په خپل وجود مې لمبې پورې كړلې
ستا د ارمان سترګې مې تورې كړلې
ښه په صلاح يې په مينو پسې
د ديدنونو تمبې پورې كړلې
سحر چې كومې د وفا ډكې وې
ماښام يې هغه سترګې نورې كړلې
ما وې چې ځه د دام نه و وتمه
هغې خو بيا زلفې سمسورې كړلې
مغربه! څومره ترقي دې وكړه
څومره تور سرې دې سرتورې كړلې
د دې شاكر شرابي غم په كار دى
د كلي انجونې يې ميخورې كړلې
ژوند مې د خالونو تور په زړه پورې نيولى دى
دا مې ډېر د زړه په زور په زړه پورې نيولى دى
هر يو سينه خوږي د سپرلي لمن نيولې ده
ګل پرهر پرهر ټكور په زړه پورې نيولى دى
خدايه! د حلاتو د بې وخته مرګه له وېرې نه
خپل نيازبين بجوړى مور په زړه پورې نيولى دى
ستا د لېونو په لېونتوب كې هډو شك نشته
وايه كنه چا پيغور په زړه پورې نيولى دى؟
خلك به لا اوس د ښايستونو تماشې له ځي
مونږه له پخوانه اور په زړه پورې نيولى دى
ژوند مې د ارمان له زړه نه وتى دى بې زړه يمه
دا مې هسې سوى سكور په زړه پورې نيولى دى
هسې ورته وايم د ګرېوان نه مې لاس اوباسه
دغه لېونى مې نور په زړه پورې نيولى دى
زه له ځانه زياته د شاكر په خوب مينه يم
ما چې د بنګړو دا شور په زړه پورې نيولى دى
له شماره وتي دي بې شماره ګرځي
ستا ليوني په هره لاره ګرځي
زموږ د كلي كار به څنګه ساز شي
د كار سړي پكې بې كاره ګرځي
د زړه خبرې په خپل زړه كې ساتي
د آينې غوندې هوښياره ګرځي
د ژرندې پل زما په وينو ګرځي
د ژرندې پل د بل لپاره ګرځې
چې د شاكر تپوس يې نه كولو
اوس په هغه پسې بيماره ګرځي
ته مې كمڅۍ او څڼې شماره، ماله خوب راغلى
زه ويده كېږمه دلداره ماله خوب راغلى
ماله به خوب راتلو كه ته چرته په خوب كې راشې
خداى خبر نن د څه لپاره، ماله خوب راغلى
هغه بې لوظه كه راتللى، نو راغلى به وى
ځه چې ويده شو انتظاره، ماله خوب راغلى
دغې خبرې به دې خوب له مانه وتښتاوه
تا چې به ماته وې چې ياره، ماله خوب راغلى
د خپل منزل نه ناخبره د پښتون فطرت يم
د خپل عظمت په نيمه لاره، ماله خوب راغلى
زما ارمان زما په سترګو پوه شو، ويې ويل
شاكره! كېنه په قلاره، ماله خوب راغلى
زما په سترګو كې خپل ځان ګوري
زما لالى زما ايمان ګوري
د لېونۍ خوا يخه شوې نده
نور تڼۍ مې د ګرېوان ګوري
مورې! سباله به څادر را اخلم
ماته په لاره هلكان ګوري
زما ياري يې ياري نه ګڼله
اوس په پيسو ځانله ياران ګوري
هغه زما پشان غريب څه كوي
هغه د ځان په شانې خان ګوري
په هر قدم يې راله زړه چولى
په هر قدم راته جانان ګوري