راليږونکی :احمدګل ريان
د راليږونکي پته :rayyan_yad@yahoo.com
نيټه : 24-01-2009


څنګه شاعرشوم؟
پنج کتاب دديني علومو په لړکي کمکيو طالبانوته دفارسي اوله ادبياتوسره يې دبلدتياپه موخه ورښوودل کيږي دادفارسي ژبي دنامتواوتکړه شاعرليکوال اوروحاني شخصيت ( سعدي رح ) دذهن زېږنده ده چي دخداي ج اودهغه دپيغمبرص دحق معرفت اوپه ټولنه کي دښه ژوندتېرولويوپه زړه پوري لارښوددى. په دې کتاب دنورو علماء کراموله خوالمن ليکونه هم شوي اوپه شعردپوهېدلو لپاره يې ورسره يوه نيمه پښتولنډۍ ورزياته کړي ده چي دشعرتشريح په خوره ښه اندازڅرکند وي او دکمکيانولپاره اصل مطلب ته درسېدا ترټولوښه او اسانه لارده. هغه وخت زه وړوکى وم چې له خپل والد صاحب څخه مي داکتاب زده کاوه خيالونه مي نوي نوي دشعرښاپېرۍ تخنول خونه پوهېدم چي څه دي کله به چي دپلاره له سترګو پناه شوم نو دکتاب دتکرا رپه ځاي به مي په حاشيو کي لنډۍ لټولې اوله ځان سره به مي ورو ورو زمزمه کړې. له دي کتاب وروسته د سعدي صاحب يوبل تصنيف ( ګلستان ) هم ويل کېږي خوددې کتاب استاذ بدل وو خو په زړه پوري داوه چي هم شاعروو اوهم ليکوال يوه ورځ يې راته د ( پيرمحمد کاروان ) شعري غونډ ( چنار خبري کوي ) راکړپه هغه کي مي بل څه هم وليدل غزل او آزادشعريادوم چي دا زما لپاره يوزي نوي څه نه وو بلکي دنيايې هم رابدله کړه اويوې نوي نړۍ ته يې ورسره بوتلم له دې کتاب سره مي دومره مينه وه چي حتى ورد مي ګرځېدلى وو او کابو ټول شعرونه مي يې په يادو زده کړي وو د دې کتاب په څېر پنځونو ته مي ډې رزړه کېده اودامي په زړه کي يوغټ ارمان هم وو خوهيڅ مي نشواى ليکلى داراته يوه معماګرځېدلي وه نه پوهېدم چي ولي ؟ داخبره زماپه حق کي رښتياخېژي چي وايي دشاعري چينې ته په تياروکي لاروتلي په چاچي دغم توري شپې نه وي تېري شوي شاعرکېدلاى نشي زمونږنوښتګرشاعرکاروان هم وايي چي
( د زوروراوبه په بره خېژي .... دزړه په زورخولې ته سندره خېژي )
زماپه آندهغه وخت مي زړه دومره زورنه وو ليدلى چي خولې ته سندره راولي په وس کې نه ووچي هغه څه چي له ځان سره لري دکاغذپه مخ يې انځورکړي.
خوکله چي مي دپلاردمرګي غم توري پنجې په زړه خښي کړې اودژوندپه بې پايانه سمندرکي دبېړۍ پرمخ بيوله ته يوازي شوم نووپوهېدم چي زورڅه اوسندره څه شى ده. له دې وروسته مي په شعرونوباندي پيل وکړاوزمادشعرددنګ محل په پوړيودپښې کېښودلولامل دحالاتوغړمبېدونکي توپان ته يوازي اويتيم پاتي کېدل وو. البته استاذمي بيا (( چنارخبري کوي )) اوکاروان دى .
له اولنيوشعرونو څخه ديوه اوږدشعرنوڅوټوټې چي راته يادېږي دلته رااخلم ګمان کوم پيکه به وي خوله دې امله چي دپيل له شعروڅخه دى له منفي اړخونو يې تېرشئ.
يوګل وم تاپاللم رخزان پروامي نه وه .... که ړنګ اوکه ودان واى دجهان پروامي نه وه
يوه بېله بادشاهي وه له هرڅه لاپرواهي وه .... دغم دردارمانونواوهجران پروامي نه وه
خوستاله مرګه وروسته له دې خوبه رابيدارشوم .... بس سم دپيغمبرخولۍ له سره راګزارشوم
اوس پوه شومه دخپل اودپراي په مفهوم باندي .... بلددتمدن په هره سيخه کږه لارشوم
عشرت دماشومتوب دوخت مي ښه راځيني هېرشو....چي ستادمرګي غم مي په نازک زړګي چاپېرشو
ته لاس ته مي پښې وې لنډه داچي مي ژوندون وې .... زوال دي درحمت سيوري يومرګ راباندي تېرشو