نــــوم : عبدالباري
تخلص : نعيمي كټوازى
دپلارنوم : الحاج محمد نعيم
زوکړه : د ١٣٦٢ لېږديز لمريز کال د وږي مياشت
زده کړه : د خوست پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي د لومړي کال محصل
ولايت : پکتيکا
ولسوالي : يوسف خېل
کلى : زمريکوټ
چاپ شوي اثار : نه لري
نـا چاپ اثــــار : يوه شعري ټولګه
پټې سلګۍ
جانانه تاله به يادېږم که نه
خو ته پوهېږې چې زه ستا په غم کې؟
هره شېبه د سودايي په رسم
هره ګړۍ دلېوني په دستور
ستوني ته ګوتې کړم
په چيغو سرشم
دا خپل پاره ، پاره ګرېوان څيرمه
خو سوده نه پرې کيږي
بس يو زړګى خالي شي
دلبره تا ته به يادېږم که نه؟
زه چې سپوږمۍ ته ګورم
هلته کې ستا د مخ انځور وينمه
هلته سرور وينمه شور اورمه
راته کيسې کوي له تېرو شېبو
را ويښوي مې لېوني چورتونه
راله سپړي د زړۀ ژور زخمونه
خير دى پروا نه کوي
دا خو دمينې قرباني باله شي
خو بيا هم تاله به يادېږم که نه؟
ستا به د زړۀ په کور ورېږم که نه ؟
چې ته به هم زما د مينې په څېر
د ياد پرللمه د خالق له هسکه
زما د وصل بارانونه غواړې
خداى خبر ياره چې همداسې به وي
ګرانه! د خداى په روى چې هېر دې نه شم
ما ستا له ژونده سره ژوند تړلى
ځان مې پخوا لا په سوګند تړلى
جنون مې عقل بند په بند تړلى
خو خلاصه درته ويلاى شمه
که ستا د هجرڅپې سختې شي نو
د زړۀ دردونه مې فرياد شروکړي
بس دا يوه ټپه مې خولې ته راشي
نوم دې په خوله اخيستى نه شم
پټې سلګۍ دې په ديدن پسې وهمه
نــــوم : قيمت ولي
تخلص : دلباز
دپلارنوم : عبدالوحيدخان
زوکــړه : ١٣٥٨ لېږديز لمريز کال
زده کړه : څلورم ټولګي پورې
ولايت : خوست
ولسوالي : اسمعيل خېل او مندوزي
کلى : خان کلى شبي خېل
چاپ شوي اثار : نه لري
نــا چاپ اثــــار : يوه شعري ټولګه
سل پلمې
عشق مې چې کيسې راته را واړوي
ټــــــولې اندېښنې راتــــه را واړوي
زه چې ترې د ژوند په هکله و پوښتم
ويښې ، ويښې شپې راتــه را واړوي
بــــــاب د بيلتانه چې پــــکې وګورم
مخامخ لمـــبــــې راتــــــه راواړ وي
نه بــــه مې وي عمر په تيارو کې تل
خداى بـه پلوشې راتـــــــه را واړوي
څه بـــــه کړم تپوس ورنـه د نه راتلو
بيا بـــــه سل پلمې راتـــــه را واړوي
سوال چې ترې دمينې دتعريف وکړم
حسن فلسفــــــــې راتـــــه را واړوي
نـــــوم چې د شرابو يـــا ساقي واخلم
ستــــرګــې پښتنې راتــــه راواړ وي
مــــا (دلباز) يو بل جهان تــه وسپاري
داسې تمـــــاشې راتـــــــه را واړوي
نــــــوم : ګل قاسم خان
تخلص : وفا
دپلارنوم : محمد نبي
زوكــړه : ۱۳۶۴ لېږديز لمريز كال
زده کړه : د نهم ټولګي زده کوونکى
ولايت : خوست
د اښکو باران
د چا يــــــــاد مې د زړۀ کـورتــــــه پنهـان څنګه راغى
زمـــــا په زړۀ دا بې بارانــــــــــه طوفـان څنګه راغى
تـــــر ډېره وخته مـــــې د ځـان سره ژړلي نــــــــــه و
پــــــه ګــــــرېوانه مې نن د اوښـکو باران څنګه راغى
پــــه طبيبانو باندې ستړى هرمحل کـې شوم علاج لپاره
جانــــانـــــه ستا پـــه يــــو کتلو درمـــــان څنګه راغى
د زړۀ باوربه مې دکومو ګلو سيل کړو چې مې نـه لېدلو
په انتظار کې ورته ناست د امېدونو ارمان څنګه راغـى
پـــــه خوږ وطن مې طوفـــــانونـــه زلزلـې تېرې شوې
ګودرتـــــه بيا د مستو پېغلو کــــــــــاروان څنګه راغى
صرف( وفا )ته يې په سترګوکې ويلي و چې آى - لو- يو
پــــــه خوږه مينه يــــې د خلـکـــــو ګومان څنګه راغى
نـــــوم : ولي محمد
تخلص : نظري
دپلارنوم : مولانا نظرمحمد
زوكــړه : ١٣٦٢ لېږديز لمريز کال
زده کړه : تر يوولسم ټولګي پورې
ولايت : خوست
ولسوالي : مرکز- متون
کلى : کونډي
چاپ شوي اثار : نه لري
نـــاچاپ اثــــار : يوه شعري ټولګه
شنۀ چنارونــه
چا موګودرکې شنه منګي مات کړل
چا مو د پېغلو نــه بنګړي مات کړل
مـــوږ کينولي وو خوښۍ پـــــه تمه
کوم ظلم کار دغـه نيالګي مات کړل
چا مـــو ګلان بنګو پــــه نوم ورېبل
دا سرۀ ګلونه کوم چرسي مات کړل
سپوږمۍ راښايـــه تــاتـــه ښه پته ده
شنۀ چنارونــه کوم جنګي مات کړل
دا مــو بــابــا او د نيکـــــــه نښه وه
دا روغ سړي که لېوني مــــات کړل
مـــوږ يې مېوې تـه انتظار پـاتې وو
چا مو باغونــــه د سپرلي مات کړل
ټول لېوني شوه د يــوبل غوښو تــــه
چا خپل سرونه چا پردي مــات کړل
د ( نظري ) حـــال يــــې چې وڅېړلو
خپل ربابونــــــه ربــــابي مات کړل