د چارشنبې په ورځ سهاروختي د کابل په وزیر اکبرخان مېنه کي د موټربمب د مرګانۍ چاودني له امله، د وروستیو رپوټونو په اساس څه کم سل تنه وژل سوي او څه باندي درې سوه پنځوس تنه ټپیان سوي دي.

لکه چې مونږ عینی شاهدان یو، متاسفانه دا په ګران افغانستان کې، نه لومړنۍ او نه وروستنۍ لویه تروریستی پېښه ده. دا ځله له دی کبله چې دا تروریستی پېښه په کابل کي وسوه او هم د شهیدانو او ټپیانو شمېر زیات وو، د دا تروریستی پېښه میدیایی انعکاسات هم اوچتوالی او ارتقا درلود، متاسفانه تریخ حقیقت او بد مرغه واقعیت دا دی چې که چیرته د افغانستان په بېلو بېلو لیري پرتو سیمو کي د هري ورځي نښتو او دغه راز ټروریسټي او وحشیانه حملو په اثر د تلفاتو شمېر ته وګورو نو ښایي کله کله د یوې ورځي د ټولو پېښو له امله د تلفاتو شمېر د اکبر خان مېني د غم لړلي پېښي تر تلفاتو کې هم زیات وي.

زموږ بې وسه افغانان متاسفانه هره ورځ د خپلو زلمیانو جنازې ښخوي او هره ورځ ملي ماتم لری.

سره له دی نه چې مونږ د دې ملي ماتم او پر بې دفاع او بې وزلی افغان ولس باندي د غم د ورځو د دایمي کېدلو مسولیت کله د پاکستان، کله د ایران، کله دروسیه او کله هم د نورو بهرنیو هیوادونو پر غاړه ګورو، چې واقعا هم دوی د افغانستان په نا امنیو کې هر یو د خپل علایق او منفعت پر اساس لوی لاس لری، مګر اصلی مسولیت د زمونږ افغانانو، د زمونږ همهغه محیلو افغانستانیانو، د زمونږ همدا سرتمبه طالبانو، د زمونږ همدا اداری مفسدانو، او هم وحشی د اعشیانو په غاړه کې دی. دا مسولیت مستقیما د افغانستان حکومت او حکومتبازان او د ټولو نظامي او امنیتي چارواکو په غاړه کې دی.

له بله خوا تر هغه وخته چې په افغانستان کې بین الافغانی صلح لپاره دقیق او صادقانه کار او عمل صورت وا نه اخلی، تر هغه وخته پوری مغرض خارجی هیوادونه له همدا بین الافغانی بی اتفاقی او له همدا غیر مدبرانه او احساساتی بین الافغانی تشنجاتو څخه سوً استفاده کوی. یعنی لکه چې نن صبا دا حالت روان دی، احساساتی افغان ځوانانو ته سلاحګانی او منفجره په لاس کې مواد په لاس کې ورکول کیږی، تر سو وحشت، دهشت او ترور ایجاد کړی، په عین وخت همدا مغرض او ذیدخل هیوادونه، په مهارت خپل پلانونه او خپل اهداف مخ ته بوځی، مګر قربانیان اکثرا مظلوم افغانان دی.

دلته باید سرتمبه طالبان دخپل ټولو ګروپونو او دخپل ټولو افرادو تر مینځ په لمړی ګام کې د بین الافغانی سولي اراده وزیږوی، او هم افغان دولت باید خپل د سولی اراده د یو دقیق پلان، د یو فعالانه طرح په اساس، د مناسب او پوه سولیز افغانی شخصیتونو پر ذریعه، خپل سولییز پلان مطرح کړی!

که چیرته دوی (طالبان او هم د افغانستان دولت) واقعا او په صادقانه توګه د سولي اراده ولري سوله راتللای سي. که چیرته دوی بین الافغانی سوله غواړی نو ولی د بین الافغانی سولي لپاره جدی او صادقانه اقداماتو ته پیل نه کوی؟

دا څه معنی لری چې مثلا طالبان ایران سره، روسیه سره، چین سره نه پوهیږم قطر ، دوبی، پاکستان او بنګله دیش سره د بین الافغانی سولی په هکله خبری کوی، مګر ښاغلی اشرف غنی سره د بین الافغانی سولی په هکله خبری نی کوی، آیا دا هم کوم طالبانی منطق دی، که څنګه؟

مثلاً که چیرته فقط یوازی یو نوی مخصوص اندیوال د طالبان چې د ایران آخوندی رژیم ده، او د افغانستان د بدمرغیو او داخلي جنګونو لوی عاملینو په قطار کې هم ده، دا هم په آخری څو ورځی کې لږ پام وکړو، بیا دا مخرب فعالیتونه یی په مطبوعاتو کې درج شوی دی:

"پولیس ولایت ننگرهار از بازداشت یک تبعه ایرانی در میان داعشیان خبر می‌دهد.

وزارت امور داخله این‌ کشور از شمار دقیق اتباع ایرانی در میان داعشیان چیزی نمی‌گوید، اما گفته‌ است، بررسی‌ ها در باره این که این تبعه ایرانی چگونه به گروه داعش جذب شده، آغاز شده‌ است

نجیب دانش سرپرست دفتر سخنگوی وزارت داخله می‌گوید: "در پیوند به دستگیری کسی که خود را تعبه ایران معرفی کرده، تحقیقات را آغاز کرده‌ایم که به گروه‌های تروریستی پیوند دارد یا نه؟ تروریست، تروریست است از هر کشوری که باشد."

حضرت علی: ۱۲ تبعه ایران عضو گروه داعش در افغانستان اند.
پس از آن‌ که روز گذشته پولیس ولایت ننگرهار از بازداشت یک تبعه ایرانی به اتهام عضویت داعش خبر داد، یک نماینده این ولایت در ولسی جرگه ادعا می‌کند که اتباع ایرانی اعضای داعش در ننگرهار تنها به یک نفر خلاصه نمی‌ شود.
حضرت علی این عضو ولسی جرگه روز سه شنبه به رادیو آزادی ادعا کرد، شماری ایرانیان که در حال حاضر در میان اعضای داعش اند، تا ۱۲ نفر می‌رسند.
وی گفت: "معلومات که من دارم در حال حاضر شاید ده یا دوازده نفر دیگر هم باشند در شینوار و اچین، در میان تشکیل خراسان داعش در ننگرهار تعداد ایرانیان از صد نفر بالا بود، اما حالی نمی‌دانم که این افراد کجا رفتند. اما معلومات که من دارم در حال حاضر همین ده یا دوازده نفر ایرانی در میان داعش اند."
این عضو ولسی جرگه مشخص نساخت که اطلاعاتش در این باره بر اساس کدام اسناد و مدارک است. اما یک روز پیش مسئولان امنیتی ولایت ننگرهار مردی را به رسانه‌ ها نشان دادند که به اتهام دست داشتن با گروه داعش از ولسوالی ده بالای این ولایت، بازداشت شده‌است.

له طالبانو ايرانۍ وسلې نيول سوي
پکتيکا کي امنيتي چارواکي, څو ورځې وړاندې يې په سروبۍ ولسوالۍ کي له طالبانو سره نښته کړې، چي د څلورو طالبانو په ګډون يې په هغوی پورې اړوندې يوه اندازه وسلې هم نيولې دي.
د دې ولايت د سروبي د ولسوال محمد ايوب تندر ويلي، چي د نيول سويو وسلو ډيره برخه ايرانۍ وسلې دي.
تندر وايي په نيول سويو وسلو د ايران لګيدلي مارکونه له ورايه ښکاري.
د پکتيکا د شکين، برمل او ګومل ولسواليو يو شمېر اوسيدونکو بيا ويلي، چي په سيمو کي يې له وسله والو طالبانو سره بهرني کسان هم ګرځي.
دا لومړی ځل نه دی، چي په افغانستان کي له وسله والو طالبانو څخه ايرانی وسلې نيول کيږي، بلکي تر دې وړاندې هم په مختلفو ولايتونو کي د ايران جوړې وسلې د حکومتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي."

اوس چې نور مغرض هیوادونه په ګران افغانستان کې څه دول شوم اعمال ته دخیل دی، دا دلته حوصله غواړی، مګر اصلی پوښته دلته دا ده، چې آیا بی له د بین الافغانی سولي څخه، آیا ممکنه ده چې دا تولو مختلف لدوله او مختلف الانواعو شومو تروریستی پیښی څخه، چې هر ورځ بی ګناه او مظلوم انسانان قربانی کوی، جلو ګیری صورت اخلی؟

مګر دا خبره یوه واضع خبره ده چې ټول افغانان، زمونږ افغانیت او هم زمونږ افغانی فلسفه او زمونږ افغانی اخلاق داسی تروریستی او مخرب پیښی د انسانی کرامت په خلاف یو عمل محسوبوی!

د داسی تروریستی چاودنی تر شا، د ایران رژیم مزدور تروریستان، د پاکستان مزدور تروریستان، د روسیه مزدور تروریستان ، د هند مزدور تروریستان، او یا کوم بل هیواد مزدور تروریستان دی چې په ګران افغانستان کې صلح نه غواړی، نظم نه غواړی، بلکه بی نظمی او هرج او مرج غواړی!

آیا واقعا د تاسف او د مل ماتم ځای نه دی، چې په ګران افغانستان کې زمونږ بی وزلی افغانان د ایران رژیم مزدور تروریستان، د پاکستان مزدور تروریستان، د روسیه مزدور تروریستان ، د هند مزدور تروریستان، او یا کوم بل هیواد مزدور تروریستان په ذریعه تلف شی؟
-------------------------------------------------
به پیش به سوی مبارزه با فساد اداری و آوردن صلح بین الافغانی!
به امید مبارزۀ هر چه سریعتر و هر چه دقیقتر در راۀ مبارزه با فساد اداری!
به امید مبارزۀ هر چه سریعتر و دقیقتر با ایران محوری ها و پاکستان محوری های مخرب در افغانستان عزیز!
به امید دقت به کوچکترین واحد های کاری در هر ساحۀ کاری ما!
به امید اتحاد و وحدت هر چه بیشتر اقوام شریف افغانستان!
به امید صلح، ثبات، عدالت اجتماعی، قانونیت، ترقی و رفاه برای مردم رنجدیدۀ ما