د اسلاميه کالج هغه شپه غالۍ چې د جوړېدو يې له سلو څخه زيات کلونه تېر شوي دي يانې د انګريزانو په وخت کې جوړې کړای شوې دي او ددې ځای انځور د پاکستاني روپۍ په مخ هم شته چې اوس د مرمت لاندې دی.

 

 

په تاتره باغ کې د حوض يوه څنډه

 

 

په زانګوګانو کې د زنګېدلو لپاره د ټکټ اخېستلو ځای

 

 

 

 

سيدالرحمان عابد خپله ګوته په اسلاميه کالج کې د منارې په سر اېښې ده.عجبه  داده چې په زمکه ولاړ دی او منار ډېره لوړه ده.

 

 

د حيات اباد په تاتره پارک کې د پوکڼيو بازار

 

 

 يو کېمره مېن په تاتره باغ کې د هلکانو عکسونه اخلي، بايد ووايم چې دا کمره دستې عکس باسي او پرنټ کوي يې.

 

 

 

د نورو ډېرو اخترونو په څېر سږ کال هم د پېښور ښار په بېلا بېلو پارکونو، سېل ځايونو او باغونو کې د خلکو ګڼه ګوڼه وه. داکثرو کليوالو سيمو خلک د پېښور ښار ته راځي دلته بنډارونه کوي، عکسونه اخلي او په ټالونو کې ځانګي؛ خو ما چې له ځينو ملګرو نه پوښتنه وکړه، هغوی ويل چې نه، د نورو کلونو په نسبت سږکال د سېلانيانو مزه نه وه؛ ځکه د دې ځای د په قبايلي سيمو لکه باجوړ، دره، باړه، هنګو، ټل او نورو سيمو کې اوس هم نښتې روانې دي او د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ دی هغوی په داسې حالاتو کې نشي کولای چې سيل وکړي. په همدې سبب د سېلانيانو شمېر کم دی.
        زه هم له يو دوو ملګرو سره د پېښور ښار د اسلاميه کالج، باغ ناران او باغ تاتره سېل ته لاړم؛ خو دا چې يوه لوري ته ګرمي وه او بل به پوليسانو کوښښ کاوه چې خلک زياته ګڼه ګوڼه جوړه نکړي. نو ستاسو لپاره مې يو څو انځورونه وباسل هيله ده ، چې د پېښور د سېل مينه به مو پرې ماته شي.

 

 

 يو ماشوم او ماشومه په باغ ناران کې