زهرو کې شات

ټوکې ټکالې

وحيد الله سرحدي

ډانډس
 يوه ورځ يو ډانډس والا په لاره روان وؤ يو هلک چې ډانډس والا وليدو نو په لاره کې يو بوډا سړى روان و هلک د دې بوډا سړي څخه پوښتنه وکړه چې بابا د دې سړي په غاړه کې څه دي بوډا ورته وويل : بچيه خداى مې دې غاړه نه بندوي دا به د اوښ رباب وي .

سوړ آش
يوه ورځ ملا نصرالدين نه چا پوښتنه وکړه چې په عربي کې سوړ آش ته څه وايې ؟ ملا نصرالدين چې نه پوهېده نو وويل : چې عربان آش سړېدلو ته نه پرېږدي .

خان او غلا م
يوه ورځ خان خپل غلام ته وويل : چې ښار ته لاړ شه او داته لسو کالو هلک راوړله چې خپل لور ورته واده کړم ، غلام وويل : خان صېب که چېرې د اته لسو کالو هلک نه وه نو دوه د نهه کالو هلکان راولم .
پټ شفر
د يوه سړي مور مړه وه، دوه کسه ورغله چې خبر يې کړي مخکې له دې چې دا خبره ورته وکړي دې بل ملګري ورته وويل چې دا به څنګه خبر کړو دې بل ملګري يې بېرته وويل په شفر به يې پوه کړو لومړى ملګري يې ورغى سم دستي يې ورته وويل که په شفر پوهېږې نو مور دې مړه ده .
مورنۍ ژبه
يوه ښوونکي خپل شاګرد ته وويل : چې مورنۍ ژبه دې څه شى ده؟ شاګرد ورته وويل مورنۍ ژبه نه لرم.
استاد وويل : ولې؟ شاګرد وويل : زما مور ګونګۍ ده .

ړوند مړى
يو سړى چا په مرمۍ ويشتلى ؤ، مړ ؤ دکلي خلک پرې راټول وو، په دې وخت کې يوه زړه ښځه راغله او له خلکو نه يې پوښتنه وکړه ، چې دا په کوم ځاى لګېدلى دى ؟ يوه سړي ورته وويل په تندي لګېدلى دى .زړې ښځې وويل : شکر دى چې په سترګه نه دى لګېدلى که نه ړوند به وو .
د ماهي قبضيت
په يو کشتۍ کې يو افغانۍ ، يو پاکستانى او بل انګرېز سپاره وو په دې وخت کې کشتۍ ډوبه شوه يو غټ ماهي له اوبو څخه راووت پاکستانى اوانګرېز يې وخوړل کشتۍ والا ورڅخه پوښتنه وکړه : چې افغانى دې ولې ونه خوړه ؟ ماهي ځواب ورکړ چې څوکاله وړاندې مې يو افغانى خوړلى وو تر اوسه قبضيت لرم . 
ونې ته ختل
يو سړى له ونې لوېدلې وو ، ډاکټر ته ورغى ، ډاکټر ورته د چينجيو دارو ورکړه نو مريض وويل : ډاکټر صېب زه خو له ونې لوېدلى يم او تا ماته د چينجيو دارو راکړه ؟
ډاکټر وويل : که په تا کې چينجي نه واى نو ولې به ونې ته ختلى .
د ځناورو کلى
يو ملګري بل ملګري ته وويل : که زما پوښتنه دې کوله  زمونږ د کلي نوم زمرى او زما نوم مرغه دى  بله ورځ د ملګري څخه يې دکلي نوم هېر شو و  ديوسړي څخه يې پوښتنه وکړه.
 وروره ! د ځناورو کلى چېرته دى ، چې مرغه پکې اوسېږي ؟ .
چالاکه اس
يوه سړي خپل دوست ته اس تحفه کې ورکړ اس دومره کمزورى و چې بېخي په لاره نه شو تللى ، څو ورځې وروشته اس مړ شو ، په بله ورځ د ملګري سره مخامخ شو . د اس والا ورته وويل : چې اس څنګه دى ؟ ده ځواب ورکړ : يره اس خو دومره چالاکه و چې په دوو ورځو کې يې ځان بلې دنيا ته ورساوه .
مېډن جاپان
يوه جاپاني د يوه پاکستاني څخه پوښتنه وکړه چې تاسو هر نوې شى جوړ کړئ نو بيا پرې وليکئ چې مېډن جاپان ، تاسو دا ولې کوئ ؟
پاکستاني ځواب ورکړ : که نران ياستئ ، نو تاسو چې څه جوړکړل نو چې مېډن پاکستان پرې وليکئ .                                                                 رالېږوونکي : رحيم الله  ذکي او فواد درياب