نــــوم        : حضرت خان
تخلص       : حليمي منګل
دپلارنوم     : حاجي صحبت خان منګل
زوکــړه      : ١٣٥٨ لېږديز لمريز کال
زده کړه      : په منځنۍ کچه
ولايت        : پکتيا
ولسوالي     : سيدکرم
کلى           : ډم منګل
اوسنۍ استوګنه : د کويټ هېواد
چاپ شوي اثار : نه لري
ناچاپ اثار       : يو زيات شمېر غزل او منظمونه

                    
                      مات زړګى
ښکليه مـــه راځه ترڅنګه زړۀ مـــې چوي
ستا د دوه سترګو له جنګه زړۀ مـــې چوي
ستړى – ستړى يمه سيوري ته مې پرېږده
دچنار په شانتې دنګــــــه زړۀ مــې چــوي
مات زړګى مې پيــوند نه اخـــــــلي دلبــره
غورځوه مې له ګړنګـه زړۀ مـــــې چــوي
پـــه خــــوبونو کې خو کلــــه کلـــه راشــه
اې د ګل په شان ګل رنګـــه زړۀ مې چوي
جادوګـــرو ستــــرګو داســـې يم خوړلـــى
زر راځه مستــه ملنګــــــه زړۀ مــې چوي
حليمــي وايمـــه کــــومې خوا تـــه لاړ شم
ستا د شنو بنګړو له شرنګه زړۀ مې چوي

نـــــوم       : خانجان
تخلص       : وفايار منګل
زوکــړه     : ١٣٣٨ لېږديز لمريز کال
زده کړه     : د سيدجمال الدين د ښوونکو له عالي مؤسسې څخه فارغ
ولايت        : پکتيا
ولسوالي     : ميرزکه منګل
کلى           : انډوام 

چاپ شوي اثار  : نه لري
نـــاچاپ اثـــار  :  ځينې اثار لري خو د نومونو او ډولونو يې کوم ذکر نه دى شوى .

                                 ځوانيمرګ
ارزو مـــې ځوانيمـــــرګه شوه ارمــان مې ځوانيمرګ شو
شوه ميــــــــنه ځوانيمرګه چې جانان  مـې  ځوانيمرګ شو
غوټـــــــــــــۍ په سپړېدو وې نيمـه خوا شوې پاڼې پاڼــــې
هم باغ مې ځوانيمرګ شو هم بــاغوان مې ځوانيمرګ شو
ځګــــــيروي او اسويلـــــي مې ټول دزړۀ  له تل راخيژي
چې روح مې ځوانيمرګ شولو هم ځان مې ځوانيمرګ شو
منـــــګولو د يوچا راتــــــــه د تن جامــــې کړې څيــــرې
لمن مـــــــــې ځوانيمرګه شوه ګرېوان مې ځوانيمـرګ شو
چــــــــــــې غشــــــى د لېندۍ مـــــې برابر پـه نښه نه شو
هم غشى ځوانيـــــــمرګ شو هم نښان مې ځوانيمـرګ شو
ډوډۍ پرې پخوي هـــــــــرڅوک وطن مې سور تنـور شو
افغان مې ځوانيمرګ افــغانســــــــتان مـې ځوانيـمرګ شو
نيمــګړې تنـــکۍ هيــــلې مې ژوندۍ ښخې په ګور شـوې
ژوندون مې ځوانيمرګ د ژوند داستان مې ځوانيمرګ شو
غــــزل د ( وفـايــــــار ) نيـــمګــړى لار کې په سلــګو شو
قـــــلم مــــې ځوانيمـــرګ او قلــــمدان مې ځوانيمرګ شو

نــــوم         : سميع الله
تخلص        : پيوند توتاخېل
دپلارنوم     : حاجي سيدحسن  همکار
زوکــړه     :  ١٣٦٧ لېږديز لمريز کال
زده کړه      : د دوولسم ټولګي زده کوونکى
ولايت        : پکتيا 
ولسوالي     : سيدکرم
کلى           : چينو

چاپ شوي اثار    : نه لر
نــــــاچاپ اثار    : يو شمېر شعرونه او لنډې کيسې

                   حسن جادوګر
سترګې خمارې لــــــرې اوري تـــــرې منتر
زلفې دې دانــــه -  دانـــــه حسن جادوګــــــر
شنې سترګې خونـــــــکارې قتلول کــــــــوي
سره زيړ اننګي لکـــــه غروب د مــــــازيګر
زړۀ دې ده د مينې خـــــــزانـــه جانـــــانــــه
شين خال دې په زنــــــه تور باڼه دې ستمګر
سړى خو کفر تـــه اوباسي ستا خوږې خبرې
په غاړه دې اميل ښايسته جوړکړى دى زرګر
حسن د (  پيوند ) جانانــــه څومـــــــره ښايسته
تا بــــــه ليونى کړي تور بـــــاڼه يې کاريګـر

نـــوم         :   رحيم ګل
تخلص       :   وفادار
دپلارنوم     :  حاجي دلاور خان
دنيکه نوم    :   محمدعمر خان
زوکــړه      :   ١٣٥٧ لېږديز لمريز کال
زده کړه      :   د دوولسم ټولکي فارغ
ولايت        :   پکتيا
ولسوالي      :   ميرزکه
کلى           :   ميرزکه

                  وطنه 
ته بــــه خپـــه يې کـــــــه پخلا وطنه
زه دې لــــه غــيږې يـــــم جلا وطنه
بيا يتيمان په توره شپـــــــه ژړيـــږي
تــــــــا نه شوه جــــوړه کربلا و طنه
وينـــــه او روح مې شه قربان له تانه
ګـــيـــــله دې چــانــه ده مولا  وطـنه
هر يو ازمون ته دې په نېــــــغه ولاړ
زمــا وجـــدان زمــــــــــــا ليلا وطنه
د وفادار په شان بچيان دې  هـروخت
کـړي افــــتخار ستا پــه ښــکلا وطنه

نــــوم        : ذبيح الله
تخلص       :  قرار
دپلارنوم     : حاجي عزيز
زوکــړه      :  ١٣٦٦ لېږديز لمريز کال
زده کړه     :  د دوولسم ټولګي څخه فارغ
ولايت        :  پکتيا
ولسوالي     :  اريوب ځاځي
کلى          :  حمزه خېل

                             غزل
تيــارې  –  تيـــارې شـوې د ســحر جنـازه ووتله
تور ماښــــام راغـــلو د  سپــين لمر جنـازه ووتله
جګ سپيـــــن غره ورته په غټه تنه چيغې وکـړې
چـــې يـــې له  غـــېـــږې  د نښـــتر جنـازه ووتله
د کوم افغــــــان په بې کسۍ باندې څوک وژړېـدل
پـــه تـــور مـــــاښام د مســــــــــافر جنازه ووتلـه
د جونو سپين لاسونه پاتې شول اوسره يې نه کړل
 زمـــــــــــــوږ لـــه کلــي د اخـــــتر جنازه ووتله
قراره يار دې چې راضي شو نور غمونه مه کړه
غـــيـــږه تـــــــــرې تاو کړه د خطر جنازه ووتله

نـــــوم       :  خان محمد
تخلص       :  بشردوست
دپلارنوم    :  حاجي ببرک
زوکــړه     : ١٣٥٧ لېږديز لمريز کال
زده کړه     :  لسم پاس
ولايت        :  پکتيا
ولسوالي     :  ځاځي اريوب
کلى          :  روکيان
                           غزل
ستا شوخو سترګو ته به څوک د ليــدو تاب راوړي
که څوک در وګوري نو خپل زړۀ به کباب راوړي
په توره شــــــپه کې د غزل ښاپېرې غېږ ته راشي
له غرڅنو سندرو ډک رنګيــــــــــن کتاب را وړي
هر يو بدلون ته په شکمـــــــنو سترګو ګوري ځکه
دلــــــــــــته د رحم ملايــــــــکې هم عذاب راوړي
کم عقــــــــلان خيال کې خدايه ستا له حقيقي دفتره
د ګنــــاهونو پـــه بدل کې هـم ثـــــــــــواب راوړي
مونــــــــــــــــږه به هم پــکې نغمې د غمو وغږوو
څوک که په ميــــنه زموږ غېږې ته ربـاب راوړي
د(  بشردوست ) شاعر غزل کې يو انځور داسې شه
چــــــې پــکې ژڼو ګړګوټۍ څڼې دريــــاب راوړي