مودې پس مې ستا يادونه مېلمانه دي
مودې پس مې ګلابونه مېلمانه دي
د اورمخو د ښايست له برکته
مو اورونه، ارمانونه مېلمانه دي
لږه برخه خو زموږ هم ژوند کې وکړئ
له کلونو مو مرګونه مېلمانه دي
لا باڼه شته، چې زموږ پر لور کاږه دي
لا مو اوس هم پرهرونه مېلمانه دي
پښتانه يو، چې د زړه په وينو يې پالو
مېلمانه دي، ستا غمونه مېلمانه دي
د ګلاب وطن په زړه چاړه چاړه دي
دلته داسې سياستونه مېلمانه دي
09.02.2008
- khklay
له (منزل) نه په مننه:
د ۱۳۸۵...
25.07.2008
- khklay
غزل د زمانې د وحشتونو شوله ښکاره مينهچې ووته د ارزښتونو له مداره مينهزما اميد، زما ارمان په زلميتوب راغلونن دې جانانه راورېږي له رخساره مينهاوس د جانان د اننګيو خوند اوبو يوړلولاړه، خپه شوه، ووته زموږ له ښاره مينهد نظر غشي دې زما په زړه کې ښه وکرهمنم، چې تل رازرغونېږي له پرهاره مينهځئ، چې د ژوند او د ښکلا په لور...