پدې ورځو کي چي د یوه غم ټغر لا نه وي ټول سوي ، بل غم ټغر غوړوي ، د پیښو د سناریستانو ( سناریو لیکونکو ) غوا لنګه ده او تنور یې تود . د تکنالوژی د پرمختګ په مرسته په زرګونو کیلومتره د هیواده لیري ، په هیواد کي ټولو خپریدونکو رسنیو ( تصویري ، ږغیزي او چاپی ) ته لاسرسی لرو چي دا په ټولنیز روتین ژوند کي یوه ستره لاسته راوړنه ده .
د بیان ازادي چي د واردي سوي دموکراسۍ تر وزر لاندي زموږ په هیواد کي ورځ تر بلي غوړیږي ، تر څنګ یې ددغي دموکراسۍ په سیوري کي داسي بلاوی بلاربي کیږي چي د ټولني پراخ منل سوي ارزښتونه تر ستوني تیروي او هیوادوال و دې ته اړ باسي څو د دیکتاتورو رژیمونو حامیانو ته د زاړه کفنکښ په توګه دُعاوي وکړي . دا حالت ماته له بده مرغه د ځوانۍ هغه خوبونه را یادوي چي غوښته مو د هیواد په وروسته پاته فیوډالي ټولنه کي د غوړیدلي سوسیالیزم ډیوې بلي کړو . لکه څنګه چي موږ هغه مهال په پټو سترګو خوله وازه کړې وه او هرچاته مو دتوان په کچه کار او د کار په کچه د امتیازونو نارې وهلي او پدې نه پوهیدلو چي یوه ورځ به مو ددغه د سوسیالیزم ټیکه داران د بدبختیو د خپسکو کندي ته ور پوري وهي ، همدارنګه دا نن هغه کسان پدې نپوهیږي چي ددغي پردې دموکراسۍ د څراغ په بیخ کي توره تیاره ده او هلته ډیرو خپسکو ځالۍ جوړي کړیدي .
راسئ پدې اړه د یوه تړلي زنځیر و دغو درو کړیو ته پام واړوو :
د روان ۲۰۱۷ کال د می په ۳۱ نیټه د کابل په زړه ، وزیر اکبرکان میني د زنبق پر سیمه د یو نیم ټن موادو سره د یوه ستر ټانکر په چاودنه کي له سلو نه زیات بیګناه وطنوال ووژل سوه او نژدې ۵۰۰ تنه زخمي سول . تر لمر سپینه ده چي ددې پیښي شا ته د پاکستان کرغیړنو لاسونو کار کاوه . دغو کرغیړنو کړنو د نورو خپسکو و زیږولو ته لاره خلاصه کړه .
یوه ورځ وروسته د جون په دویمه نیټه څو تنو معلوم الحاله ایراني اجنټانو لکه پدرام ، احمد بیزاد ، اصف اشنا او ور سره تړلو کسانو په نوښت چي ګویا د مي د ۳۱ نیټې د پیښي د غندلو تر څنګ د دولت د مشرانو استعفا غواړي ، یو شمیر د اصلي موخو څخه ناخبره ساده وطنوال د بیان د ازادۍ څخه په ګټه اخیستلو یوه لاریون ته را وبلل سول . ددې د پاره چي د پولیسو سره د ټکر زمینه برابره او ددې لاري حالات کړکیچن کړي ، د لاریون پټو تنظیونکو ، لاریون کونکي د ارګ په لور ور مارش کړل . کله چي پولیسو د ارګ خواته دهغوي مخنیوۍ کاوه ، دغو هیواد دښمنو کسانو سوله ایز لاریون په تاوتریخوالي واړاوه ، پر پولیسو یې د تیږو وارونه او د توفنګچې فیرونه و کړل او نژدی شل تنه یې سخت ژوبل کړل . د پولیسو په ځوابي ډزو کي څو تنه لاریون کوونکي هم و وژل سول چي یو یې د مشرانو جرګي د لومړی مرستیال نازولی ځوي سالم جان وو .
په دا بله ورځ د جون په دریمه نیټه د سالم جان د جنازې پر مهال چي یو زیات شمیر دولتي جګ پوړو کسانو لکه اجرائیه رئیس عبدالله ، د کورنیو چارو او عامي روغتیا وزیرانو او نورو هم ګډون درلود ، د جنازې د مراسمو په ترڅ کي دري پرله پسې چاودني وسوې چي نژدی ۷ تنه ووژل سوه او یو زیات شمیر کسان ټپیان سوه . پدې پیښه کي بیا د پاکستان هم هغه کرغیړن لاس له ورایه څرګند دی . پدې توګه د درو پیښو خبیثه کړۍ بشپړه سوه : پاکستان ( انتحار ) ــ ایراني کړۍ ( پدرام ، احمد بیزاد ، اصف اشنا او نور ) چي د پټو تحریکاتو د لاري یې تاوتریخوالی منځته راوست ــ پاکستان ( انتحار او انفجار ) .
پدې کړیو کي که د پاکستان لاس ټولو نړیوالو ته څرګند دي ، خو ایران د داسی ډلو په مټ خپلي موخي پر مخ شړي چی د یوې خوا د افغان د نامه سره جوړ ندي او د بلې خوا د افغانانو سره د خواخوږۍ ناري وهي . دا ډلی د هیواد په دري ګونو قواوو لکه مقننه ( پارلمان ) ، اجرائیه ( حکومت ) او قضا کي خپل پیاوړي ګومارلي کسان لري . دلته پکار ده چي څو ټکی په پام کي ونیسو :
۱ ــ ایران پلوي ډلي چي په اداره کي غوښینه برخه لري ، د بیلابیلو لارو څخه په پټ ماهرانه ډول زمینه برابروي څو پاکستان پلوي ډلی چي په اداره کي چنداني برخه نلري ، په ښکاره عمل وکړي او په هیواد کی د ټیکاو ریښې و لړزوي .
۲ ــ د می د ۳۱ نیټې په پیښه کي چي تر سل زیات بیګناه کسان شهیدان سول ، د هیڅ یوه شهید په جنازه کي هیڅ یوه لوړ پوړي چارواکي ګډون ونکړ ، مګر د نازولي سالم جان په پلار یې پنجشیری او د جمعیت ګوند پیاوړی غړی دی ، د اجرائیه رئیس سره څو تنو وزیرانو او نورو لوړ رتبه مامورانو ګډون وکړ . ددې خبري مانا داده چي دغو کسانو ته یوازي د هغو کسانو مړینه غم راوړي چي د دوي سره سیمه ایزي او ګوندي اړیکي ولري . البته د سالم د کورنۍ غم ماته د یوه افغان په توګه د درک وړ دی او تسلیت ورته وړاندي کوم . د سالم پلار محترم ایزیدیار پدې هکله د پوره زغم نه کار واخیست چي د ستایني وړ دی .
۳ ــ بیګاه مي د کابله څخه د اریانا تلویزیون د « تحول » په پروګرام کي د احمد سعیدي خبري وارویدي چي د پدرام والاوو په استازیتوب یې حکومت ته اخطار ور کاوه چی که د دوي غوښتني و نه منلي سي ، دوي به هغه نړیواله غونډه اخلال کړي چي په راتلونکو ورځو کي په کابل کی دایریدونکې ده . دغه سړي اخیر د شفشف څخه تیر سو او شفتالو یې وویل . د نوموړي نړیوالي غونډي اخلالول هغه څه دي چي پاکسان یې په څرګنده غواړي او انتحارونه ورته تنظیموي . دا هغه څه دي چي ایران یې د خدایه غواړي او خپل اجنټان یې د نورو کړنو تر پردو لاندي ورته ګمارلي دي . زه نپوهیږم چي احمد سعیدي ولي دي خبري ته پام نه کوي چي دا غونډه د هر افغان د پاره په سیاسي ، اقتصادي او نظامي لحاظ ډیره مهمه او باید په تر سره کولو کی یې د دولت سره مرسته وسی ، نه داچي ایراني افغانستانیانو سره لاس یو او اخلال ته یې ملا وتړي . دا اخلال هغه څه دي چي د پاکستاني او ایراني موخو د وصل نقطه جوړوي او احمد سعیدي یې په ډاګه د تصمیم اعلان وکړ . البته احمد سعیدي د هغو پخوانیو کیڼ لاسو سیاستوالو له ډلي نه دی چي اوس ښی لاس ته پر سینه څخیږي .
په پای کي ټولو بیګناه شهیدانو ته فردوس جنت او کورنیو یې جمیل صبر غواړم .
پدې هیله چي نور د هیڅ یوه بیګناه افغان یو څاڅکۍ وینه هم توی نسي . پای .