نــــوم : رحمت الله
تخلص : تنها
دپلارنوم : نيک محمد ګل
زوکــړه : ١٣٦١ لېږديز لمريز کال
زده کړه : په منځنۍ کچه
ولايت : خوست
ولسوالي : اسماعيل خېل او مندوزي
کلى : ګيدرې
قوم : دلپوري
په سترګو
څومــره مې وکړلو بد کـــار په سترګو
بل تــه مــــــې وکتل د يـــار په سترګو
خاونده ډير يـــــم ګونـــاکار په سترګو
ته مـــــــې رانـــه ولې غبار په سترګو
زړګيـــــــه مـــه کړه اعتبار په سترګو
بيابه دوکه درکړي مـــکــار په سترګو
غواړم چې و يـــې کړم ديدارپه سترګو
ولې خو ومـــې لګــــــي ډار په سترګو
چې يې راکــړى يـــو ګوزار په سترګو
سمـــــه اوس نـــه وينمه لار په سترګو
نوره به نـــه کوو اظهـــــــار په سترګو
اشنا پوهيـــــږي مـــو اغيار په سـترګو
ولې دې کړمـــــه ســـزاوار په سترګو
په خداى چې نه لــرم اختـيار په سترګو
داتا چې جوړدې ټـول سينګارپه سترګو
خود به نازيـږي زمــــا نګار په سترګو
نور به يې څه کـــوم ګفـتـــار په سترګو
لنډه يې دا چې شـــــــمه جار په سترګو
چې يې شيدا کړم پــــه يووارپه سترګو
( تنها يې ) خود ليکم اشعـــار په سترګو
نـــــوم : حاجي عنايت الله
تخلص : عنايت الله
د پلارنوم : ملک اسدالله
زوکــړه : ١٣٤٦ لېږديز لمريز کال
زده کړه : په منځنۍ کچه
ولايـــت : پکتيا
ولسوالي : سيدکرم
کلـــــى : خوشحال خېل
قــــــوم : توتاخېل
سر دفکر په زنګون
ښکليــه ته لاړې ســــتا يادونــه مې په زړۀ پاتې شول
د لالهاند فــــــــــــکر خيالونــــه مې خواره پاتې شول
ما وې نصيب به شــــي وصال زمـــــا د ښکلي صنم
خيال دروغجن شو اميدونــــــه مې ټول پړه پاتې شول
سيلۍ زما په حال رحمــــــيږي دومره خيال مې ساتي
ستا د نازکو پښـــــــــو پلونه هـــــم باد وړه پاتې شول
نور د دنــــيا د نعمــــتونو په خونــــــــــــد نه پوهېږم
د زړۀ ته تېر جانان غمــــــــونه مې خواړه پاتې شول
له غريوه ډک سلګۍ – سلګۍ شوم نيمه خواپاتې شوم
په اننګو د اوښکو څاڅـــکي مې راڼــــه پاتـــــې شول
بدن مې ويلــــــــــــې شو ګوګل مې د لمبو نه ډک دى
سوړ اسويلي شومــــــــــــه اهونه مې زاړه پاتې شول
ما وې کتــــــــاب د عشق به پرانيزم د يار په وړاندې
عنايت الله د زړۀ رازونـــــــــــــه مې ساړه پاتې شول
نـــــــوم : الحاج نور نبي
تخلــص : بشيري
دپلارنوم : الحاج غلام نبي
د نيکه نوم : تورګل
زوکــــړه : ١٣٥٧ لېږديز لمريزکال
زده کـړه : د کابل طب پوهنتون څخه د معالجوي څانګې فارغ .
ولايت : پکتيا
ولسوالي : سيد کرم
کـلــى : مش عثمان خېل
قــــوم : توتاخېل
پکتيا
څــــــــه رنګينه څومره ښکلې يې هوا ده
ښکلې دښتې لوړلوړ غرونه ښه صحراده
هــــره خـــــوا يې معطـــــره ښه فضا ده
دا زما د زړګي ګل زما پکتيا ده
× × × × ×
د ځوانانو شهامت بـــــــه يې هېر نه کړم
هـــــم د پېغلو شجاعت به يې هېر نه کړم
دغه ننګ او دا غيرت به يې هېر نه کړم
د پکتـــــيا د پېغلو خوښــــــــه مې حيا ده
دا زما د زړګي ګل زما پکتيا ده
× × × × ×
ټول قومونــه يې خواږه دي لکـــه وروڼه
لـه کينې بغضه خــالي دي د دوى زړونه
غيــــــــــرتـي يې واړه ښځــې او مېړونه
هميش کړې دوى يـــو بل سره ســلاح ده
دا زما د زړګي ګل زما پکتيا ده
× × × × ×
ټول يوشـان دي توتاخېل که احمدزي دي
فرق يې نشته که منګل دي که ځاځي دي
پــه يو والي باندې ټينګ ټول زرمتي دي
چې ليــــــــــدلې مې د هـــــريوه خندا ده
دا زما د زړګي ګل زما پکتيا ده
× × × × ×
چې زدراڼ وينـــم زړګى مې خوشاليږي
څمکنــــــــي دي که پټان مې نه هېريږي
ګردېـــــزي او دولت زي مي تل ياديږي
څه په خوى او په اخلاق کې يې ښکلاده
دا زما د زړګي ګل زما پکتيا ده
× × × × ×
غـرونـــــه ډک يې لــــه څېړيو او نښترو
هـــــم له لمنځو لــــــه مماڼو له ګورګورو
هـــم واورې تکــــې سپينې لــــــه مرمرو
هــر يـــــو بوټى يې نـــــاروغ لره دوا ده
دا زما د زړګي ګل زما پکتيا ده
× × × × ×
پېغلې نجونې يې را تــــاوې په ګودر وي
ښايســـته د ( مش ١) دکلي مــــازديګر وي
سلامي ورتـــــــه ولاړ هر خوا نښتر وي
چې چنـــــــار زمـــــوږ د کلي په خندا ده
دا زما د زړګي ګل زما پکتيا ده
× × × × ×
چې شمله يې لوړه شوې تـــاريخـــــو کې
( بشيري ) يې يادوي تـل پـــه نغــــمو کې
په غزلو په ليــکنو پــــــــــه شـــعـرو کې
چې هـــر ځاى ده ګل او ګل ښکلې رڼا ده
دا زمـا د زړګي ګل زما پکتيا ده
نــــوم : نورګل
تخلص : ارمان
زوکـړه : ١٣٦٠ لېږديز لمريز کال
زده کړه : اتم پاس
ولايت : پکتيکا
ولسوالي : ګيانه
کلى : وړه
اوښکې
بيا بـه غوټۍ وينځي شبنـــــــــــــــم په اوښکو
چمن به لوند کړي د خـــــــــپل غم په اوښکو
خدايږو هغــــــــــه اختر لــــــه خوښيو خالي
چې ګودر لوند وي د صنــــــــــم پـــه اوښکو
اوښکې دې وچې کړه جانانه د ټکري په پيڅه
غمـــــاز خوښيــــــــــږي ستا د غم په اوښکو
قضا يې مــــــــــــــــه کړي د جانان ديدن دى
ارمانـــــه تل بــــــه يې لمانځم پـــــــه اوښکو
نوم : نعيم ګل
تخلص : بيچاره منګل
دپلار نوم : جوار منګل
زوکړه : ١٣٦٩ لېږديز لمريز کال
زده کړه : د نهم ټولګي زده کوونکى
ولايت : پکتيا
ولسوالي : جاني خېل
کلى : بلزاى
څلوريزه
مه منـــــــه زړګيه نور د چا خبرې مـه منه
څومره يې رسوا کړې د اشنا خبرې مه منه
واړه ياران نن کـړي تر مطلبه د يارۍ مزل
بــس کـړه لېونـــــــيه د خندا خبرې مه منـه
نـــــوم : رحمن ګل
تخلص : رحماني
دپلارنوم : حاجي فضل ګل
زوکــړه : ١٣٥٤ لېږديز لمريز کال
زده کړه : اتم پاس
ولايت : پکتيا
ولسوالي : پټان
کلى : غونډۍ
قوم : منګل
نوى قرارداد
راشه چې تازه کړو ګران اشنا هغــــه زړه مينه
جان چــــې پټه پټه مـــــــــو کوله له هرچا مينه
هر وخت به خبرې وې زما او تا په سترګو کې
څنګـــــــــــه مو په زړو کې تښتېدله پښتنه مينه
ما به چـې در وکتل له ورايه په موسکا به شوې
ستا په اننګو باندې به ښــــــــکلې ښکارېده مينه
راشه چې د هغې مينې نوى قــــــرار داد وکړو
کومه چې کوله به مـــــــــــو پټه او ښکاره مينه
ما د زړه په کورکـــــې تېر لوزونه امانت ايښي
خدايږو مسافر وم ګنــــــــې نـه مې هېرېده مينه
تل چې مې دا ستا د مينې ډير ډير احترام کـړى
يــو ځل رحماني سره کړه بېرتـــــه مېلمنه مينه