنتون د نلسن ماندیلا د سولې مرکز له خوا په هغه رابلل شوي کنفرانس کې ګډون وکړم چې په جنوبي آسیا کې د حکومت جوړونې- سولې او له تاوتریخوالي سره د مبارزې لارې چارې یې لټولې. کنفرانس په زړه پورې و، ما د افغانستان په استازیتوب خپله مقاله واوروله. خو دا ددې لیکنې موضوع نه ده، په همدې کنفرا...
15.09.2007
- wadan
تصویري کلام څه ته وایو؟ کله کله موږ په ورځنیو خبرو کې دداسې مطلب په هکله خبرې کوو چې اوریدونکی یې، د خبرو اوریدو پر مهال، نه موږ او نه زموږ د خبرو کلېماتو ته توجه کوي، بلکې مخامخ د هغې موضوع لړۍ تعقیبوي چې موږ پرې خبرې کوو. دلته دوه څیزونه زموږ خبرې تصویري کوي، یو دا چې یوازې پر ټاکلې موضوع خبرې وکړو او له ډېرو حاشیو څخه ځان وساتو او بل دا چې د ټاکلې موضوع کیسه په...