په غنو غنو بڼو شپه به كوو
د يار د سترګو تماشه به كوو

د وطن خلكو فيصله په تاسو
مينه چې نه كوو، نو څه به كوو؟
جنګ خو مزه كوي سينه په سينه
په سترګو سترګو كې كاته به كوو
د خلوتونو توبې څه توبې وي؟
موږ چې كوو په جار توبه به كوو
لوبې چې يو بل ته په زړه نه كوو
وايه چې دا نه كوو، څه به كوو؟
يه سياله! زړه چې دې راټول پكې
په پښتنو ښكلو جرګه به كوو

 

 

 

زمكه چې سيكه شي او اسمان راوروي لمبې
داسې مې په زړه باندې جانان راوروي لمبې

ټول عمر د ګل پاڼو كې رغښتې ده، را رغښتې ده
ځكه خو رنګ رنګ په ګلستان راوروي لمبې

اوس مې د وطن خلك د مرګ په خوب ويده ندي
اوس خو به د مرګ بلا په ځان راوروي لمبې

زه د جنګ او امن په يو داسې بريد ولاړ يمه
لاس د رقيب خلاص خو ياران راوروي لمبې

عشقه! دا دې كومې حيرانۍ ته مخامخ كړمه؟
عقل مې تيندك خوري او ګمان راوروي لمبې

 

 

 

د هغو سرو وينو سنګر ته مه ځه
مه ځه كابل او پيښور ته مه ځه

يو خوا ګلاب دى، بل خوا شونډې د يار
د اور او اور په منځ كې شر ته مځه
زړه! د بڼو په تار كې پيري زړونه
د ستم سترګو، سترګو در ته مه ځه
د هغو سترګو پاياو نه دى معلوم
ډوب به دې زړه شي سمندر ته مه ځه
ډېر زورور دى، جادوګر دى حسن
د ښاپيرو كلي ته چرته مه ځه
زړه به سور راوړې د بڼو په غشو
سياله! په زركو پسې غر ته مه ځه

 

 


باڼه دې هسې په ما تور لګوي
ځار دې د سترګو نه شم اور لګوي

دا بنيادم څه ځناور خو ندى؟
چې هر څوك ور د زړه په كور لګوي

د ژوند په منډه كې غوبل ځكه دى
له ژونده پاتې خلك زور لګوي

څومره بنګړي به هره شپه ماتېږي
څوك اندازه به د دې شور لګوي؟

اور دې لا مړ ندى د زلفو د غر
د مخ لمبې دې پسې نور لګوي

ټول خلك وخوړل د سترګو بلا
سياله! تهمت په سړي خور لګوي