استرالیا د جون په ۲۲مه د کډوالو د نړیوالې ورځې په ملاتړ د افغانستان او پاکستان بې ځایه شوو کډوالو سره د نږدی ۱۶ میلیونه ډالرو بشر دوستانه مرستې اعلان وکړو.

یادې مرستې د افغانستان داخلي بې ځایه شوو خلکو او همدارنګه هغو افغان کډوالو ته ځانګړی شوي چې له پاکستان او نورو ګاونډیو هیوادونو راستانه کیږي.

د استرالیا د بهرنیو چارو وزیرې جولي بیشپ د یادې مرستې د اعلان پر مهال وویل، "دغه مرستې د ښځو، ماشومانو او معیوبینو په ګډون ټولو هغو زیانمنو خلکو لپاره ځانګړی شوي چې د جګړو او تاوتریخوالو له کبله د خپلو سیمو پریښودو ته اړ شوي وو."

د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې نږدی ۳.۳ میلیونه افغانان له افغانستان څخه پاکستان او نورو هیوادونو ته بې ځایه شوي.

خو د ۲۰۱۶ کال راهیسی څه دپاسه یو میلیون افغانان له ګاونډیو هیوادونو بیرته خپلو وطن ته راستانه شوي او نور به هم په نږدی راتلونکې کې راستانه شي.

آغلې بیشپ وویل دغه راستانه شوي کډوال عاجلو مرستو ته اړتیا لري تر څو وکولئ شي یو ځل بیا خپلو سیمو کې ځای پر ځای شي او ارام ژوند ته ادامه ورکړي.