نـــــوم       : محمدالله 
تخلص       : مقبل
دپلارنوم    : شربت خا ن
زوکړه      : ٧\٤\١٣٥٢ لېږديز لمريز
زده کړه     : تر شپږم ټولګي پورې
ولايت       : خوست
ولسوالي    : اسمعيل خېل او مندوزي
کلى          : حسن زي

چاپ شوي اثار : دهايکوګانو يوه ټولګه چې نوم يې ( يبره ) ده
ناچاپ اثار  :  يوه شعري ټولګه
          
                هايکو
پښتانه چـــــــــې ډېر وکړي تعليم
بيا په فارسي  او يا اردو غږيږ ي
په خپله ژبــه دوى ته شرم ورځي
           
                هايکو   
زمــا د خړ کلــــي دا خړې کوڅې
دخټو لوټو دغــــه خړ کورونـــــه
تــــر واشنګټن او تر لندنه ښه دي
                 
                 هايکو
چې دا دجهل تورې شپې سبا کړي
زمادې خوارغريب وطن ته خدايه
داســــې سهر او  رڼا را ولــــې ته

                   هايکو
ځوانۍ يې ټولې پردېسۍ  وخوړې
په شته وطن کې در پـه در ګرځي
څـــــه بدنصيبه پښتانه  زلمـي دي

نـــــوم       : قدرت الله
تخلص       : حيدرخېل
دپلارنوم     : ګل محمد
زده کړه     : تر دوولسم ټولګي پورې
ولايت        : خوست
ولسوالي     : اسمعيل خېل او  مندوزي
کلى          : کوچه خېل
قوم           : حيدر خېل

چاپ شوي اثار :  دخوستيو ژڼيو نارې دي  ( ګډه شعري ټولګه )
نـــاچاپ اثـــار :  ١- شعري ټولګه  ٢- د ادبي کيسو ټولګه
                   
                               غزل
وخت د خندا نــــه دى جانــــانــــه بـــــــايد ټول وژاړو
پــــــه دې حالاتو لــــــه خپګانــــــه بــايد ټول  و ژاړو
دا د احمد او د محمود  د  تـــفــــــاوت پــــه مــــــرض
لــــه کندهـــــــار تــــــر  بدخشانه بـــــــايد ټول وژاړو
هلته تـــــرتيب دلته تطبيق د مهالـوېش لــــــه وېـــــرې
اې لـــــر او  بـــــــر پښتونستانه بـــــــــايـد ټول وژاړو
کله دې تورکله دې سورلاس په ګرېوان کې پروت وي
تش پــــــه نامه افغانستانــــــه بـــــــايد ټـــــــول وژاړو
يــــــــوازې زړۀ مې د وحشت پــــــه بلاګانو مـه وړئ
زمــــــا امېد ، زمــــــا ارمــــــانه بايــــــــد ټول وژاړو
نه (حيدرخېل) شته نــــه يې هغه سره او سپين ملګـري
ځاى د افسوس دى په مـــــــا ګرانه بـــــايد ټول وژاړو 

نـــــوم       : مرجان
تخلص       : شکمن
دپلارنوم     :  نصرالله
زوکــړه     : ١٣٦٣ لېږديز لمريز
زده کړه     : د يوولسم ټولګي زده کوونکى
ولايت        : خوست
ولسوالي     : نادرشاه کوټ
کلى           : المره

چاپ شوي اثار : نه لري
 نـــاچاپ اثـــار : دوه شعري ټولګې 
                           
                                       اوښکې      
غوښې مې تا د محبت په سرو لمبو  وچې کړې
                           پـــه انتظاردې زمـــا سترګې په کتو  وچې کړې     
دزړګي دښتې مې شوې وچې دوصال په قحطۍ
                           پـــــکې غوټۍ باران په طمع د راتلو وچې کړې     
راکړه اوبه پـــــه لپو ، لپو  ساه مې خيږي اشناه
                           ستا بېلتانه مــې راتـه لاړې په سلګو وچې کړې    
لکـــه  منصور پــــــه دار ختلى يمه زه در پسې
                           دلبره شونډې د اغيار  پـــــــه مچېدو وچې کړې 
لکـــه بلبل مې مينه راغله ستــــا د مخ پر ګلاب
                           تـا مې د څيرې سينې وينې په اغزو وچـې کړې
ګوره جانانــــــه چې د شېخ په توبو نه شې خطا
                           هسې يـې ګوتې ستا تر رويه په تسپو وچې کړې
( مرجانه)! بيا به دې لښتي لښتي په مخ نه راځي
                           جانان مـې اوښکې دمژګانو په جارو وچې کړې

نــــوم        : امرالله
تخلص       : هلال
د پلارنوم   : محمد الله
زوکــړه     : ١٣٥٦ لېږديز لمريز کال
زده کړه     : د ژورنالېزم  لېسانس
ولايت        : خوست
ولسوالي     : مرکز
کلى           : وزيان 

                         غزل
دوه مين شــــــي غېږ په غېږ  وصال يې بولي
په سپين مخ چې شين ښکاره شي خال يې بولي
کيفيت   چـــــــې وربښي  په  سترګو  زړۀ  ته
نـــــور بــــــه څه وي خامخا جمال يـــې بولي
دمينو زړو تـــــر منځ چې غـــــــمــازي کړي
دا کـــــه پير وي يـــــــا زاهـــد دجال يې بولي
داسې وايـــــي دجانــــان پـــــــه چم کې اوسي
نـــــوم يې شتــه خو بس هلال ، هلال يې بولي

نــــوم        : اکرم خان
تخلص       : ځدراڼ
دپلارنوم    : محمد خان
زوکــړه     : ١٣٥٧ لېږديز لمريز کال
زده کړه     : دکابل پوهنتون د انجنيري پوهنځي لېسانس
ولايت       : خوست
ولسوالي     : نادرشاه کوټ
کلى          : کپړى 

                                     اشنا کله راځي
دوختو د غم غوټۍ بــــه پــــه خندا کلــــه راځــي
د پــــردو مـلکـــو سفر نـــــه بـــه اشنا کله راځي
                             د تور بختو په بـازار کې را نه هيلې ورکې شوې  
                             ارمــــانجن زړګى مــــې پلورم ، دلربا کله راځي
د ازل تـــوره نصيبه لــــږ مجال د تــــدبير راکړه
دتـقـديـــر اوږدو تيارو کـــې بـــــه رڼا کله راځي
                             د خوښۍ د ټال ادې مــــــو دغمو للو ، للو کـــړي  
                             دې پــــه وچو ، وچو شونډو به موسکا کله راځي
په نظردې ګوره نه کړم لږدې حسن سره پام کړه
دسرو شونډو پــــــــه نېشو کې بسم الله کله راځي
                             دزهير احساس کورګى يــې د وختو طوفان وهلى
                             د (ځدراڼ ) د هيلو لمر بــه په دې خوا کله راځي
===