نـــــوم : امين الله
تخلص : تنها
دپلارنوم : حاجي عبدالله
زوکــړه : ١٣٦٥ لېږديز لمريز کال
زده کړه : تر لسم ټولګي پورې
ولايت : پکتيا
ولسوالي : احمدخېل
کلى : حسن خېل
چاپ شوي اثار : نه لري
نـــــــاچاپ اثار : دوه شعري ټولګې
ټول جهان وژړل
مـــــا خو له لاسه د جانـــــان وژړل
شېخه چې تا پــــه کوم ارمان وژړل
زه پــــــــه ژوندي اشنا قمر نــــړوم
تــــا د خپل يار پـــه قبرستان وژړل
مـا پـــــه وصال کې انتظار وليـــــدو
شېخه خير تا که پــــه هجران وژړل
تــــا خو يوازې د خپل ځان په خاطر
زمــــــــا زړګي په ټول جهان وژړل
تا د مسجد په ګوټ کې سرپه زنګون
مـــــا ميخانــــه کې ميخواران وژړل
شېخه په حال دې چې ( تنها) خبرشو
ورســـــــــره ورېځو د اسمان وژړل
نـــــوم : محمد ابراهيم
تخلص : ټکر
دپلارنوم : لعل محمد
زوکــړه : ١٣٣٥ لېږديز لمريز کال
زده کړه : په روغتيايي چارو کې له بکلوريا نه لوړې زده کړې .
ولايت : پکتيا
ولسوالي : اريوب ځاځي
کلى : سرواني خېل
چاپ شوي اثار :
١ – ( دازادۍ جذبه ) شعري ټولګه
٢ – ( د سره سنګر کيسې ) نثر لنډې کيسې
٣ – ( پښتونه ويښ شه ) شعري ټولګه
) نثر AIDS٤ – ( ا يډ ز
ناچاپ اثار :
١ – ( دعقيدې جنګ ) نثر
٢ – ( دخيالونو زانګو ) شعري ټولګه
٣ – ( چــــل ول ) نثر
٤ – ( ترخې خاطرې ) نثر
٥ – ( وفادارسپى او بې وفا مېرمن ) ناول
٦ – ( تاريخي ملنډې ) لنډې کيسې
٧ – ( د مينې جونګړه ) لنډې کيسې
٨ – ( سنـــــدرې ) شعري ټولګه
٩ – ( ډيسکو زمانه ) شعري ټولګه
١٠ – ( سپـــــرغۍ ) نثر
١١ – ( د مينې کچکول ) شعري ټولګه
١٢ – ( ټوکېدلي خيالونه ) شعري ټولګه
١٣ – ( رنګين خيالونه ) نثر
١٤ – ( تاتـــــــه وايم ) نثر
چې خزان دى که سپرلى ؟
نه پوهېږم دې بدلون ته چې سهار کــــــه مـــــاښامى دى
نن بې نوره راته ښکاري که دا لمراوکــــه سپوږمـى دى
نه توتي کړي اوازونــــــه بلبل هم پـــه خوله ګونګى دى
زه ګومان کړم چې خزان دى خلک وايي نـه سپرلى دى
نــه ګــلونــه غوړېــدلي نه غوټۍ پـــــــــــه خندېدو شوې
نـــه چمــن راټوکېــدلـى نه درې پــــــه شـنـه کېـدو شوې
فضا خړه غوندې ښکاري چې دا ګــــرد او کـه لوګى دى
زه ګومان کړم چې خزان دى خلک وايــي نه سپرلى دى
نــــــه توتيانـو شـور مــــــــاشـور شتـه نـه بـلبـلو چغـهار
نـــه مــزه شــته د بـاغــونــــــو هــم خپـه دى بــڼ ملــيار
لورپه لورځوګ سوران دى چې ژړا اوکـــه زګروى دى
زه ګومان کړم چې خزان دى خلک وايي نـــه سپرلى دى
زمـــــزمې د انقلاب دي خو کـــــــردار او عمل نـه شـته
هـــر سړى عذاب کې ډوب دى د مشکلو څه حل نه شته
هـېڅ بدلون راغـلى نـــه دى هـــغـه ډول هغـه لرګـى دى
زه ګومان کړم چې خزان دى خلک وايي نـه سپرلى دى
قافله مې لوټ تــــــالان شوه انقلاب پــــــه توره شپـه کې
خپلې سرې وينې مــې غوړپ کړې د شرابو په پياله کې
عـدالـت پــر ځـاى راغــلى نـن زور ظـلم او زيــاتى دى
زه ګومان کړم چې خزان دى خلک وايي نــه سپرلى دى
هغه اسمان چې ستوروډک ونن تش تور راته ښکاريږي
دازادۍ سپـينـه رڼــا کې حالات نور راتـــــه ښـکاريـږي
چې ( ټکر ځاځى ) حق سـتايي خـلک وايـــي لېونى دى
زه ګومان کړم چې خزان دى خلک وايي نــه سپرلى دى
نــــــوم : غلام فاروق
تخلص : بريالى توتاخېل
دپلارنوم : مامور ګل نذير توتاخېل
زوکــړه : ١٣٦١لېږديز لمريز کال
زده کړه : په منځنۍ کچه
ولايت : پکتيا
ولسوالي : سيدکرم
کلى : خنډخېل
چاپ شوي اثار : نه لري
نـــــا چاپ اثار : يوه شعري ټولګه
قسمتونه لا ويده پاتې دي
د مخ رڼا ته دې تيارې ګوتــــه په خوله پاتې دي
نوره سپوږمۍ يې خواسمان تـــه رسېده پاتې دي
داستا په عشق کې د مجنون مقام تـــــــه ورسېدم
خالي کوڅه کې دې پـــه ما کاڼي ويشته پاتې دي
وخته پــه موږ خودې د خداى زورونه و ازمايل
ولې غصه يې وايه نوردې زړۀ کې څه پاتې دي
زما او ستا ترمنځ کيسې به پـــه محشر سپينېږي
دلته خو هسې هم څو شپې د ژوندانــــه پاتې دي
خلکوپه ځمکه داسمان له ستوروغېږې تـاوکړې
زمـــــوږ بـــــد بختو قسمتونـــه لاويده پاتې دي
مـــــرګيه داسې زر به نه وړې رانه بلې ډېوې
دلته بې وړانګو محفلونـــــه مـــو تياره پاتې دي
دا مجبوري وه چې ښکاره مي ورتــه ونـه ويل
( برياله ) يار تــــه مې ګيلې پټې په زړۀ پاتې دي
نـــــوم : شمس الرحمن
تخلص : خاموش
دپلارنوم : محمد قاسم نوري
زوکــړه : ١٣٦٥ لېږديز لمريز کال
زده کړه : تر دوولسم ټولګي پورې
ولايت : پکتيا
ولسوالي : مرکز- ګرديز
سېمه : ميلن
غزل
ما تــــه د مذهب او د ايمان خبرې بيــــا وکړه
د تــــورې د خنجر او د پيکان خبرې بيا وکړه
ډيـــره موده وشوه چې جامونـــه بې درکه دې
ماتـــــــه د ساقي او د مغـــــان خبرې بيا وکړه
غمونو مې ګلونـــه د چمن را نه هېر کړي دي
زر شـــــه د بلبل او د بستان خبرې بيـــا وکړه
مرګ راته بهتر دى د هجران په زلزلـو کې يم
خوا کې راتـــــه کېنه د جانان خبرې بيا و کړه
زړۀ مې دتهمت له وېرې مخکې کافرشوى دى
واوره اې ( خاموشه ) د قـران خبرې بيا و کړه
نوم : نعيم الله
تخلص : ستومان
د پلارنوم : حاجي تاڼه دار
زوکړه : ١٣٦٨ لېږديز لمريز کال
زده کړه : زده کوونکى
ولايت : پکتيا
ولسوالي : زرمت
کلى : خطابه غلام خېل
غزل
مــــاتـــه د تـــللو کيــسه لويـــــــه زلزلــه وه
پېښـــه شـــــوې مــــــې دزړۀ په مــــناره وه
چـــې يودم کــــله د ګل وږمه شوه پورتــــــه
لــــــه قيامت نه په زر وار سخـته شېـــبـه وه
دنفرت باد د تـــــــيارو په ځل کــــــې يووړه
اې پتنـــــــــــګه ! دښکلا شمــــع هم مـړه وه
د غــــــــــاښونو يو نښـــــان مې شو ورپـاتې
د ځوانۍ په خوب سپوږمــۍ غوندې ويـده وه
ستومان وايم غم دې دومره جادوګــــــــر دى
له بارانه تلـــم، ناوې لاندې مې شـــــــــپه وه