پس له سلامونو او احترامونو څخه لومړی خو له څښتن تعالی څخه هیله لرو چې د زمونږ ستر جهانی صاحب صحت روغ او جوړ وی!

زمونږ یو هیوادول له ښاغلی محترم باری جهانی صاحب څخه "یو لږ بی ځایه" خو مګر په عین حال کی یو لږ په ځایه هیله لری.

یو لږ بی ځایه: په دی خاطر چې له یو ستر شاعر لکه جهانی صاحب څخه یو همداسی غوښتنه، غیر مروج دی او حتی کیدای شی، او یا کولای شی چې لږ بی ادبی او حتی لږ بی شرمی محسوب شی.

یو لږ په ځایه: په دی خاطر چې "یوه پوښته"،"یوه پوښته" ده، او تر سو چې د ادب په چوکات کې مطرح شی، بیا تر دیره حده پوری خپل "بی ځایی" نو بیا له لاسه ورکوی.

خو اوس راځو اصل مطلب ته، چې زمونږ همدا هیوادوال د امیر خسرو دهلوی کوم دری غزل لوستلی دی او ورته کوم دول معنوی کیف یی کړی دی، اوس زمونږ همدا هیوادوال، هیله لری چې د همدغه امیر خسرو دهلوی غزل، په شعری فضا او هوا کې په خوږه پښتو ژبه کې، د ښاغلی باری جهانی یو "استقبالی غزل"څخه، په شعری فضا او هوا کې، هم یو معنوی کیف تر ذهنه کړی.

بی له شکه که چیرته مرحوم امیر خسرو دهلوی ژوندی و، په عین زمان د ښاغلی باری جهانی یو غزل دی ته هم داستقبال لپاره وړاندی کړی یو، چې یی په دری ژبه استقبال کړی. او یا هم که مثلاً امیر علی شیر نواعی ژوندی و، بیا د جهانی صاحب یو غزل دی ته هم داستقبال لپاره وړاندی کړی یو، چې یی په ترکی ژبه استقبال کړی تر سو لکه مونږ غوندی نور خلق هم د ستر جهانی صاحب له ستر شعری فضا او هوا څخه اړیکی ذهن ته پیدا کړی. داسی حسنه ادبی ارتباطات تینګول او داسی ادبی تماسونه دنړی ټولو ژبو تر مینځ مروج دی.

اوس د امیر خسرو دهلوی هم هغه غزل ستر جهانی صاحب لپاره وړاندی کوو، او هیله من یو چې لطفا، که خوښښه یی وی، خوښښه یی راځی، لطفا مونږ لپاره یی یو دول استقبال یی وکړی.

امیر خسرو دهلوی په دری ژبه کی وایی:

گم شدم در سر آن کوی مجویید مرا
او مراکشت شدم زنده مپو یید مرا

عمری از گم شدنم رفت و نمی آیم باز
چون چنین است، شما نیز مجویید مرا

بر درش مردم و آن خاک بر اعضای من است
هم بدان خاک درآید و مشویید مرا

عاشق و مستم و رسوایی خویشم هوس است
هر چه خواهم که کنم هیچ مگویید مرا

خسروم من : گلی ازخون دل خود رسته
خون من هست جگر سوز مبویید مرا

د امیر خسرو دهلوی "

اوس د جهانی صاحب د استقبال په هیله