راليږونکی :امان الله نصرت
د راليږونکي پته :hewad_kabul@yahoo.com
نيټه : 28-05-2008
د ګلونو پړاو
که رقيب مې نه صبريږي له کړاوه
تير به نه شم ستا د مينې له تړاوه
دا مې پريکړه دا مې ژبه دا سوګند دى
لاس به وانخلم د ګلو له پړاوه
څلوريځې
غليم زمونږ په وينو رنګ کړل کلي
په ډير وحشت يې ړنګ و بنګ کړل کلي
اوس به بدل ترينه د وينو اخلم
چې يې تبا راته په جنګ کړل کلي
------------------------------
ادم شهيد شو رباب اور اخيستى
بلبل ستي شو ګلاب اور اخيستى
په جوماتونو يې هم زړونه يخ کړل
قران يې وسو محراب اور اخيستى
----------------------------------
غليم مو بلې کړې په زړونو لمبې
د بر ګودر په چنارونو لمبې
پيغلې يې وسوې او منګي يې مات کړل
خيژي د کلي له بامونو لمبې
امان الله نصرت
22.05.2008
- wiar
په دښتو د مکې رنګين ګلونه وريدلپيدا چي محمد (ص) شو رحمتونه وريدل
فضا شوه مينه _مينه کائنات نغمه _ نغمه شولوږمې په نڅيدو شولې رنګونه وريدل
په لارو په کوڅو کي کول وړانګو اتڼونههر خوا د رڼو ستورو بارانونه وريدل
خورې شوې ځلاګاني د غوټيو اننګو کيله هسکه د ايمان دنور موجونه وريدل
د ژوند په مناروک...
31.05.2008
- wiar
راليږونکی :امان الله نصرتد راليږونکي پته :hewad_af@yahoo.comنيټه : 29-05-2008
د یار کوڅه کی رقیبان راته گواښونه کویتوری په لاس بیا غمازان راته گواښونه کوی
زما د یار د مخ رڼا یی په زړه او ربل کړیځکه نن ستوری د اسمان راته گواښونه کوی
ما ویل د گل پر پستو شونډ و به می شونډی ږد مهد زمانی سپیره خزان راته گواسونه کوی
له ما نه غواړی په سرووینو گټل شوی جاناند خوږی مینی د ښمنا ن راته گواښونه کوی
گناه می داده چی ښکلا د خپل وطن می ستایمد...