د نېکبختو او بد بختو علامې

ژباړونکى : مولانامحمد رحيم (( رحيمي )) پاس پچير

الف : د نېک بختۍ نښې :
١ هغه څوک نېک بخته دى چې دنيا کې پرهېز ګاره وي ، او اخرت ته يې رغبت زيات وي .
٢ په عبارت کې همت ناک ، او د قرانکريم  ډېر تلاوت کوي .
٣ په هغه خبرو کې چې ورته احتياج نه وي کم ويوونکى وي .
٤ په پينځه  وخته لمانځه کې قايم وي .
٥ له حرامو او شک اچوونکو څېزونو څخه که کم هم وي  پرهېز کوي .
٦ له نېکو خلکو سره يې ناسته پاسته وي .
٧ د خاکسارۍ او تواضع لرونکى وي .
٨ سخي او دخداى په ټولومخلوقاتو مهربانه وي .
٩ خلکو ته ګټه رسوونکى وي .
١٠ مرګ تل يادوي .

 ب : د بدبختۍ نښې :
١_ د مال په ټولولوکې بې صبره او حريص وي .
٢_ د دنيا په شهوتونو او لذتونو کې ډېر چابک وي .
٣_ په خبروکې يې بربنډي ، فاحشې خبرې ډېرې وي .
٤_ د لمانځه څخه غافله او بې پروا وي .
٥_ له فاسقو او فاجرو سره يې ناسته پاسته وي .
٦_ بد اخلاقه وي .
٧_ خود خوا اوکبرجن وي .
٨_ خلکو ته د ګټې په رسولو کې له خفګان سره مخ کېږي .
٩_ په مؤمنانو يې ترحم او مهرباني کمه وي .
١٠_ بخيل او له مرګ څخه بې خبره وي .