نــــوم : نورالله
تخلص : غازي يار
دپلارنوم : جان محمد
زوکــړه : ١٣٥٩ لېږديز لمريز کال
زده کړه : لسم پاس
ولايت : پکتيا
ولسوالي : ځاځي اريوب
کلي : روکيان ترلي
چاپ شوي اثار : (غوڅه موسکا) شعري ټولګه د ١٣٨٢ لېږديز لمريز کال چاپ .
نـــاچاپ اثـــار :
١ - (په غميو کې سپرغۍ) شعري ټولګه
٢ - ( د څېړۍ پاڼه ) لنډې کيسې
٣ - (ښامار په لمبو کې ) منظومې کيسې
ګرد من کابل
چا وې کابل کې خو هېڅ خوند نه شته دى
تمامه ورځ پکې باديږي خاورې
سړي ټول تن باندې خوريږي خاورې
خو بيګا ماته کابل خوب کې راغى
په لاس کې خاورې ورسره وي په خپل تن يې شيندي
ما ورته ووې کابل جانه !
ولې داسې په خپل تن بادوې خړې خاورې ؟
کابل پر ځان يو موټى خاورې توى کړې
راته يې وويل خوږه بچيه !
زما په تن کې د بچيو دي هډوکي پراته
زه چې ګردمن يمه هغه پټوم
پر هغو خړې – خړې خاورې شيندم .
نـــوم : رحمت الله
تخلص : غالب
دپلارنوم : ميرعالم
زوکړه : ١٣٥٧ لېږديز لمريز کال
ولايت : پکتيا
ولسوالي : احمد ابا
قوم : احمد زى زرين خېل
شنه زمريان
د ګلانو سره وينـــــــــــــم تور غوبــــــــــــاړي
سره ګلونـــــــــــــــــه په نجسه خوله کې نغاړي
شنه زمريــــــــــان د بېغورۍ په خوب ويده دي
پــــــــــــه ځنګلو کې هــــــــوسۍ ګيدړان داړي
څوک په دې اوڅوک په هغه نوم يې ورک کړو
اې زمــــــوږ عقله شعوره چېرتـــــــــه ولاړې
وخت بــــــه راشي اې پښتونه پرې يې نه ږدې
چې خوراک يــــــــې دال سابو دي او ورخاړي
له حيا يې چې درانـــــــــــــــه ټکري په سر وو
نن هغــــــــه پېغلې سرتـــــــــــورې دي ولاړې
د افغـــــــــــان په حال زړګى د (غالب) سوزي
د مين غوندې په پټو اوښـــــــــــــــــــکو ژاړي
نــــوم : محمد حنيف
تخلص : حيران
دپلارنوم : موسى رحيم توتاخېل
زوکـــړه : ١٣٥٦ لېږديز لمريز کال
زده کړه : له منځني طب څخه فارغ
ولايت : پکتيا
ولسوالي : سيدکرم
کلــى : مش
قــوم : توتاخېل
چاپ شوي اثار :
١- د پکتيا په ډاګ کې ( شعرونه )
٢- کږنې او انګېرنې ( لومړى ټوک )
٣- لکه غر مې زړۀ کې پروت يې ( شعرونه )
٤- د طبي لابراتوارونو ازمېښتونه ( ژباړه )
٥- نهيلي ولې ؟ ( ژباړه )
ناچاپ اثار :
١- کږنې او انګېرنې (دويم ټوک )
٢- د سپېڅلو ياد ( تذکره )
٣- باران اوري ترخې څاڅي ( ناول )
٤- د لنډو کيسو ټولګه
غزل
خوږې – خوږې اشنا لکــــه شکـــــــرې دي خبرې
را ووري مــې په زړۀ بانــــــــدې خبرې دي خبرې
نظر دې لکــــــــه باز کوي الوت په پورته – پورته
مــوســــــکا دې حيانـــــاکه او ژورې دې خــــبرې
نن بـــــيا دې جوړې خـــــپل حسن له سره دى کتلى
نن اورمـــه زما لــــــــــه فــــکره لـــرې دې خبرې
د کلي او مهلت د تـــربور سترګـــــــه در نه سوځي
څه تـــکې – تــــــکې سپينې او څـه نرې دې خبرې
دا دغومــــره مې صبرد چا نيــــــــــاز و او لحاظ و
رقيبــه نــــور يې وړاى نــــــه شم کمرې دي خبرې
ستــا حسن ســـــــتا له نازه سره يو په دوه سيوا شي
کــافــــره دې ادا شــــــي او کافـــــرې دې خبــــرې
احساس دې د رقيــب لکـــــــــه د باز په هوا ګرځي
خداى مکـــــړه چېرې و نـه کړي وزرې دې خبرې
( حيران ) يم چې د کلي خلکو زړونــه ولې نه چوي
خندا دې لکــه تندر او ترې بـــــــــــــرې دې خبرې
نـــــوم : هاشم خېل
تخلص : هاشمي منګل
دپلارنوم : حاجي نيازمحمد منګل
زوکــــړه : ١٣٥٨ لېږديز لمريز کال
زده کړه : د خوست پوهنتون د ساينس پوهنځي د فزيک او رياضي له څانګې ـــ څخه فارغ .
ولايت : پکتيا
ولسوالي : جاني خېل
کلى : کوټکى
يون
د ژوندون په ستړې لاره کې د يون نـــــه مې پند واخيست
په دې لارکې چې شوم ستړى د سکون نه مې پند واخيست
دنيا نــــــه غــــــــواړم ملګـــرو دنيا څـــــه کــــــوم بلا ده
پــــــــه دنيا چې نازېدلــــــو د قـــارون نه مې پند واخيست
ډېـــــر مغــــــرور به ګـــرځېدلې په هيچا دې نظـــر نـه و
اوس دخاورولاندې پروت ستادژوندون نه مې پندواخيست
ميــــــنه کړم مينه ثواب دى زمـــــوږ رب هـــم مينه کړې
د رښتيا منې کتاب کې د مضمون نــــــــه مې پند واخيست
ميـــــنه جــــرم بــــــولي دلتــــــــــــه ددې کلي اکثر خلک
نور به لاړشمه صحرا تـــــه د مجنون نـه مې پند واخيست
(هاشمي) فـــــــــــکر کوم چې جـــــدايي بـــــه وي مشکله
ستاريښې ريښې ګريوان او زړه چاودون نه مې پند واخيست
نـــــوم : عبدالقادر
تخلص : جليل
دپلارنوم : الحاج بازمحمد ( احمد زى )
زوکــړه : ١٣٦١ لېږديز لمريز کال
زده کړه : د دوولسم ټولګي فارغ
ولايت : پکتيا
ولسوالي : احمد ابا
کلى : غړک
چاپ شوي اثار : نه لري
نـــاچاپ اثـــار : د ډول ډول شعرونو يوه ټولګه
جونګړه
دغــه جونګـــــړه مې په څومره زحمتو جوړه کړه
بيا دا ويــــــرانــــه خونـــه مـــا د پښتنو جوړه کړه
مـا په غزل کې ورته جوړ کړل چې تارونه د ژوند
دا کډه شوې پښتو ژبـــــــه مې شعــــرو جوړه کړه
چې بې ريا بــــه ود رېدلـــــــــه په زاړه کميس کې
د ا پښتنـــه ناوې مــا څنګـــــه پـه نخرو جوړه کړه
چې پــــــــه سينې باندې کرلي و زخمونـــه د ننګ
دغــــه ويرانـــــــه پکتـــيا هغو شازلمو جـوړه کړه
سوالګـــرې نه وې پښتنې خـو وخت مجبوره کړلې
د خپلو وروڼو تـــــاريخچه يې په سوالـو جوړه کړه
چې بې کفنه خښېدل د تـــورو خـــــــــاورو لانـد ې
هغو زلمو نن په جنت کې هــــــــم پښتو جوړه کړه
بچي يې وياړي په تاريخ اوهېڅ زوال بــــې نه وي
دغــــه ابـاده د ( جليل) سويو سلګـــــــو جوړه کړه
نـــــوم : جمعه الدين
تخلص : جلالي
دپلارنوم : جمال خروټى
زوکــړه : ١٣٥٦ لېږديز لمريز کال
زده کړه : دوولسم پاس
ولايت : پکتيا
ولسوالي : څمکني
کلى : درکې
قوم : خروټى
سليمان غر ته
ګرځېدلى لــــره او بـــــره پـــه هــوا لکـــــه کوتــــــره
زه به څومــره وم خوشاله ستا پــــه سر د سليمان غـره
کاشکې زه د هوا باز واى ستا پـه څوکو مې پرواز واى
زه واى ناست په يوه ډبره ستا پــــــه سر د سليمان غره
ټول په تاباندې نــازيـــږي ستــــــالمن کې چې اوسيږي
له کابل نــــــــه تـر خېبره ستا پــــــه سر د سليمان غره
دافغــان د ننګ شمله يــې پــــه تاريخ کې نمونـــــه يې
دغليم د جنـګ سنـګـــــره ستا پــــــه سر د سليمان غره
نــــوم : بسم الله
تخلص : خوشال توتاخېل
دپلارنوم : اصيل ګل (خوشال)
زوکــړه : ١٣٦٦ لېږديز لمريز کال
زده کړه : د خوست پوهنتون د طب پوهنځي محصل
ولايت : پکتيا
ولسوالي : سيدکرم
کلى : چينو
سپين غر
څلــه بــــه څاڅي وينې د پـــــــرهــــر له څنډو
تــــوتيان چې شړل کېږي د نښتر لـــه څنـــــډو
تېر چې له اريوبه شې شور بــــه د امو واورې
اخلي تغــــــزل الهام ګرانه د سپين غر له څنډو
پام کــــړه په تسپو د ناصحانو چې غلط نه شې
د کلي شيخ پــرون چاپېر و د ساغــــر په څنډو
دکلي ځوان نينې کړې غـــزلمــارې شونــــډې
د چم پېغلې چې ښکاره شوې د ګودر لــه څنډو
دا داسې غماز دى چې منتر پــرې اثر نه کوي
ملا ! تـــــه يې لږ اصلاح کړه د ممبر له څنډو
تصور دې لـه هـــــزارو تښتي( توتاخېله) اشنا
لکه ستورىدسحرچې پنا کېږي دمجمرله څنډو