تش په كتو مې تنده نه ماتېږي
په ګوټ اوبو مې تنده نه ماتېږي

ريباره بس كا څه فايده يې نشته
په تسلومې تنده نه ماتېږي
دشونډوسرونيمې نيمې خبرې
په جام ليدو مې تنده نه ماتېږي
چې يې انجام راته معلوم دې ياره!
پدې وعدو مې تنده نه ماتېږي
ساقي ناروغ نه يمه تږى يمه
په څو سيپو مې تنده نه ماتېږي
تږى پټى يمه باران غواړمه
په څو قطرو مې تنده نه ماتېږي
برقه! په زړه كې مې ده تږې صحرا
په منګوټو مې تنده نه ماتېږي

 

تصوير دې تانه ښه دى چې خپلېږي څه ناڅه
د خوږ زړګي دمه پرې زما كېږي څه ناڅه

زه ټوله شپه د ستورو سره ستا كيسې كوم
كه لرې په اسمان دي خو پوهېږي څه ناڅه
باران د غر په كاڼو باندې نه كوي اثر
چې ژاړم نو دا خپل زړه مې سپږېږي څه ناڅه
هر څومره كه ستي شي خو زړه غواړي بيا ديدن
د اور سوى په اور باندې رغېږي څه ناڅه
علاج خو يادونو باندې نه كېږي د زړه
دردونه بې حسابه پرې كمېږي څه ناڅه
په خوله به زه ګيله درته ونه كړمه اشنا
خو سترګې مې بې واكه دي لمدېږي څه ناڅه
جانانه! خيرى برق نه كه څه شوي وي خطا
په مينه كې سړى لېونى كېږي څه ناڅه

 

 

هر يو ګل دى پاڼې پاڼې نشته ساه يوه غوټۍ كې
په سپرلي كې هم خزان دى، وير ژړا ده په ښادۍ كې

تږى تږى يم چې نه يې، جل مې اخلي چې دې وينم
اخر ساه به رانه وزي په دې تنده لېونۍ كې

دا يو ځان مې ملكيت دى دا به تانه صدقه كړم
ياره! ما سره نور څه دي په غريبه غريبۍ كې

دا زما خورې يايرې ژوند پكې ستا نيازبينه مينه
لكه ګل وي چا ټومبلى په ريښې ريښې پګړۍ كې

چې دې خپل زړګي ته ګورم، د يارانو په محفل كې
لكه كور د چا كنډر وي په اباده ابادۍ كې

برقه ته چې شاعري كړې پدې بې شعوره وخت كې
لكه غرونو كې څوك اوري خپل اواز په واپسۍ كې


ټولې اداګانې يې شرابو كې لړلي دي
بيا يې آينه كې خپلو سترګو ته كتلي دي

وګوره چاپېره بهارونه دي
داسې معلومېږي چې هغې ښكلې خندلي دي

ما سره چې هرڅه كړي په سر سترګو منمه زه
ښكلو ته څه مه وايه اسمانه نازولي دي

خداى دې ستا د زلفو ګوره ګوره وريځ راولي
ما د اميدنو څو دانې ورته كرلې دي

خپل خپل نصيبونو دې اشنا پكې به څه وايو
څوك باران اباد كړل او د چا يې وړي كلي دي

مونږه بې نصيبه به دنيا كې څه ارام وكړو
خداى زموږ نيكونه له جنته را شړلي دي

 

زړګيه زړونو باندې ملا مه تړه
سپينو مخونو باندې ملا مه تړه

چې څه كرې د اوبو غم يې كوه
په بارانونو باندې ملا مه تړه
دا د هر چاوي دا د هيچا نه وي
پدې ښارونو باندې ملا مه تړه
د كچه خلكو كچه كوكۍ دي
كچه لوظونو باندې ملا مه تړه
سحر به وي غرمې له پاڼې پاڼې
په سرو ګلونو باندې ملا مه تړه
كله يې مخ كله يې شا وي ياره!
په قسمتونو باندې ملا مه تړه
برقه! كه ته د چا نه قدر غواړې
تشو شعرونو باندې ملا مه تړه