17.03.2007
- toorman
ښوونکي صيب پرون ويلي وه چې سبا به ( د افغانستان بيرغ ) درس وايو ، خو نن يې د رنګونو په اړه پوښتنې شروع کړې٠ جمال څومره بختور وو له هغه نه يې د شين رنګ په اړه پو ښتنه وکړه، په شنه رنګ کې څومره شيان دي ، پاڼې ونې ، کبلې ، سابه خو بيخي ډير دي ٠ د لونګ پوښتنه هم دومره سخته نه وه ، لونګ ته يې وويل چې په سره رنګ کې درې شيان راوښيه، په سره رنګ کې هم ډير شيان دي ، سره ګلان ، سرې مڼې ، دانارو دانې ، د لونګ لا يو بل شي هم په ياد وو د خپل برګ چرګ سور چارخلک٠ خو مانه يې ديره سخته پوښتنه وکړه ، د تورو شيانو...
19.03.2007
- toorman
وه نه وه يوه کوتره وه ، مهربانه او ډيره ښايسته ، يوه ورځ ښايسته کوتره خپلو بچو ته د دانې د پيدا کولو پر نيت له کوره ووته ، کوترې خپل ښايسته وزرونه رپول او په هوا کې روانه وه ، روانه وه ....... چې يو ناڅاپه يې د ګلو په يو بڼ کې د ګلاب يو ګل ته پام شو چې ډير مړاوی دی ٠ کوتره ټيټه شوه د يوې ونې پر څانګه کښيناستله او د ګلاب له ګل څخه يې پوښتنه وکړه : ولې ګرانه ګله ولې داسې مړاوی يې ؟ د ګلاب ګل په خپګان سره کوترې ته وويل : ګرانې کوترې ! وګوره زما نور همزولي څنګه تر او تازه دي خو زه وچ پاتې يم زما...