نــــوم : شاه محمود
تخلص : منتظر
دپلارنوم : عبدالقادر
زده کړه : د ژبو او ادبياتو ماسټر
رشته : پښتو ژبه او ادبيات
دنده : ښوونکى
ولايت : پکتيا
ولسوالي : زرمت
کلى : ادين خېل
قوم : اورياخېل
چاپ شوي اثار :
١- ادبي کره کتنه او ګټې يې
٢- استاد قيام الدين خادم (شاعر ، ليکوال او ژورنالېست )
نـــــاچاپ اثار : ( دنصيب ډالۍ ) په نامه يوه شعري ټولګه
نــــوم : عبدالرحيم
تخلص : ځدراڼ
دپلار نوم : غوث الدين
زوکړه : ١٣٢٢ لېږديز لمريز کال
زده کړه : دکابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي دپښتو څانګه
علمي رتبه : سرمحقق
دولتي رتبه : مافوق
دنـــــده : د پښتو ژبې او ادبياتو انسټيټيوټ آمر
ولايت : پکتيا
ولسوالي : ده څېړۍ
کلى : توري خېل ( رجي خېل)
چاپ شوي اثار:
١- په خارج کې پښتو څېړونکي
٢- روهيله پښتانه
٣- دملا لتاړ ديوان
٤- پښتو پښتو تشريحي قاموس په څلورو ټوکونو کې ( ګډه پروژه )
٥- پښتو دري قاموس ( ګډه پروژه )
٦- د ادب مطالعه ( ژباړه )
٧- ادبي ژانرونه ( ژباړه )
٨- پښتون شېرشاه ( ژباړه )
٩- دشرق د تمدن تاريخ ( ژباړه )
ناچاپ اثار:
١- د ناول ليکنې فني او تخنيکي خواوې
٢- د لنډې کيسې فني او تخنيکي خواوې
٣- خانجهان لودي ( ژباړه )
دپښتو ژبې دليک دود په باب يو څو خبرې
دا ډېره موده کيږي ، چې پښتانــــه ليکــوالان ، پوهـــــانـدان ، اديبان او ژبپوهـــــان په دې اخته دي ، چې د پښتو ژبې د مشکلاتو د حل له پاره يوه لاره بيا مومي .
ځينې په دې عقيده دي ، چې د پښتو ژبې حروف بايد پـــــه انګليسي واوړي ، ځينې نــور پـــــه دې اخته دي ، چې د نــــــــويو لغـــاتو او اصطلاحاتو ذخيره پـــــکې زياته کړي ، يو شمېر زيــــار باسي ،چې زاړه او د محاورې نـــــــه لويدلي لغات بېرته را ژوندي کړي ،ځينې کسان بيا غواړي چې هـرې خارجي کلمې او نوم ته پښتو نوم او کلمه پيدا کړي ، څوک يې د معياري کولو پـه باب فکر کوي ، او يو شمېر نور بيا د ژبې د نــــورو مشکلاتو او پرابلمونو په برخه کې اندېښمن دي .
دوى حق لري ، دا ځکه چې ژبه د يوه قـــام د غوره مشخصاتو څخه شمېرل کيږي ، ژبه خپل ويونکي په يوه سرحدي حلقه کې ساتي، ژبه د شعور د لوړولو ، تنوير او يوه بل په پوهـــــــولو کې په زړۀ پورې چوپړ کوي ، زمــــوږ ژبه د يوې و سيلې په توګه زموږ سره د خپل هېواد د اقتصاد ، کلتور ، ساينس او ټکنالوژي ساختمانونو په وده کې پوره – پوره مــــــرسته کوي ، د همدغې ژبې برکت دى ، چې موږ خپل عنعنات او دودونـــــــه خوندي ساتو ، او د يوه غوره ملي کلتور څښتنان يو ، ملي کلتور مــــــوږ ته په خپل ځان بسيا ، ډاډ او په خپلو ځانونو د اتکا درس راکوي ، احساس او مـورال مو را لوړوي ، موږ بايد د خپلې ژبې مديون او عاشقان ؤ اوسو .
نـــوم : خيال محمد
تخلص : کټوازى
دپلار نوم : عبدالغفار
زوکړه : ١٣٢٩ لېږديز لمريز کال
زده کړه : کابل پوهنتون د ادبياتو او ژورنالېزم پوهنځى .
ولايت : پکتيکا
ولسوالي : مرکز- ښرنه
کلى : ملکان
اوسنۍ استوګنه : هالنډ
چاپ شوي اثار :
١- ( دزړۀ وينا ) لومړۍ شعري ټولګه
٢- ( ريشانه ولولې ) دويمه شعري ټولګه
نـــــاچاپ اثار : يوه شعري ټولګه
پاکه لمنه
زړۀ پـــــه سرباندې مې ځاى لرې وطنه
دلــــــوړو غرو نـــــــو په لمنو کې پلنه
په هره لوېشت دې دلمانځه سجده روا ده
د مسلې غوندې دې پـــــاکــــــــه ده لمنه
چې کوم ابليس دې پــه وياړونو لګېدلى
پــــــه مـاتــه ژامــــه دې شړلى دى مننه
هـــره دره دې يـوه زانـــــګو دهـوساينې
پـــه هـــــر بچي باندې دې ډيره لورېينه
کــــــه دې هر څو په راکټونو باندې ولو
لا دې پرانېستې راتــــــــه غېږه ده پتمنه
د دښتو تـــرخې دې ګلونــــه د ګلشن دي
غر دې پــــه رنګ ښايسته دى تـر چمنه
د تا لـــه پت سره مې ژونــــد تړلى وينم
له سر او مال سره دې فـرض ګڼم پالنه
که دې زمـــــــا د وجود وينو ته وي اړه
پــــــــه دواړو سترګو مـې منلې ستا بلنه
دتــــــــا د جګوغرو د څوکو بـلا واخلم
والله چې ډېررا باندې ګران يې زمــا تنه
(خياله )که زړۀ ته دې ارام ليدلى نـه وي
د و طن خــــــاوره د رنځو نـــو در ملنه
نـــــوم : غلام مجدد
تخلص : لايق
ادبي شهرت : سليمان لايق
دپلار نوم : خليفه عبدالنبي
زوکړه : ٢٠\٧\١٣٠٩ لېږديز لمريز کال
زده کړه : د ديني زده کړو تر څنګ يې لوړې زده کړې د کابل پوهنتون د ادبياتو په پوهنځي کې تر سره کړي .
ولايت : پکتيکا
ولسوالي : مرکز ښرنه
کلى : ايمنې خېل
ادبي وړتياوې او برياوې : لايق په پښتو ژبــــــه کې شعر ، نثر ، او لنډداستان او هدغه راز په دري ژبه کې هم شعر او نثر ليکي .
چاپ شوي اثار :
١- چونغر شعري جونګ ( پښتو ) دوه ځلې
٢-کېږدۍ شعري جونګ ( پښتو ) دوه ځلې
٣-يادونه او درمندونه شعري جونګ ( پښتو )
٤-بادبان شعري جونګ ( دري )
٥-د اباسين سپېدې ( پښتو )
٦- شپېلۍ ( پښتو )
٧-قصې او افسانې شعري جونګ ( پښتو )
٨-دپښتو لنډيو تحليلي رساله ( پښتو )
٩-سمت روشن جاده ها شعري جونګ ( دري )
١٠-ساحل، شعري جونګ ( پښتو )
١١-سپرغکې شعري جونګ ( پښتو )
نــــاچاپ اثـــار :
١- پښتانه په لنډيو کې تحقيقي اثر ( ١٢٠٠ ) مخه
٢- په حماسه باندې تحقيقي اثر
٣- ګاتونه : د زردشت مذهبي سرودونه ( ژباړه )
٤- د ادبي مصطلاحاتو په اړوند تحقيقي اثر
٥- د اريايانو په لرغوني تاريخ کې د پښتنو قبايلو څرک
٦- ( مرد از کوهستان ) دري منظوم رومان
زما شعر
اې زمــا غيرتي شعره ، کـــه ته نه واى
مــــا بـــــــه چا سره ژړل دا خپل غمونه
که تـــــــا لاره د مردۍ ، نه واى ښودلې
مــــا به څرنګه څارل د زمـــــــرو پلونه
خدازده ، څه به په ما کړل دې خپلو هيلو
ما بـــــه چا سره ويل خپل ارمــــــــانونه
پـــــــه کوم ساز به مې د زړۀ نغمه وهله
کوم ربـــــــاب به جګول زمـــــــا غمونه
کومې هيلې،کو م ارمان ته به ژوندى وم
څنګــــه څنګه به مې وړل دغم بـــارونه
چا بــــه ايسته د مظلوم په ننګ کې توره
چا بـــــه کړل پـــــــه ظالمانو ګوزارونه
چا به وې ساده بزګر ته چې راويښ شه!
ستا پــــه وينو رنګينه د اربــــــاب خونه
سخت سفر بــــــه مې په څه اسانېدى شو
نېغې لارې ، ښويې پرښې، ګړنــــګونه
تنهايي او تيــــــارې شپې ، ددښمن وېره
بـــــې وسي او ځوروونــــــکي منزلونـه
چابه وې چې دا نيلى اسمان دې سورشي
تــــرې دې ؤاوري د وينو بـــــارانونــــه
چا بــــه وې سپېره وطن دې ګلستان شي
پـــــې خـواره دې شي ببر ببر ګلونــــــه
د وورو ويده بــــرېښنا بــــــــــه چا ليدله
چې سبا بــــــــه ترې کوزېږي ، تندرونه
چا ليدى شواى د زمـــــــان ساده افق کې
سور وطن ، سورمستقبل ، سرۀ هد فونه
نــــوم : خان محمد
تخلص : شرفيار
دپلارنوم : اميرمحمد
زوکړه : ١٣٢٨ لېږديز لمريز کال
زده کړه : د لېسانس تر درجې پورې
ولايت : پکتيا
ولسوالي : اريوب ځاځي
کلى : علي خېل
چاپ شوي اثار :
١- د ( سباوون په تمه ) شعري ټولګه
٢- د ( اوښکو غمـــى ) شعري ټولګه
٣- د ( امېدونو غونچې ) شعري ټولګه
پــــه خپل کلتور مينه
پر پوزه يـې نتکۍ ده
پر غاړه يې اوږۍ ده
زنګيږي د سرو ټيک يې په اوربل وهي ټالونه
سرې شونډې يې لالونه
جوړ کړى يې اوربل دى
سور ټيک سور يې چارګل دى
ځليږي لکه ستورى خال يې ايښى پر جبين دى
پر غاړه يې لونګين دى
په خپل کلتور مينه
ليلا د ګلو ونه
په څنګ کې بدرګه ورسره ځي د کلي نجونـــه
سرې شونډې يې لالونه
دسرو يې دى پېزوان
دسپينو باوو ګان
غمى يې د يــــــــاقوتو ،دالماسو دى پــــړکيږي
شغلې وهــــي ځليــږي
ښکلا ده،رنګينې دي
دحسن پلوشې دي
دې ايښي پــــــــــر منګي د بنګړيو ډک لاسونه
سرې شونډې يې لالونه
ده چيغه د ننګــونو
نغمه دغيرتونو
دخپل وطن پــه مينه کې نـــــازو ده زرغونه ده
مــــــلالــــــــه پښتنه ده
نــاهيد ده ، ګلغوټۍ ده
دحسن شهزادګۍ ده
شينده پرې (شرفياره) د زړګي دبـڼ ګلــــــــونه
سرې شونډې يې لالونه
تردې ځايه
نـــــوم : فدا محمد
تخلص : صميم يار
دپلارنوم : ارواښاد استاد عبد المجيد
زوکــړه : ١٣٦٢ لېږديز لمريز کال
زده کړه : په منځنۍ کچه
ولايت : پکتيکا
ولسوالي : مرکز ښرنه
کلى : صغرو
داختر شپه
دروژې اخــــــــري ورځ ده د مکتب زيړ مـــــازيګر دى
يــــار په برګو بـــــــرګو ګوري بس له مانـــــه مرور دى
ټوله ورځ زمـــــا روژه وه زمـــــا ماښام تــــه اندېښنه وه
ټولــــــه ورځ پـــــــه انتظار وم چې بيګا ته خو اختر دى
چې کيفيت ديـــــار را ياد شو دزړګي سرور بربـــــاد شو
خوشــــــالي راځنې ولاړه ډک لـــــــه وينو مې ځيګر دى
لکــــه ګل ورېژېدمــــــــه لاس تــــــرزنــــــې کښېناستمه
خوب زمـــــا له سترګو تللى ځکـــــه زړۀ زمـا پرهر دى
ديـــار حسن بل مشال دى زمـــــــــا زړۀ ورپسې جال دى
بس کفن به ځان ته جوړکړم چې مې ژوند ډېرپه خطردى
اختر لمانځي اشنايـــان دي پر مــــا جوړې نـه شي ساندې
زه پــــــه هجر يــــــم ويرژلى د يــــار غم او زما سر دى
( صميم ياره ) نــــــاقرار شوم د اختر پـــه شپه بېمار شوم
دا د مينې دومــــــره زور دى کــــــه پر مايې ډېر اثر دى
نـــــوم : دولت خان
تخلص : تروکيوال
دپلارنوم : روزي خان
زوکــړه :١٣٥٥لېږديز لمريز کال
زده کړه : د دوولسم ټولګي څخه فارغ
ولايت : پکتيکا
ولسوالي : مرکز- ښرنه
کلى : تروکي
قوم : نېزګني
چاپ شوي اثار : نه لري
نـــاچاپ اثــــار : يوه شعري ټولګه
دبڼ حالات
پـــه يــــــــوه بڼ کې دګلونـــو بلبلان وو لـــوبېدل
پـــــــه دې څانګو دګلونو بـــــــه داښکلي زنګېدل
پکې ښې خوږې وږمې وې هم نغمې پکې خورې
هـــره خوا کښې يې نېشې وې تماشې هـم نظارې
دشرابـــــو يې نهرونــــه په هــــــــر لوري بهېدل
پـــــه دې څانګو دګلونو بـــــــــه داښکلي زنګېدل
نسيم به په موسکا ، مـــــــوسکا دا څانـګې نڅولې
شبنم به دنـــــــرګسو ، نـــــــرمـې شونډې لمدولې
بورا بـــــــه ترې چاپېره ډېوې بلې ګــــــــرځولې
دا واړه پــــــه دې چم کې نــــــــــــازولي اوسېدل
پـــــــه دې څانګو دګلونو بـــــــه داښکلي زنګېدل
ښايسته داسې محلونـــــــه ووهېندارې يې مـرجان
زرين بــــــوټي وو د مشکـو ، د عنبرو دزعفـران
چې مـــــدام بــــه پرې د اصلو مرغلرو و بـاران
لکــــه ستوري د اسمان بــــــه دا له ورايـه ځلېدل
پـــه دې څانګو دګلونو بـــــــــــه داښکلي زنګېدل
بېګانه ښکلي مــــرغان به يې ديدار تــه وو لېوال
چار چاپېره ترې را تــاو و د پولادو لــــوړ دېوال
د وختو پـــــه تروږمو کې ورته راغى لوى زوال
پــــه بلاوو مبتلا شول فــــــريادونــــــــه يې کول
پــــه دې څانګــــــو دګلونــــو به داښکلي زنګېدل
چې د سترګــــو بد نظر ورتـــــــــه د چـا ورسېدۀ
د خزان پــــــه طوفانونو دا ګلشن و نــــــــــــړېدۀ
په دې حال يـــــې (دولت خان تروکيوال) وکړېدۀ
دچا تلل پـــکې سرونــــــه څوک بېديـــــا ته ووتل پــــه دې څانګــــــو دګلونــــو به داښکلي زنګېدل
نـــــوم : محمد طاهر
تخلص : تسل
دپلارنوم : الحاج محمد انور
زده کړه : ديوولسم ټولګي زده کوونکى
ولايت : پکتيکا
ولسوالي : مټاخان
سيمه : فقېرکلا
کلى : ارسلاخېل
سندرې
سلګۍ چې مې را پورته شي خبرې ترينــه جوړې شي
اوښکې پــــــر څپو شي مــــــرغلرې ترېنه جوړې شي
هسې خو بدبخت يـــــــم د نـــــــاصح خبرې نـــــه منم
دا پلا يې منمه کــــــه شکرې تــــــــــــرېنه جوړې شي
نــــــــورې د الفت او محبت افسانــــــــې نـــــــه ستـايم
کمې کيسې لويــــــــې سترې ،سترې ترېنه جوړې شـي
دلته د غــــــمــــاز اود رقيب ډلــــې پــــــرېمانـــــه دي
ټيټې کــــــړم خبرې خو ابترې تــــــــــرېنه جوړې شي
چې ستاد مينې او الفت پـــــه دام کـــــــــې ښکېل شومه
هـــــــــره شاړه ګـــــورم خو ګودرې ترېنه جوړې شي
حيران يمه ملګـــــرو چې دا څومــــــــره ستمګرې دي
ښکلې چې تــــــالا کړې جادوګـــرې ترېنه جوړې شي
پـــــاګل شولم کـــــــه خوب وېنم ملګرو راته وواياست
( تسل ) کړمــه خبرې خو سندرې تـــــرېنه جوړې شي