ورکه مينه

يو هېر شوى غوندې خوب وي

يو ورک شوى غوندې خيال

چاله سل د اسمان ستوري

چاله يو د تندي خال

 

څوک لګيا وي، ايرې ګوري

چې يو لال پکې پيدا کړ

تورې شپې د زلفو ټولې

د سحر په نيت سبا کړي

 

خو وخت داسې ادا وکړي

چې په زړه کې رازرغون شي

ها د ورکې مينې زړى

رازلمى شي او جنون شي

 

نو د مينې په راز پوه شي

فلسفي د ژوند د لارې

هرې خوا ته پسرلى کړي

د مين د وينو دارې

 

هره داره نذرانه وړي

د جانان د سترګو نور له

له خپل غم له خپل سرور نه

واخلي ساه د يار غرور له

 

د هستۍ په ډرامه کې

يو سپېڅلى شان اتل شي

چې له واړو انتخاب وي

د غزل بيت الغزل شي

 

د مجاز په پوړو پورته

ورسېږي تر وصلته

مرګ يې هم نشي وژلاى

شي ورپورته تر وحدته

 

د عاشق، معشوق ګډون وي

د جانان او جنون مينه

د ليلا په رنګ کې رنګه

شي د ښکلي مجنون وينه