نــــوم : انجنير نسيم ګل
تخلص : مومن زى
دپلار نوم : حاجي مومين خان
زوکړه : ١٣٦٢ لېږديز لمريز کال
زده کړه : د خوست پوهنتون د کمپيوټر ساينس پوهنځي محصلو
ولايت : پکتيا
ولسوالي : اريوب ځاځي
کلى : سرواڼي خېل
ستا ګرېوان زما لاس
پـــه محشربه ستا ګرېوان وي زمـا لاس وي
پــــه دنيا بـــــــه ستا جفا زمـــا اخلاص وي
زۀ د ګلو ګېډۍ در وړم پــــــــــه تحفـــه کې
ستاپـــه لاس کې تل خنجرشمشېرالماس وي
نه لـــه خداى (ج) ځـنې ډارېږې نه له خلکو
نــه پــوهېږم چې دا جن وي او که ناس وي
دا چې بــد کوي نيـکۍ ځنـې نفـــــرت کړي
خداى عذاب پـه هرهرچاوي کله خاص وي
دا چې يـــو افـــغــان جګيږي او بـــل وژني
دا بـــــــه څنګه اسلامي مــلـي احساس وي
دوحدت نارې بــــه ووهـي تــر مـرګـــــــه
(مومين زي) ته بــه تل پاتې پــه ميراث وي
نـــــوم : مددګل
تخلص : علي خېل
دپلار نوم : محمد ګل
زوکړه : ١٣٦٢ لېږديز لمريز کال
ولايت : پکتيا
ولسولي : اريوب ځاځي
کلى : علي خېل
څلوريزه
دا خپل شوخ اسويلي ساړه - ساړه حسابوم
غمونــــه ور سره هم څـــــــه نـاڅه حسابوم
يو کال کيږي ملګرو چې بې يـاره مسافـريم
دا يــــو کال زنده ګي عمر کې نـــه حسابوم
نـــــوم : مرجان
تخلص : اظهار
د پلار نوم : سردار
زوکړه : ١٣٤٩ لېږديز لمريز کال
زده کړه : تر لسم ټولګي پورې
ولايت : پکتيا
ولسوالي : سيدکرم
کلى : کاريز
قوم : توتاخېل
چاپ شوي اثار : نه لري
نــــاچاپ اثـــار : يوه شعري ټولګه
غزل
ستا دمغرور تندي سلام مې وړاندې ډېــــر خوښېده
د مينې زور و بس نــــاکام مې وړاندې ډېر خوښېده
زمـــا پــــه ژبـــــه ځغليده زمـــا پــه زړۀ واکمن و
ستا سندريز غوندې دا نـام مې وړاندې ډېر خوښېده
يــــو د خوشحال د تــــورې شرنګ بل د ملالې ټپې
پښتونـــــه ستا ننګيالى قـام مې وړاندې ډېر خوښېده
مــــا هم وه کــــړې اقتدا ستا د بڼو پـــــــه صف کې
د غونډې زنې خال امام مې وړاندې ډېــــر خوښېده
کله بـــه ستا دمــــــخ رڼـــا کلــــه تيــــارو واخيستم
هغه سکڼى – سکڼى ماښام مـې وړاندې ډېرخوښېده
که اوس يې اورم په (اظهار) دا ستا له خولې خبرې
ګلې دا ستــــا د خولې کلام مـــې پخـوا ډير خوښېده
نوم : اختر محمد
تخلص : سودايي
د پلارنوم : شهزاد ګل
زوکړه : ١٣٦٣ لېږديز لمريز کال
ولايت : پکتيا
ولسولي : اريوب ځاځي
کلى : علي خېل
غــزل
دبې وفــــاوو نــــه وفا مــــــــه غواړه
د کيکر بوټو نـــه ښکلا مــــــه غواړه
زړګيه غلى شـــه قــــربــــان دې شمه
بس کړه خوبانو نــــه خندا مــه غواړه
چې زړۀ طبيب دې وي بيماربه نه شې
کـــه شې بيمار ترېنه دعا مــــه غواړه
چې دغمو پــــه بـــــــازار ګډ شې کله
د خوشالۍ تـــــــــرېنه سودا مه غواړه
خوار( سودايي ) تــــــه د کچه شرابو
ډکــــه پياله مسته نشه مـــــــــه غواړه
نوم : فلک ناز
تخلص : توتاخېل
دپلارنوم : عجب ګل
زوکړه : ١٣٥٦لېږديز لمريز کال
زده کړه : تردوولسم ټولګي پورې
ولايت : پکتيا
ولسوالي : سيدکرم
کلى : کوه سين
قوم : توتاخېل
چاپ شوي اثار : نه لري
نـــاچاپ اثـــار : دوه شعري ټولګې او يوه د لنډو کيسو ټولګه
دمينې جادوګر
له کومــــه لوري چې دا لمــــــر راغلى
چې مې جونګــــړې تـــــــه دلبر راغلى
ورکې شوې نور د تــــورو شپو لوخړې
نن پــــه ما نـــــوى سپين سهر راغـــلى
نن د ګلشن ګلونــــه مړاوې ښـــــــکاري
چې مې جانـــان نن پـــــــه چکـر راغلى
پېغلو نـــه مات شول په ګودر کې منګي
چې مــــې د مينې جادوګــــر راغـــــلى
نن ميلمستيا کې به سرې شونډې ورکړم
ستړى ستومـــــــانــــه مسافــــــر راغلى
ځم د بېلتون په کور بـــه اور پورې کړم
ښکلى جانـــــان ډيـــــــر په هنـر راغلى
همــــــــــزولو ټولې نن منګـي راواخلئ
( توتاخېل ) سيل تـــه د ګــــودر راغـلى