د متحده ایالاتو د مهاجرت چارواکو د ولسمشر ټرمپ د اجرایوي فرمان نه وروسته د استرالیا په مانوس او نایرو توقیف خونو کې د بندي پناه غوښتونکو مرکې تر یو نامعلوم وخته ځنډولي.
د پناه غوښتونکو د تبادله کولو دغه هوکړه د استرالیا د لمړي وزیر مالکوم ټرنبل او د امریکا د پخواني ولسمشر اوباما ترمنځ شوی وه، خو د ښاغلي ټرمپ د مهاجرینو پر وړاندی اوسنې سخت دریځ داسی ښکاره کوي چې دغه معامله به سر ونه نیسي.
هغه خوا بیا د استرالیا د بهرنیو چارو وزیرې جولي بېشپ او د مهاجرت وزیر پیټر ډوټن رسنیو ته په بېلا بېلو ځاینو کې ویلي چې دغه تړون به خامخا عملي کیږي.
د تېرې شنبې په ورځ د استرالیا په اډیلاد او کانبیرا ښارونو کې په زرګونو مظاهره کونکي او د کډوالو د حقوقو مدافعین راټول شوي وو. دوی د استرالیا له حکومته د مانوس او نایرو د توقیف خونو د بندولو او پناه غوښتونکو ته په استرالیا کې د ځای ورکولو غوښتنه وکړه.
د دواړو هیوادونو ترمنځ په دغه لانجمنه سیاسي معامله کې اصلي قربانیان بیا هغه په زرګونو افغان او د نورو هیوادونو کډوال دي چې د ډیرو ستونزو وروسته استرالیا ته د ښه ژوند په هیله تللي، خو د کلونو راهیسې په توقیف خونو کې بندیان دي او لا یی هم برخلیک نامعلوم دی.
07.02.2017
- توریالی ملیار
د حزبیانو د ډېر اغېز، یو راز په دې کې و، چې ځوانانو ته یې ارزښت ورکاوه، په غونډو مجلسونو کې یې د خبرو ونډه ورکوله او هلکانو ته به یې ویل د ښه مقرِر کیدو لپاره غره ته ولاړ شئ تیږو ته خبرې کوئ، چې د خبرو چل درشي او بیا په اصلي خبرو کې کاواکه او وارخطا نه شئ، ځکه د جهاد او اسلام اینده سازان تاسې یئ ځانونه تکړه کړئ.
دغه کار ته تر ټولو ډېر شابدین ارزښت ورکړی وو، چې له مدرسې به راغی او له تروو سره به یې ډوډۍ وخوړه نو غره ته به یې مالونه سوق کړل، هلته به نو بیا تر مازیګره تیږو ته غږېده، کله...
08.02.2017
- محمد ظریف امین یار
فساد اداری یکی از اساسی ترین چالشهای فراه روی حکومتداری خوب در افغانستان است. این هیولای بی درمان در کشور نه تنها امور دولتداری را در کشور تحت شعاع فساد قرار داده است بلکه فرهنگ خیانت را در کشور نیز ترویج داده است. بدتر از همه امید روشنایی، سعادت و پیروزی را از مردم دزدیده و آروزی تحقق عدالت و نجات افغانستان از بحران موجوده را از تضعیف کرده است. می دانم فساد اداری ریشه ها و عوامل بیشمار دارد و طبعاً وقتی در یک کشوریکه به تازه گی حکومت تشکیل یافته باشد سرازیر شدن میلونها دالر آمریکایی بدون برن...