چې مې د زړه كور ته راننوتې
د پښتانه كور ته راننوتې
ستا د محل خوندونه نشته پكې
زما زاړه كور ته راننوتې
چې تل به تا ورته په سپكه كاته
نن همغه كورته راننوتې
درپسې زه وتم سرتوره اشنا
ښه شوه چې ته كور ته راننوتې
په سره جوړه كې يو ناڅاپه داسې
لكه لمبه كورته راننوتې
محتاجه! ما خو وې په مړو شمېرلى
په ژوندانه كور ته راننوتې