بسم الله تعالی
يادونه: نهيلي ولې؟ دارواپوهنې اود رواني ناروغيو ددرملنې  يوه په زړه پورې ټولګه ده، چې په تېرو شپو کې ددانش خپروندويې ټولنې له خوا په کتابي بڼه چاپ شوې ده، غواړو چې دلته يې ستاسو لپاره پر کرښه کړو. په دې هيله چې تاسې به ګټه ترې پورته کړئ.

د ژباړن خبرې

موږ چې څه مهال له پکتياڅخه سليمان غر مجله چلوله؛ نو ما پکې د اروايي اورواني ناروغيو د ژباړې (نهيلي ولې؟) يوه لړۍ پيل کړه. مادومره فکر نه کاوه، چې دا برخه به د لوستونکيو لپاره دومره اثرناکه او اغيزمنه وي؛ خو په وروستيو ګڼو کې چې د لوستونکيو له خوا کوم ليکونه راورسېدل، د نورو ډېرو نيوکو او ستاينوسره سره د نهيلي ولې؟ برخه زياته اغېزمنه ښودل شوې وه. تردې چې يو دوه د سليمان غر لوستونکي داسې پېدا شول، چې  ماته کور ته راغلل، ويل يې، چې ددې ژباړې (نهيلي ولې؟) له برکته زموږ د عمر ډيپرېشن (ژورخفګان) له مېنځه لاړ. زه نه پوهېدم، چې دوی رښتياويل اوکه بل څه کيسه وه. ماهم دې ته ملا وتړله چې بايدداکتاب چې په اردوژبه دی (مايوسي کيون؟ ) اوليکوال يې  (م_الف) دی وژباړم.
مابه ډېراورېدل،چې دوروستوپاتې اوغريبو ټولنو په ځانګړي ډول زموږ دافغاني ټولنې له اتياڅخه ترپېنځه نوي سلنې وګړي په اروايي ناروغيو اخته دي.څه مهال چې ماداکتاب ژباړه،دومره څه مې ترې واخيستل،چې خپله راته ظاهره شوه،چې داخوزه هم وړاندې تردې اروايي ناروغ وم؛خوداچې موږاروايي ناروغ ليوني ته وايو،کوم چې په لاروکې خلک په کاڼوولي. دې ته موفکرنه و، چې اروايي ناروغ تردې کم نه وي. هغه چې دکرکې په لفظي کاڼو ويشتل کوي اويادی ويشتل کيږي، ترهغې ښه دی چې په کاڼو وويشتل شي. داروايي ناروغانو، چې زياته برخه يې ځوانان اوپېغلې جوړوي. دوی دبې لارېتوب اودخپلې کورنۍ اوټولنيزچاپېريال دناوړه پالنې په سبب داسې جوړ شوي وي،چې خپل مسووليتونه نه پېژني.څوک چې خپل مسووليت ونه پېژني، هرومروله اروايي نارامتياسره مخ کيږي. يووخت داسې ناروغ تردې بريده ورسيږي،چې په ټولنه کې له زده کړو، له خوښ اوسوکاله ژوندڅخه بې برخې وي. هرخپل ورته پردی اوهرپردی ورته دښمن ښکاري. په هغه نه بيا دچاخبره اثرکوي اونه خپله دځان په اړوند دغوره راتلونکي لپاره فکرکوي. هغوی خپلې پرېکړې حتمي ګڼي او ددې دناوړو پايلوپړه دکورنۍ پر نوروغړو وراچوي.
          په دې کتاب کې ددې ټولوستونزواو ربړود هواري په اړوندلوستلی شئ. ماچې په عقيدوي لحاظ په دې کتاب کې کوم ځانګړی درس وليده، هغه دکتاب په زياتوليکنوکې داسلامي لارښوونو (دقران اوحديث) په رڼاکې داروايي ناروغيو درملنه وه.
         داچې په دې کتاب کې ځينې داسې  ليکنې هم وې، چې ماته ګټورې ښکاره نه شوې او ياېې هم موضوع تکراري وې؛ نومې دملګرو په مشوره هغه له ژباړې څخه پرېښودې. هيله ده چې داکتاب به تاسې په مينه اوشوق سره ولولئ اوهغه کسان، چې په دې ناروغيواخته دي ورسره همکاري اومرسته وکړئ.
       په پای کې له دانش صاحب څخه مننه کوم، چې دکتاب مالي لګښت يې په غاړه ومانه اوداکتاب يې ددې جوګه کړ، چې ستاسوترګوتودرورسيږي.
په تلپاتې مينه

محمدحنيف حيران توتاخېل، پېښور نصرت مېنه.
٠٣-٠٣-٢٠٠٧ل
ډيپرېشن (ژورخفګان) او لاملونه ېې

ويل کيږي چې په افغانستان ،پاکستان اوځينې نورو وروستو پاتې هيوادونو٩٠سلنې وګړي په ډيپرېشن يعنې ژورخفګان اوياهم په رواني ناروغيواخته دي. داهم ويل کيږي چې له ١٩٠٥زکال نه تر١٩٦٠زکلونوپورې دڅېړنوترمخې دژورخفګان ناروغي بيخي په نشت حساب وه؛ مګرله دويمې نړيوالې جګړې څخه وروسته دې ناروغۍ ډېرسرايت وکړ او لکه چې ګورونن سباېې دوباشکل اختيارکړی دی.
        څېړنوداهم ښودلې ده چې دنوروپه نسبت په ژورخفګان ځوانان او پېغلې ياځوانې ښځې زياتې اخته دي.چې ددې لاملونه غربت، د نشه يي توکوزيات کارول،بې روزګاري او کورنۍ ستونزې ښودل شوې دي.

ژورخفګان يعنې څه؟

١_ هغه وګړي چې د حالاتو مقابله نشي کولای او تل شکسته وي.
٢_ حوصلې ېې ماتې وي، خپلې برياوې کمې او يا بيخي نه ويني.
٣_ له دنيا،ورځني کاروبار،مطالعې،له خپلوملګرو او خپل خپلوانو سره ېې زړه راښکون نه وي اوځان يوازې ترخپله ذاته پورې محدودوتړي.
٤_ تل منفي فکرونه کوي، دځان خېرخواڅوک نه ګوري او داسې نور.
        دداسې ناروغيوترټولوعجيبه ذهني بدلون داوي، هغه وګړي چې ترنوروخلکو ده ته ډېرورنږدې وي؛ لکه مور و پلار، ښځه او زامن او ټول ورته بدښکاري اوښه نه پرې لګيږي. دلته نودداسې کس ناروغي په دې زياتيږي چې راشه درشه اوحساب کتاب ټول يې له خپلې کورنۍ سره وي. بيايوداسې کس چې دکورنۍ مشروي، هغه ته خوبياڅوک دهغه نيمګړتياوې هم نشي ورپه ګوته کولای؛ نوممکنه ده چې دداسې کس ژورخفګان دلېونتوب ترپولې ورسيږي.
       عجبه داده چې داسې کس تل داهڅه کوي چې ځانوژنه وکړي؛ ليکن له مرګ نه ېې ډارهم کيږي. ډيپرېشن په دوه ډوله دی. يوله دغونه يې ناروغ تل پرخپل ځان تشددکوي، تل په لوړاواز غږيږي، ښه خبره هم په غوسه کوي اوبده خبره هم.کله يې داتشددتردې ورسوي چې خپلې جامې څېرې کړي، خپل وېښتان په موټوکاږي اوله دېواله سره سروهي. داسې کس که چېرې دتشدداوتکليف رسونې ترانتهاپورې ونه رسيږي؛ نو د غوسې اونفرت اظهارکوي اوداسې حرکتونه کوي چې دهغې په وجه نورې کورنۍ ته صدمه رسيږي. ترټولوعجبه خبره داده چې داسې کس له يادوشويوګستاخيوڅخه وروسته هيڅ پښېمانه نه وي؛ بلکې داارمان لري چې يوه چاره خويې کړې وای.
دډېپرېشن دويم ډول ېې بياداول خلاف دی. په دې کې ناروغ ژاړي او تل يريږي. له خپل موروپلار، زامنو،کليوالواوملګرونه تل ګيله من اوځان ددوی درحم وړبولي؛ خوعجبه داوي چې داسې کس د يادوشويو خلکو هيڅ خبره نه مني اوڅه مرسته هم نه ورسره کوي. داسې کس ډېربې زړه اوډارن وي.
داسې کس تل هڅه کوي چې ګوښه کيني اوزړه يې نه غواړي چې له چاسره خبرې وکړي. دچاناروغ عيادت ته ورشي،کومې واده ښادي اويا هم دمړي له کورنۍ سره راشه درشه وکړي.تل چې کوم نږدې ملګری اوياهم خپلوان وويني، هڅه کوي چې وېې نه ويني. دژورخفګان ناروغان په ځای ددې چې د چا ښو خبرو او نصيحت ته غوږشي، زړه ېې ورته راتنګيږي  په همدې وجه يې دخواخوږي خبرې په مغزونه لګيږي؛ بلکه په اصطلاح په يوه غوږ يې واوري او په بل غوږيې وباسي.دهغه نه په خپل ځان باور وي نه پربل چا.
        تعجب کيسه داده، چې دمخکينيوپېړيودمعاصرساينس او تکنالوجي په برکت چې کوم پرمختګ شوی دی، هررنګ اسانتياوې، الوتکې، موترې، دخپل منځي تړونونودلرلولپاره تليفون، ګرځنده، کمپيوټر او انټرنيټ اونورواسانتياوو ددې دور خلکوته هيڅ اروايي ارامتياورنکړه؛ بلکه ددوی ستونزې او نا ارامتياوې يې لاپسې زياتې کړې.
          له نن څخه اتيانوي کلونه وړاندې خلک دډيپرېشن له نوم سره بيخي اشنانه وو. داناروغي موجوده وه؛ مګرددې ناروغۍ ناروغ نه و.ددې لامل داوچې خلکوساده ژوندتېراوو، ساده خوراکونه به ېې کول، غوښتنې يې کمې وې. په هغوی کې دصبراوقناعت ماده زياته وه. ددې زمان په څېر عرياني اوعياشۍنه وې. جنسي غريزې يې ترخپلې کورودانې پورې محدودې وې. منفي فکرونه په دې نه و، چې دخيالي پاچايي جوړلولپاره ېې څه اسباب نه ليدل. خلک ډېرمهذب و. له مذهبي اواخلاقي پولوڅخه څوک نه منحرف کېدل. خپل منځي مينه اودوستي زياته وه؛ ځکه چې دولت به کم واوچابه چاته ددولت اوملګرتيا دپاره سترګې نه پټولې.


ښاريان د كليوالو په پرتله زيات
په ډيپرېشن اخته كېږي
 ١_ ښاري نجونې اوهلکان تل داهڅه کوي،چې دځان دپاره په اصتلاح يومعشوق يامعشوقه پېداکړي. دنن سبا پرمختللې فلمي نړۍ ديارانوجوړولو داکچه دومره زياته کړې ده چې هرهلک کوښښ کوي، چې دکوم فلمي ستوري په څېروېښته جوړ کړي، لباس يې دواغوندي اوياېې هم ددوی په اصتلاح ايکټونه (حرکتونه) وکړي. هغه فلمونه چې نن سبا په سېنماګانو خپريږي اويا يې هم په بازارکې پلورل کيږي، له اخلاقي پلوه بيخي صفر دي. زموږ دانوی نسل په ځای ددې چې علمې رنګ ترې واخلي، نورېې هم دفحاشي لورته ورکاږي اوبالاخره يې چې عقدې سړې نه شي، په مختلفوناروغيواخته شي. بيايې نو موروپلار کوښښ کوي چې رنځپوهانو ته يې بوځي، دم اوتاويذ ورته وکړي. په ځينوکليوالوسيموکې اکثره خلک داسې انګيري چې  په زوی يالور باندې يې چاکوډې کړې دي. بياېې نو دخدای په زيارتونوګرځوي، تاويذونه ورته کوي. په هغه چاباندې يې چې شک راشي، مختلف ګواښونه ورته کوي اوبالاخره ېې دابعض اوکينه ددښمنۍ ترپولې ورسيږي.
٢_ لکه چې وموويل ښاري خلک په دې وياړي چې زوی ېې فلمي هيروجوړشي. هغوی پخپله لاسه رنګارنګ فلمونه کورته راوړي. ډېش انتن اوکېبل ورته لګوي.اکثره خلک خوداکوښښ کوي چې اولادېې له بې ځايه ګرځېدو څخه رامنعې شي اوپخپل کورکې تلويزون اوانټرنيټ ته ناست وي اوياهم په دې وياړي چې زوی ېې دفلانکي هيرو په څېرقدوقامت، وېښته اولباس لري.اولادېې نورهم تشويقيږي اوبالاخره يې چې غوښتنې پوره نشي نوداروايي نارامتياښکارشي.
          تاسې داحقيقت ومنئ چې دې فلمونواوډراموزموږټول نسل په ژورخفګان اخته کړی دی. ډېپرېشن په دوه ډوله دی لکه چې وړاندې مووويل يوقسم يې له تشدد څخه ډک وي، چې بالاخره سړی ځانوژنې ته هڅوي اوبل قسم يې داچې انسان تل ژړوي، دردوي اوله خپلوخپلوانوڅخه بيلوي.
٣_ داسې وګړي داروايي ارامتيا دپاره بياله بيلابيلو نشه يي موادو؛ لکه شراب، چرس اوله نورونشه يي درملوڅخه استفاده کوي. په ځای ددې چې ددی ستونزې حل اوعريزې يې سړې کړي، دوی نور هم له کاره وباسي. داسې مستان هڅه کوي چې خپلې معشوقې اويا هم کورودانې ته په زوره شراب اونور نشه يي توکي ورکړي، چې په پای کې په اکثره ځايونوکې ليدل شوي دي چې دوی لوڅ لغړپه ورځو ورځوپراته وي. داسې خلک بالاخره په ټولنې يولوی پېټی جوړشي. له بده مرغه بايدووايوچې په داسې خلکوکې دلوستو خلکوشمېره ډېره ده.
٤_ ښاري نجونې اوهلکان چې له يوبل سره ملګرتياکوي، تل يوبل ته دروغ وايي:
   داسې پېسه دار يم، پلارمې په لندن کې دی، دومره مارکيټونه مودي او...... داکيسې يې ټولې له هغو فلمونو او ډرامو څخه زده کړې وي چې په هغوی کې خلکوته ښودل کيږي چې په ښارونوکې داسې پېښيږي. نجلۍ هم ځان دغټې کورنۍ بولي، هلک په ډول ډول خبروغلطوي. دالوبه که تاسې په انټرنيټ وګورئ، بيابه ښه درته ظاهره شي.
په لنډوټکوکې بايدووايو،چې چرته داخلاقي کدرونو زوال پيل شي، له هغه ځايه دژورخفګان چينه خوټيږي. په اصل کې ډيپرېشن ياژورخفګان داخلاقياتواودانسانيت له عظمت څخه بېزارتوب دی اودشيطان غلبه ده، چې زموږځوان کهول يې تردې ځايه راوستی دی. هغه وګړي چې سوچه ليوني دي، هغوی ياهيڅ نشي کولای او يا ډېرڅه کولای شي (دورانکاري له لوري )؛ خوهغه وګړي چې په ډېپرېشن لګيا دي هغوی بيا ددې زهرو په درياب کې ډېرخلک له ځانه سره لاهوکولای شي.
داسې وګړي په اصل کې ددين اواسلام له سپېڅليو کړيو څخه ځانونه ازاداومطمين بولي؛ لېکن دځان دننه چې کوم اضطرار، ذهني بوج اوډېپريش محسوسوي، هغه ددين اومذهب نه دبېزارتوب او دخپل ضميراوروح يولوی عکس العمل ( غبرګون )  دی.
لکه چې ومووويل پوهانودژورخفګان لوېې سرچينې بې لارېتوب، دنشه يي توکوکارول اوفاحش فلمونه ليدل ښودلي دي. هغوکسانوته چې نشه يي توکي نه رسيږي اوياهم کرکه ترې کوي ،هغوی دذهني ارامتيادپاره نشه لرونکي درمل کاروي. دادرمل په هرځای کې بې له کومې پابندي څخه پلورل کيږي اوکوم قانوني جرم هم نه لري.که چېرې موږووايوچې هريواتم ځوان په نشه لرونکودرملواخته دی نومبالغه به نه وي.
زموږاوستاسې مشران دماشومانواوځوانانوبې لارېتوب يوازې اويوازې تلويزون، تيلي فون اوانټرنېټ ګڼي. هورښتياهم که داڅېزونه په سمه توګه ونه کارول شي؛ نوماشومان اولويان دبې لارېتوب اوبدمرغۍ لوري ته کشوي؛ خوکشران بياټول ناوړه کارونه له مشرانوڅخه زده کوي. هغوی دشنولښتو په څېر وي هرطرف ېې چې کږوې کږيږي. هرمشرکه همداتلويزون، سي ډي، انټرنيټ سم وکاروي،کېدای شي کوچنيان هم همغسې رنګ ترې واخلي.
        ښه خبره خوداده چې هرپلاراومشرورورياتره بايد د خپل زوی يا ورور د ناستې پاستې ملګري،انډيوالان او د هغوی د ناستې پاستې ځايونه معلوم اوتعقيب کړي، د هغوی جايزې ستونزې دې  ور حل کړي اوداسې نازدې ورکړي چې هغوی دبې لارېتوب لوري ته نه بيايي.

په تاسو كې څه خرابي ده؟
زه ستاسو دا مشكل حل كوم، ستاسو مخې ته څو پوښتنې ږدم، دا په دقت سره ولولئ او په پوره ايماندارۍ سره ددې ځواب (هو) يا (نه) وركړئ، ماته ځواب مه راكوئ، خپل ضمير ته ځواب وركړئ، خپلې مخې ته كاغذ كېږدئ، اول پوښتنه ولولئ او پر كاغذ باندې يې وليكئ:
1_ "هو" يا "نه" داسې د هرې پوښتنې شمېره وليكئ او مخې ته يې ځواب وليكئ.
لاندې د "هو" يا "نه" پوښتنې بېله بېله جمع كړئ.
زه وروسته ددې پوښتنو د اروايي خاميو تشخيص او درملنه درته ښيم، خپل خپل ځوابونه وګورئ، دا ځوابونه به ستاسې له "هو" او "نه" سره سم وي.
پوښتنې:
1_ تاسې پوهېږئ، تاسو چې كوم كار كول غوښتل ددې لپاره مو هېڅ وخت نه درلود؟
2_ تاسو محسوسوئ، چې ستاسې خپل خپلوان (مور و پلار او نور...) ستاسو په لاره كې خنډ دي؟
3_ ستاسو باور دى، چې كه ستاسو شكل و صورت ښه واى؛ نو تاسو به خوښ او خوشحاله وئ؟
4_ تاسو چې خپل كامياب او خوښ ملګرى وينئ، په زړونو كې مو حسد او كينه ورته پيدا كېږي؟
5_ تاسو كه چېرې بل چېرته لاړ شئ؛ نو تاسې ته به خوښي او برياوې تر لاسه شي؟
6_ ستاسو قسمت خراب دى؟
7_ تاسو ته په دې غوسه درځي، چې له تاسو سره انصاف نه كېږي او ستاسې حقوق تر پښو لاندې كېږي؟
8_ نو رخلك، چې بريالي، خوښ او صحتمند وګورئ، تاسو ته غوسه درځي، چې دا د دوى حق نه و؟
9_ څه مو خيال دى، كه ستاسو اوسني حالات مختلف واى؛ او تاسو ته د خبرو كولو موقع دركړاى شوې واى؛ نو ستاسې صلاحيتونه به پارېدلي او تاسې ته به هېڅ خطره نه وه؟
10_ تاسې ته د خپلو صلاحيتونو د پارېدلو موقع دركړاى شوې ده؟
11_ تاسو په دې اميد ناست يئ، چې يو غير متوقع انقلاب راتلونكى دى او هغه به ستاسې قسمت ويښ كړي؟
12_ تاسو محسوسوئ، چې تاسې ته د ښو كارونو او نورو خوبيو صله (بدله) نه ملاوېږي؟
13_ تاسو باور لرئ، چې د هر انسان تقدير له مخكې څخه ليكل شوى وي؟
14_ ستاسو چې څومره هم جذباتي اروايي مسايل وي، تاسو ددې ذمه وار خپل مور و پلار ګڼي، هغه دا چې هغوى ستاسې تربيه او روزنه په سمه توګه نه ده كړې؟
15_ تاسې د نورو په مخكې د فحش مضمون يا ليكنې په لوستلو يا د فحش فلم په كتو وېرېږئ؟
16_ خلك، چې ستاسو لوري ته در ګوري؛ نو تاسو شرمېږئ؟
17_ څه مهال، چې تاسې له كومې پېغلې نجلۍ سره خبرې كوئ؛ نو تاسې محسوسوئ، چې تاسې له ښيښې نه جوړ يئ او تاسې هغې نجلۍ ته دننه هم ښكارئ؟
18_ له تاسو نه كه كوم كس ستاسو د ذات په اړه څه وپوښتي، په تاسو بده لګېږي، يا تاسو پرې غوسه كېږئ؟
19_ تاسو چې اول ځل له چا سره مخ شئ، په تاسو د ډار څپې راځي؟
20_ اّيا تاسو شرمېږئ، څه وخت چې ستاسو ذهن ته جنسي خيالات درشي؟
21_ كومه ښځه، چې درسره غږېږي، تاسو يې پر نيت شك كوئ؟
22_ تاسې چې كوم مجلس ته لاړ شئ، بيا د راتلو پر وخت تاسو ته خپګان وي، چې معلومه نه ده تاسو هلته څه تاثير پيدا كړ او تاسو، چې هلته كومې خبرې وكړې، كوم بنډار مو جوړ و، هغه به هېچا ته هم د خوښې وړ نه وي؟
23_ تاسو محسوسوئ، چې زيات ملګري، انډيوالان دې ولرئ او ستاسې اړيكې دې له ډېرو خلكو سره وي؟
24_ په كومو خلكو كې، چې تاسې كشش او زړه راښكون محسوسوئ او پوهېږئ، چې له هغوى سره وګورئ، يا يې ملګرتيا وكړئ، تاسو هغوى له نظره غورځوئ او كه ستاسې رويه داسې وي؛ لكه تاسو چې هغوى نه خوښوئ؟
25_ تاسو نه خوښوئ، كوم خلك، چې تاسې سم نه پېژنئ، هغوى له تاسې سره ودرېږي او يا لاس دروړي؟
26_ په كوم مجلس كې چې تاسې كوم وخت له يو ښه سړي سره خبرېكوئ، تاسو پوهېږئ، چې دا سړى له تاسې سره خبرې كول نه غواړي او هغه موقع ګوري، چې لرې درڅخه لاړ شي؟
27_ داسې ښځه يا سړى شته، چې هغه تاسې د خپلو خيالونو مركز جوړ كړى وي، ضروري نه ده، چې ستاسو دې له هغوى سره عملاً څه اړيكې وي؟
28_ د نورو په شتون كې تاسو ناكراره اوسئ، مانا دا چې ارام نه شئ كولاى؟
29_ ستاسو ملګري يا ښځه، چې ستاسو پر وړاندې د مينې اظهار وكړي؛ نو تاسو ته د هغوى په نيت يا جذباتو شك كوئ؟
30_ د واده له نومه وېرېږئ؟
دا دېرش پوښتنې دي، دا په دقت سره ولولئ، د "هو" يا "نه" ځوابونه وركړئ، دا هېڅ د شرم خبره نه ده، يوازې ورته كېنئ او ځوابونه وركړئ، كه تاسو په دې لاره كې له ايماندارۍ څخه كار وانخلئ؛ نو ستاسې درملنه هم نه كېږي.
داسې هم كېداى شي، چې پوښتنه ولولئ، فكرمند شئ، چې ددې ځواب خو په "هو" كې دى، لېكن ددې څه لاملونه دي، ګنې ځواب يې په "نه" كې كېده. په همدې وجه يې ځواب په "نه" كې دى. كه تاسو داسې وكړئ؛ نو ددې دا مانا ده، چې ستاسو ستونزې ډېرې زياتې دي، يعنې درملنه مو ګرانه ده، كه تاسو خپله درملنه كول غواړئ؛ نو د هرې پوښتنې ځواب په "هو" يا "نه" كې وليكئ.
هيله ده، چې ستاسو د زياتو پوښتنو ځواب به په "هو" كې وي. مانا دا چې د "نه" په مقابل كې به د "هو" ځوابونه زيات وي. كه چېرې د "نه" شمېره زياته وه؛ نو تاسې له اروايي پلوه صحتمند يئ، تاسو هر عزم ترسره كولاى شئ، تاسې د داسې تقدير او برخليك قايل نه يئ، چې له وړاندې څخه ليكل شوى وي، تاسې پخپله د خپل تقدير د جوړونې صلاحيت لرئ، د خپلو تېروتنو پړه پر نورو نه اچوئ. لنډه دا چې شخصيت مو قوي او كردار مو اوچت دى.
دا څېړنه په كمو كسانو پورې اړه لري. د زياتو نفساتي شننه څه نوره ده، زه د اكثريت ذكر كوم، د چا چې په ځوابونو كې د "هو" شمېره زياته ده. په دې حضراتو كې د تېښتې او شا تګ قوه زياته ده. دوى ته داسې هم ويلاى شو، چې د دوى لا شعور ذهن په دوى قبضه كړې ده، پكار ده، چې په ذهن دوى قبضه كړې واى. زه وايم، چې مو و پلار په ځانګړې توګه ستاسو پلارانو په تاسو داسې حاكمانه فشار راوستى دى، چې ستاسې صلاحيتونه او اّزاد فكرونه يې پارېدو ته نه دي پرېښي؛ مګر تاسې اوس ځوانان يئ، تاسې ته اوس خپله لاره موندنه پخپله پكار ده.
تاسې پخپل ذهن ماضي سپور كړى دى، ددې دا مطلب دى، چې وړاندې قدم اخيستل نه غواړئ؛ ځكه چې تاسو څه كول غوښتل، په همدې وجه تاسې خپل ځانته د اطمينان وركولو لپاره ستاسو په لاسونو كې يو دا جواز راغلى دى، چې ستاسو تربيه او روزنه سمه نه ده شوې او ستاسې د ناكامې او اروايي شا تګ عاملين څوك نور دي، بيا تاسې د يوه ناڅاپي راتلونكي انقلاب يا معجزې په اميد لاس تر زنې ناست يئ.
دې ذهني كيفيت تاسې د پلمې جوړونې او د بې بنسټه جوازاتو ساتلو عادي جوړ كړي يئ. ددې پايله داده، چې تاسې خپلې ځانګړنې او خداى دركړي قوتونه پخپله ځانونو ته بلاوې جوړوئ. په نتيجه كې تاسې د وړو وړو پخو او خاشاكو په څېر د دنيا هر باد په هوا كې الوځوي او تاسې د حالاتو په دې تورو تيارو كې هرې خوا ته تيندكونه خورئ. د انسان فطرت داسې دى، چې څه كول غواړي؛ مګر تاسو څه نه كوئ ددې دا مانا ده، چې ستاسو د خپل فطرت خلاف مورچې جوړې كړې دي او د فطرت عكس العمل ستاسې صلاحيتونه مجروح كوي.
يو خو دا ټكر دى، چې ستاسې او د انساني فطرت په منځ كې چلېږي. دويم ټكر ستاسې خپل خلاف دى. ددې دا مانا ده، چې تاسې خپله محسوسوئ، چې تاسې په پښېمانيو او ناكاميو كې رغړئ او تاسې دا هم محسوسوئ، چې له داسې كيفيت څخه وتل غواړئ، ګنې ستاسې ټول راتلونكى به خراب شي. په تاسې كې دا دواړه احساسه موجود دي او د يوه بل خلاف نښتي دي.
دا دواړه ټكرونه تاسې ته نقصان پېښوي، تاسې له دې دواړو وېرېدلي يئ او غواړئ، چې فرار شئ، يعنې تاسې د لاشعور  ذهن په تيارو كې ورك شوي يئ، ستاسو د داسې كيفيت د محروميو، ناكاميو او نورو خرابيو پړه ستاسو پر خپله غاړه ده.
اوس نو نور كسان او يا هم خپل پلار پړ ګڼل بې ځايه دي. دا سمه ده، چې بهرني عناصر پر ژوند او جذباتو باندې اثر غورځوي او دا يوه عامه عقيده هم ده، چې د انسان په ژوند د قسمت او تقدير اثر شته، لېكن زه تاسو ته يقين دركوم، چې قسمت داسې شى نه دى، چې انسان دې په كلي توګه باور پرې وكړي، كه چېرې ستاسې تېښته د تقدير په لاسونو كې واى؛ نو الله تعالى به په قراّن كريم كې نه فرمايل، چې: زه د هغه چا مرسته كوم څوك چې د خپل ځان خپله مرسته كوي، تر كومه، چې د بهرنيو عناصرو د اثراتو تعلق دى؛ نو دا د هر انسان سره وي، هوښيارتيا داده، چې خپل صلاحيتونه له بهرنيو اثراتو څخه وژغورو، كه چېرې تاسې د تقدير بهرنيو اثراتو پابند شئ؛ نو تاسې ته به څه كول او خپل ژوند د عظمت په كالب كې له اچولو څخه بې برخې يئ، په دې وخت كې په تاسو كې دا بنسټيزه نيمګړتيا ده.
د شخصيت جوهر هغه مهال مخې ته راځي، څه وخت چې انسان له نورو سره راشه درشه او خپلمنځي اړيكې ولري، په اصل كې شخصيت په خلكو كې د ناستې پاستې او د هغوى د ستونزو له اورېدو څخه جوړېږي، لېكن په تاسو كې دا نيمګړتيا ده، چې پخپل ځان كې مو شرم او وحشت پيدا كړى دى. كه چېرې ستاسې د پوښتنو زيات ځوابونه په "هو" كې دي؛ نو دا څرګنده خبره ده، چې تاسې له حقايقو څخه فرار شوي يئ او په جنسيت كې مو پناه اخيستې ده. دا تېښته، چې له جنسيت سره تړاو لري دا يوه جرم جوړ شوى او ستاسو په ضمير باندې له پاسه سپور شوى دى، په تاسو يې داسې وېره راوستې ده، چې تاسې نه پوهېږئ، چې دا وېره څه ده؟
تاسې د ډېرو اروايي ستونزو ښكار يئ، مثلاً تاسو هر وخت په ډار او هم كې يئ، تاسو چې كومې ښې ارادې لرئ، ستاسو ددې ډار په سبب هغه تل ماتېږي. ددې ټولو ستونزو د حل لاره داده، چې تاسې خپلې جنسي جذبې معتدلې وساتئ، د تېښتې په ذريعه يې مه جوړوئ.
تاسو ته به پوښتنه پيدا شوې وي، چې ښه ددې علاج څه دى؟ سمه ده، تاسو دا پوښتنې يو ځل بيا ولولي، ستاسو علاج په دې پوښتنو كې پټ دى، چېرته، چې تاسې "هو" ليكلي دي، كوښښ وكړئ، چې ددې ځواب په "نه" كې بدل شي، زه يقين دركوم، چې تاسې په ذهني توګه مفلوج نه يئ، ستاسې مازغه بېخي روغ دي، په تاسې كې ذهني نقصانات پيدا شوي دي، تاسې ډېر ژر حال ته راشئ، دا وګورئ او شاته كتل پرېږدئ.
زه يو وارې دا كيسه بيا په جدي توګه كوم، چې هر څه دې په ذهن كې دي او ذهن يو ډېر لوى قوت دى. په ياد ولرئ، چې انسان هغه څه جوړېږئ، كوم څه چې د دوى په ذهن كې وي. دا پوښتنې، چې تاسې لوستې وي، تاسې به محسوسه كړې وي، چې دا ټول د ذهن او سوچونو كار دى، مانا دا چې حقيقت څه بل شان دى او ستاسې ذهن څه بل فكر كوي.
له دې سره تاسې ته نور ډېر فكرونه پيدا كېږي، كه كوم كس تاسې ته په بې پامۍ او يا هم دغسې وګوري، دا وهم درته پيدا كېږي، چې خامخا په تاسې كې څه نقص شته؛ ځكه هغه كس په طنزيه نظر سره درته ګوري، لېكن حقيقت داسې نه وي. خپل ځان شكسته مه ګڼئ او خپل اروايي نقايص لاعلاجه مه تصور كوئ، پخپلو افكارو كې بدلون رامنځته كړئ.
اوس نورې دېرش پوښتنې وړاندې كوم، ددې ځوابونه وليكئ، دا خبره بيا تكراروم، چې د پوښتنو ځوابونه په پوره ايماندارۍ سره وركړئ، ګنې درملنه مو ګرانه ده، ددې مخې ته "هو" يا "نه" وليكئ:
1_ كوم كس، چې تاسې ډېر خوښوئ، هغه تاسې پير، مرشد او يا هم د نړۍ تر ټولو لوى انسان ګڼئ، تاسې يې پيري منئ او مريدي يې كوئ؟
2_ تاسې ډېرې وړې پرېكړې هم نه شئ كولاى؟
3_ هغه كسان بښئ، چې له تاسو سره يې دوستي پرېكړې ده او څه موده وروسته مو بيا دوست جوړ شوى؟
4_ تاسو غواړئ، چې كوم بل كس په تاسې نظم عايد كړي، تاسې پخپل ځان نظم نه شئ عايدولى؟
5_ څه مهال چې تاسې هېڅ سوچ نه شئ كولاى؛ نو له مختلفو خلكو نه رايې اخلئ؟
6_ په جذباتي معاملو كې چاته ښودل نه غواړئ، چې تاسې څه محسوسوئ؟
7_ كه ستاسې كوم ملګرى ستاسې په اړه څه پرېكړه وكړي؛ نو تاسې پوهېږئ، چې ستاسو لپاره دا پرېكړه غوره ده؟
8_ دا خو تاسې غواړئ، چې ژوند مو بايد ډېر ښه وي، لېكن كه تاسې ته يوازې يو يا دوه فرايض وښودل شي؛ نو تاسې به خپل دماغ په اّزادانه توګه وكاروئ؟
9_ كه چېرې تاسې په تلوېزيون يا سېنما كې فلم ګورئ، يا چېرې سيل ته تللي يئ؛ نو تاسې محسوسوئ، چې تاسې يوازې خوند نه شئ اخيستلاى، څوك بايد درسره ملګرى واى؟
10_ ستاسې ملګري كه له وخت سره بدلېږي له دې سره سم ستاسې ذوق، خوښي او ناخوښي هم بدلېږي؟
11_ كه تاسې يوازې پاتې شئ؛ نو تاسې ډار او وهم اخلي؟
12_ تاسې د كوم كار په غاړه اخيستلو ډارېږئ، تاسې له ذمه واريو نه د تېښتې لپاره خپلې رايې او ارادې بدلوئ؟
13_ تاسو ته، چې څوك لږ اهميت دركړي؛ نو دهغوى مريدان جوړېږئ؟
14_ د خپلې انا د خوندي ساتلو لپاره دروغ وايئ؟
15_ څوك، چې خپل دوست جوړوئ، د هغوى پر خلاف څه خبره اورېدل نه غواړئ؟
16_ پوهېږئ، چې وخت روان دى تېرېږي او تاسې ته د ټولو كارونو او ارادو د پوره كېدو وخت لاسته نه درځي؟
17_ تاسې پخې ارادې لرئ، چې فلانكى عادت به پرېږدئ، ورزش به پيل كوئ، سهار به وختي پورته كېږئ؛ مګر هېڅ نه شئ كولاى؟
18_ تاسو ښوونځي يا كوم كار ته په تلو تلو كې ډېر وخت مصرفوئ، بيا هم پوهېږئ، چې تياري مو بشپړ نه شوه؟
19_ ستاسې په ذهن كې كه د خيالونو او جذباتي فكرونو بيروبار وي، اّيا تاسې لاچاره كېږئ؟
20_ په يوه نه يوه ډار كې مبتلا كېږئ؟
21_ تاسې محسوسوئ، چې واړه وروڼه، خوېندې او بچيان مو په كومې خطرې كې دي؟
22_ د شپې په كراتو كراتو ګورئ، چې ټولې كړكۍ او دروازې بندې دي، كه نه؟
23_ څه وخت، چې په سفر ځئ؛ نو دا وهم درسره وي، چې تاسې به پخپل وخت تم ځاى ته ونه رسېږئ، يابه څه پېښه رامنځته شي؟
24_ په وړه پېښه هم تاسې ته خطره وي او يا هم وېرېږئ؟
25_ كه معمولي تكليف يا ناروغي درته وي؛ لكه زكام، سر درد او تبه، په داسې حال كې ځان مجبور، بې وسه او ډېر په خطره كې وينئ؟
26_ د ناروغۍ په حالت كې كوښښ كوئ، چې هر يو دې له تاسې سره همدردي وكړي او د هغوى توجه دې تاسې ته وي؟
27_ تاسې محسوسوئ، چې يو ډېر مهم كار مو هېر كړى دى؟
28_ جذبات تاسې تر انتها پورې رسوي، كه وړه پېښه وشي؛ نو تاسې په فكر كې دا يوه لويه پېښه ګڼئ؟
29_ تاسې ته كه څوك ګوتنيونه يا پر تاسې اعتراض وكړي، زغمۍ يې؟
30_ د خپل ځان په اړه حساس يئ؟
دا پوښتنې ولولئ او "هو" يا "نه" يې په ځواب كې وليكئ. تاسې به وګورئ، چې د "هو" د ځوابونو شمېره ډېره ده. په دې صورت كې علم نفسيات وايي، چې په تاسې كې خپل پېټى پر نورو د وراچونې عادت ډېر دى، چې ستاسې د شخصيت دپاره بوږنوونكى دى. تاسې له مسووليتونو څخه تښتئ، تاسې د هر هغه چا مريدان جوړېږئ، چې ستاسې كار كوي.
د داسې عادتونو نقصانات دادي، چې ستاسې انفراديت ختمېږي، ستاسې صلاحيتونه مري، شخصيت مو مجروح كېږي، تاسې پخپل كم ژوند كې د ډېرو وړو هلكانو او نجونو په مجلس كې كېناستل خوښوئ، د غټو سړيو يا ښځو راتلل نه خوښوئ، ستاسې خپله رايه هېڅ نشته، له چا څخه چې متاثره كېږئ، هغه د ټولې نړۍ د خوبيو حامل ګڼئ او د هغوى رايې ډېرې مستندې بولئ، تاسو چې د كومو عملونو ځانونه پخپله عاملين جوړ كړي دي، ددې دا مانا ده، چې تاسې هر وخت له خوند څخه ډك تصورات كوئ، دا تصورات تاسې د حيوانيت لوري ته بيايي، دا ځاى ستاسې د زوال او تباهۍ پيلامه ده، تاسې خو لږ حقيقت ته ځير شئ، ټولنيز ژوند پيل كړئ، په ټولنه كې چې كومه نارامي ده په هغې كې د ارام پلټنه وكړئ.
دا چې ستاسې ځوابونه زيات په "هو" كې دي، په همدې خاطر ستاسې اروايي شننه څرګندوي، چې تاسې دې ناخونديتوب وهم ولرئ، مانا دا چې داسې انګېرئ، چې په خطرو كې راښكېل يئ او ستاسې د ساتنې هېڅ انتظام نشته. دا وهم تاسې بې زړه او كم حوصله كوي، تاسې د هغه سرباز په څېر وېرېږئ، چې په سنګر كې ناست وي او د هغه شاوخوا ګولۍ ورېږي، داسې سرباز يا عسكر بې له پټېدنې او يا تېښتې هېڅ لار نه لري.
په تاسو كې، چې كومه وېره ده، د هغې هېڅ نوم نشته، تاسې وېرېدلي يئ او ددې وېرې هېڅ راز نه دى درته معلوم. دا وېره ستاسې زړونه، احساسات، ارادې او انرژي خوري. تاسې به تل بې له كوم كار كولو ستړي او ستومانه يئ.
د پوښتنو ځوابونه يو ځل بيا وګورئ، له ځوابونو نه ستاسې د اروايي خاميو د بنسټ پته لګېږي خپله بايد وپوهېږئ، چې له كومو خطراتو څخه وېرېږئ، ددې هېڅ وجود نشته او كومې وېرې، چې اخيستي يئ، ددې هم هېڅ وجود نشته. ستاسې د تېښتې رجحان بې بنسټه دى. يوه يادونه، چې بايد ويې كړم هغه دا چې پر دې خبرو سربېره له ذكر الهي  څخه هېڅكله مه غافله كېږئ، خپل سرونه الله(ج) ته ټيټ كړئ، پينځه وخته لمونځه په جمعې سره كوئ، له خلكو سره ښېګړې كوئ؛ ځكه چې نېكي بدي خوري.

د اروايي او روحاني ناروغيو
درملنه داسې وکړئ
زموږپه ټولنه کې اکثره وګړي هغه دي،چې ژوندېې دپښېماني، نهيلي،خفګان اوزړه تنګون سره تړلی دی. هغوی ته داکاينات اودهرانسان ژونداودهريوشي راتلونکی توره شپه ښکاري. ماښام مهال چې دلمرزېړې وړانګې دچېنارونو له سرونوسره خدای پاماني کوي؛ نوهغوی دمغرب دافق د شفق له زړه راښکونکو رنګونو څخه خوندونه نشي اخيستلای. هغوی صرف داګوري چې لمر سترګه پرېوتله او اوس به شپه خپل تورمخ راښکاره کړي. له دې څخه هغوی ژورخفګان اخلي. په اکثره خلکوپه ماښام مهال د نااميدي څپې راځي.هغوی د افکرنه کوي چې په هرې شپې پسې سبا شته او د لمرسترګه چې ماښام ډوبيږي هغه سهاربېرته راختلای شي او خپله رڼا او رنګونه به د کايناتوپه هرڅيز باندې شيندي.
نااميدي اوناکامي ځپلي خلک اکثره داسې وي چې ماښام مهال ډېرخوښ وي، دوی وايي چې ښه ده لمرسترګه پرېوتله اوترسهاره به اوده وي. چې سهارشي افسوس کوي چې اوهوشپه تېره شوه. دسهارد رڼا په ليدلو ډارپرې راشي او ځينې يې داسې اختلاج قلب محسوسوي چې د هغوی د زغملو څخه دباندې وي. داپه اصل کې دوړکتوب اثرات دي چې په لاشعور ذهن کې موجودوي. له مينې او شفقت څخه محرومي اوځينې ناکامې غوښتنې په لاشعورذهن کې اوسيږي.
زه پخواني اثرات اوداسې نور ماضي ته وايم. ماضي له ذهن څخه وباسئ. دازماتجربه ده، چې کوم خلک خپل ذهن او فکر له ماضي څخه ازادنکړي، په هغوی کې چې څومره  هم اروايي نيمګړتيا  پېداکيږي، دهغې فقط يوه وجه ده، چې هغوی په ماضي کې ژوندتېروي او په جسماني توګه په حال زمانه کې اوسي. پکارداسې ده، چې ذهن دې له وجودسره وي. اوس داسې کيږي چې ذهن وجود دشالوري ته کشوي او وجودوړاندې نشي تللای.
د ذهن او وجوددا شخړه په انسان کې دتېښتې روحيه پياوړې کوي، دايو لاشعوري عمل دی، چې انسان پرې نه پوهيږي. ددې په پای کې کوم کشمکش راولاړيږي د هغې له دوی سره هيڅ درملنه نشته. د تېښتې غوره والی انسان  د لذت پرستي په طرف بيايي.  هغه خوښي لاسته راوړل غواړي، په اصل کې هغه له دې ځايه په غلطولاروځي. هغه جنسي لذت له غيرفطري لارو څخه لاس ته راوړي. بداخلاقه ناولونه لولي او تورفلمونه ګوري. د سګرټ څکونې عادي وي اوچرس ېې بيا ترهيرويينوپورې ورسوي.
په دې کې چې کوم دنشې عادي نه وي هغوی له خپل وجود څخه دخونداو لذت اخيستولپاره غيرفطري لارې چارې غوره کوي. په تنهايي( يوازيتوب ) کې په غليظو تصوراتو زړه ته هوا ورکوي. په دې شغل سره ددوی جسماني انرژي ضايع شي اود هغوی ځانګړتياوې کمزورې اوياهم ختمې شي. يوه لوري ته حقيقي ژوند دی او بل لوري ته تصورات.انسان ددې دواړوتر منځ لاس ترزنې ناست وي.
نن سباچې زموږپه ټولنه کې د حېواني جذباتودپارېدنې سامانونه بيخي ډېردي، په همدې سبب اکثره خلک په ځانګړې توګه په ځوانانواو نجونوجنسيت غالب شوی دی. ماته ويل شوي دي چې په شپه غاليو( ليليو ) کې د امريکه او اروپا دهيوادونوپه څېر جنسي ازادي په خوره تېزۍ سره مخ پر وړاندې روانه ده. له دې تېزۍ سره نشه يي توکوته هم ډېر مقبوليت حاصيليږي. ددې حيوانيت عکس العمل ښودل شوی دی، په امريکه اوغربي هيوادونوکې خو د مادر پادر (مور و پلار) ازادي رامنځته شوې ده؛ ليکن دخدای فضل دی چې دلته تراوسه داسې نشته.