نـــــوم : المرخان
تخلص : لمر
دپلارنوم : عبدالرازق
زوکــړه : ١٣٦٦ لېږديز لمريز کال
زده کړه : محصل
ولايت : خوست
ولسوالي : اسمعيل خېل اومندوزي
کلى : ميلني
لاره غواړي
دا د کـــوم انګړ غبار دى تر ځيګره لاره غواړي
د مـــــاښام شبنم لوند کړى تر سحره لاره غواړي
ماخوځاى په دې کوچنيواو وړو ويالوکې ورکړو
خو دى ډېر دى زورور تــر سمندره لاره غواړي
اې دلبره خپه نـــــــه شې زموږ دې لېوني چم کې
دا د هـــــــر مين تر سر پورې ډبره لاره غواړي
دام په چل کې ورته کېږده يو ياغي مارغه راغلى
پــه کوڅه دې راروان دى ستا د دره لاره غواړي
( لمر) لــــه څه شي نوره وکړي ملهمونه د پرهر
چې د هـــر نظر قاتل دى تر پرهره لاره غواړي
نـــــوم : باد شاه الدين
تخلص : مشکور
دپلارنوم : فضل الدين
زوکــړه : ١٣٦١ لېږديز لمريز کال
زده کړه : د دوولسم ټولګي څخه فارغ
دنـــده : ژورنالېست
ولايت : خوست
ولسوالي : مرکز- متون
چاپ شوي اثار: نه لري
نــا چاپ اثـــار: يوه شعري ټولګه
غزل
دلبره ولـــــې د لبري نـــــــــه کوې
يار راتــــــه وايي خو ياري نه کوې
څنګه بـــــاور ستا پـه وعدو وکړمه
يـــوه خبره بــــاوري نـــــــــه کوې
زه به مې مــات کړمه بنګړي دلېچو
چې پـــه شرنګا يې شاعري نه کوې
په خوله خو وايې چې به ځم درسره
نـــو د تلو ولـــــې تياري نــــه کوې
(مشکوره) هسې خو خوله نه درکوم
چې راتــــه نه ژاړې زاري نه کوې
نــــوم : رحمن الله
تخلص : نسيم
دپلارنوم : جمال خان
زوکــړه : ١٣٥٩ لېږديز لمريز کال
زده کړه : د روغتيا په برخه کې په منځنۍکچې
ولايت : خوست
ولسوالي : اسمعيل خېل او مندوزي
کلى : شبي خېل
چاپ شوي اثار : نه لري
نــا چاپ اثـــار : يوه شعري ټولګه
ماتيږي
يا بـــــــــــه سهار يا مازيګر ماتيږي
دا ستا کوڅه کې بـه مې سر ماتيږي
خاونده هـغه سر مو خاورې مه کړې
پـه کوم يو سر مو چې لښکر ماتيږي
دومــره په خپله ځواني مـــه نازېږه
زمــــا سينه کې بـه دې ښکر ماتيږي
لــــه هغې پېغلې مې واده کړه مورې
چې خامــوشي پــرې دګودر ماتيږي
( نسيم )به خپله ځواني دودکړي درته
ستـا د ځوانۍ چې پـرې نظر ماتيږي
نـــــوم : مصطفى
تخلص : کمال
دپلارنوم : حاجي عيدمحمدخان
زوکــړه :١٣٦٠ لېږديز لمريز کال
زده کړه : د دوولسم ټولګي څخه فارغ
ولايت : خوست
ولسوالي : اسمعيل خېل او مندوزي
٣کلى : پاينده خېل
چاپ شوي اثار : نه لري
نـــا چاپ اثــار : يوه شعري ټولګه
څلوريزه
سبا چې ملامته مــــا او تاګڼي سپين ږيـــري
راځــه نن ټول کارونه د پښتو له مخې وکړو
پـه ډاګ ولاړ ګلان يو جل وهلي که پوهېږې
لاس راچې مينه دواړه دسپرلوله مخې وکړو
نــــــــوم : معصوم
دپلارنوم : حضرت ګل
زوکــړه : ١٣٦٥ لېږديز لمريز کال
زده کړه : د خوست پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي د لومړي کال محصل
ولايت : خوست
ولسوالي : اسمعيل خېل او مندوزي
کلى : پاينده خېل
چاپ شوي اثار : نه لري
نــا چاپ اثـــار : يوه شعري ټولګه
ازغي پاتې شي
هــــغــه چـې لاړه شي خـــالي پاتې شي
خونـــه مې ورانــــه د زړګي پاتـې شي
هـــغــه چې ځي پسرلى ځـان سره وړي
ګلونـــــه ټول يوسي ازغي پـــــاتې شي
ګيلې کړې څلـه د بـــې غـــــــوره جونو
پـه ګودر ډک تـرې خپل منګي پاتې شي
چې پــکې نه وې نـو پرې اورپورې شه
بې لـــه تـــــا څه کــــه پسرلي پاتې شي
کـــه دې داځل لېچې پـــــه لاس راغللې
قسم کـــــه روغ به دې بنګړي پاتې شي
خدايږو په زلفو بــه دې اور پورې کړي
کـــــه دې دا اور اور اننـــګي پاتې شي
بې لــه تا نه رسي منزل تـه (( معصوم ))
کـــه ډېر په لنډو لارو ځي پــــــاتې شي
نـــــوم : الحاج وزيرمحمد
تخلص : روغ لېونى
دپلارنوم : خواجه محمدخان
زده کړه : د هوايي پوهنتون لېسانس او دکابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو ــ ـــ پوهنځي د پښتو څانګې لېسانس او ماسټر.
ولايت : خوست
ولسوالي : مركز- متون
کلى : بابر
چاپ شوي اثار يې په لاندې ډول دي
١- اورونـه او ګلونه ١٣٦٨ لېږديز لمريز کال
٢- زخمونه ملهمونه ١٣٧٨ لېږديز لمريز کال
٣- پــاکـــــــــه مينه ١٣٧٨ لېږديز لمريز کال
٤- د مينې خيالونــه ١٣٧٩ لېږديز لمريز کال
٥- سپيڅلې ولـولـې ١٣٧٩ لېږديز لمريز کال
٦- نيمــګړې هيلې ١٣٧٩ لېږديز لمريز کال
٧- وختونـه بدلونونه ١٣٨٠ لېږديز لمريز کال
٨- کلوالــي سندرې ١٣٨١ لېږديز لمريز کال
٩- ستـړى ژونـــــد ١٣٨١ لېږديز لمريز کال
١٠- د انګـار هـيلې ١٣٨١ لېږديز لمريز کال
١١- د وياړ شمـلـې ١٣٨٢ لېږديز لمريز کال
١٢- د مينــې ډېوې ١٣٨٣ لېږديز لمريز کال
١٣- د مينې شــــور ١٣٨٤ لېږديز لمريز کال
١٤- زوړ لستوڼـــى ١٣٨٤ لېږديز لمريز کال
١٥- سپينې مرغلرې ١٣٨٥ لېږديز لمريز کال
خټن کورونه
دا خپل خټين کـــورونــــــه په بنګلو نه بدلوم
وچ کـــاڼي د وطن پـــــه سپينو سرو نه بدلوم
د تن وينه مې ځـار شه د شېرين وطن په مينه
تش نــــوم د کابل جــــــــان په جنتو نه بدلوم
دننګ غيرت سبق مورپه زانګوکې راښودلى
وقـــــــار د افـــغـــــانــــانو په پيسو نه بدلوم
پـــــه ټيټو سترګو نه خورمـه پلو چلو د غيرو
د کــور شړومبې ګډلى پــــه قـورمو نه بدلوم
لازم پــــه هـــــر وګړي درناوى د نورو ژبو
خو زه پــــــه نورو ژبـــــو دا پښتو نـه بدلوم
پـــــه ډاګه درتــــــه وايمه شاعر روغ لېونيه
مذهب ژبــــه کلتور مې پـــــه پردو نه بدلوم
د ژړا ډولۍ
لــــــه ډېره غمه تکه سره سره ايشيده ډولۍ کې
څه ښکلې پېغله دسپين ږيري سره تله ډولۍ کې
لــــه کوره ووتـــــه ډولۍ کــــه جنازه وه خلکو
د حسن ميره لــــه خپګانــــــه لړزېده ډولۍ کې
پــلار يې ورکړې په ولور وه که پـه پور خدايه
پـــــه چيغو سر له بى وسۍ نه ژړېده ډولۍ کې
سورې يې وکړلې په زوره خو چا وانه ورېدې
په چيغو ستړې شوه پرته وه لکه مـړه ډولۍ کې
ډېره پخه راتلونــــــکي ژوند ته ځوريدله ناوې
ماورته پـــام و لکــــه اور کې ورتيده ډولۍ کې
زموږ وطن کې دومره کلکه زور واکي ده ربه
کـــه نه زاړه تــــه پېغله کلــــه ودېده ډولۍ کې
( روغ لېونيه ) له مــــا هـم اوښکې را وڅڅېدې
زه يولاروى پـــــه لاره تلـم ومې لېده ډولۍ کې