نـــــوم      : ولي مت خان
تخلص      : خادم
د پلارنوم   : خادم خان
زوکــړه    : ١٣٥٩ لېږديز لمريز کال
زده کړه    : د دوولسم ټولګي څخه فارغ
ولايت       : خوست
ولسوالي    : اسمعيل خېل او مندوزي
کلى          : عارف خان شبي خېل

چاپ شوي اثار  : نه لري
نــا چاپ اثــــار : يوه شعري ټولګه
              
                   غزل
لاړشم تــر جانانــــه پورې لاړشمه
تــــــه وا تر اسمانه پورې لاړ شمه
را کــــانــــدي وزر د تخېل رالـــه
دا چې لا مکـــانــه پورې لاړ شمه
ځان پـــــــــه کائيناتو کې را وښيي
کــلـه چې سبحانــه پورې لاړ شمه
ستـــا ســـره خبرې پــــه خبروشي
صبر چې خپل ځانه پورې لاړشمه
څنګه به رقيب له وېرې نه رېږدي
زۀ کــــــه تر افغانه پورې لاړشمه
اوس ( خادم ) په راز دمينې پوه يمه
ګوره تـــــر مکانـه پورې لاړ شمه

نــــــوم     : سپين
تخلص      : کامران
د پلارنوم   : معلم ګل
زوکــړه    : ١٣٦٠ لېږديز لمريز کال
زده کړه    : تر پنځم ټولګي پورې
ولايت       : خوست
ولسوالي    : اسمعيل خېل او مندوزي
کلى         : کوچي خېل
قـوم         : حيدرخېل

چاپ شوي اثار : نه لري
چاپ ته تيارثار : يوه  شعري ټولګه
           
                      غزل
پـــــــه تماشه د خپل نظــــــر ووتـــــم
شومــــه روان پــــــــه لوى سفر ووتم
ستـــا پـــه انګار کې د اقــرار په لټون
لـــــه سمې تېر شوم هــــم له غر ووتم
راستنيده مــــــــې نــــــا ممکن وګــڼه!
زه لکــــــه شور د سمندر ووتــــــــــم
ځواني مــــې څه وه؟ ننداره وه د ځان!
چې شوم خبر لـــــه ځـان بهر ووتــــم
څـــه دې ويل اوس راتـــه وايه عشقه!
لــــه هوښيارۍ نـــه لاس پـه سر ووتم
لــــکه کچکول د قلندر پــــه لاس شوم
خير کـــه ټول هم نه کړم لـه شر ووتم
سپرلى خزان راته يوشان ښکاره شول
حالاتــــو وچ کړم لــــــه ثـمر  ووتـــم
لـــــه خپله ځانه شرمېد مــــه (کامران)
چې ستـــــا ديدار تــــــه له بصر ووتم

نـــــوم      : صديق الله
تخلص      : مينه وال
د پلارنوم  : حاجي فضل رحيم
زوکــړه    : ١٣٦٣ لېږديز لمريز کال
زده کړه    :  د دوولسم ټولګي زده کوونکى
ولايت      : خوست
ولسوالي   : مرکز- متون
کلى         : متون

دا زمــــــــــا وعده  خــــــــــلـــکو ستاسو او د ځـان سره
زه بـــــــــه راولم مــــــلي يـووالى هـــــــــــر انسان سره
يـــــــو وارې کــــــــه موږه افغانــــــــان سـره پخلا شولو
کــــــرښه بــــــه معلومه کړو پــــــه اټک د پـاکستان سره
وينې بـــــــــه بيا ځان چې پــــــــه سرو وينو به لړلى وې
ښکـــــر چې لګوې د ښمنه تـــــــه د دې افغـــــــــان سره
و بــــه ويني ځان کــــه ورور د ورور سره وروري شوله
و بـــــه خوري ګولۍ کــــه څوک راځي د ټول جهان سره
څوچې په هرځاى کې تور، سور، شين بيرغ اوچت نه وي
مــــــه  يوځاى کوه مې خدايه تـــــــه د قبرستـــــــان سره
سرکــــــه ترېنه ځار کړو د وطن د هـــــــــرې لوېشتې نه
ځې بـــــــه اې زاهـــــــده ! بيا جنت تـــــــه  د ايمان سره

نـــــوم      : محمد انور
تخلص      : اڅړ
د پلارنوم  : نظرمحمد
زوکــړه    : ١٣٤٢ لېږديز لمريز کال
زده کړه    : د دوولسم  ټولګي څخه فارغ
ولايت       : خوست
ولسوالي    : اسمعيل خېل او مندوزي
کلى          : سموات

چاپ شوي اثار:
١- ( راشه زما وير او ماتم ته غوږ شه )  شعري ټولګه
٢- ( په اورونو کې مزلونه )  يونليک يا سفر نامه

                                  ناهيلي
اې زړګـيه ژاړه ژاړه پـــــــــه نصيب دې شو ګيرې دي
مالېدلي ستا تــــــالې دي سپينې ورځـــــې دې تيارې دي
يـــــا مې روح واخله لـــــــه تنه يــا رحيم شه اې څښتنه!
زنکدن بــــــدې شيبې دي پـــــر مــــا ايښې يې ارې دي
نـــــــه دعا راتــــــــه دوا شوه دا دعا راتــــــــه بلا شوه
مسجد وران کليسا ورانـــــــــه بتخانې خاورې ايرې دي
هيلې ستـــــا پــــــــــه ژړا راغلې ور سره ژاړه زړ ګيه
امېدونو تــــــه دې ګوره چې چــــا ودلي  يې زهرې دي
دود په دود د سپېلنى شوم هم مې ورک لوګي ايرې شول
دا سزا د کـــــوم ګــــــناه ده راپسې د چـــــــا ښېرې دي
دا چې سور ښکـــــاري اسمان کې د اشفق نه دى ملګرو
دا زمــــــا د وينو رنګ دى د اسمان منګــولې سرې دي
د بېلتون پـــــه بند بندي يـــم د خلاصون امېد مې نه شته
بنديـــــوان يـــــم د غمونــــــو درولي يـــــــې پېرې دي
پـــــه ژړا چې نن ژړېږم زه پـــــه خپل درد ښه پوهېږم
تـــــه خبر نـــــه يې ناصحه! آرزو ګانې مې سپېرې دي
دا غزل پـــــــه ژړا ليکم د تـــــــورتم  په تورو شپو کې
د خپل مــرګ چړې ښې وينم چې هجران راته تېرې دي

نـــــوم      : نبي
تخلص      : وزير
دپلارنوم    : حاجي رسول محمد
زوکــړه     : ١٣٤٧ لېږديز لمريز کال
زده کړه     : ترلسم ټولګي پورې
ولايت       : خوست
ولسوالي    : مرکز- متون
کلى          :  شمل فرار

تا چې لېدلى و ها وران وطن ودان دى راشه
اې مسافره ستا ديدن زما ارمان دى راشه
راشه رادرومه د ښکلا وطن ته
د خپل نيکه او د بابا وطن ته
د لوړو غرونو نندارې به وکړو
هم د شنو د ښتو تماشې به وکړو
تا ستا د کلي ماشومان ياد وي
تا په حجرو کې ټول ځوانان يادوي
ژوندون نيمګړى نيمه خوا تېريږي
پرته له تا نه چې په ما تېريږي
د ستا نشتوالى ستا په کور کې لوى خپګان دى راشه

نـــــوم       : سيد الله
تخلص       : تڼى
د پلارنوم    : بسم الله خان
زوکــړه      :  ١٣٤٦ لېږديز لمريز کال
زده کړه     : د تخنيکي علومو ماسټر
ولايت        : خوست
ولسوالي     :  تڼي
قـــوم         :  ټنى

کالي سپين  ږيره اوږده کړه
چې وارث د پيغامبر شې
که لويي او عزت غواړې
نو پروخت د لمونځ کولو
په لومړي صف کې درېږه
نور، چې هر څه کوې کړه يې
کليمه په ځوټه وايه
ټول ولس به دې مُريد وي
اوږده ږيره دلته دود ده
په دې چل په دې حيله دي
شيطانان تر ارګه  تللي