پېژندنه:

د سرکوزي والګی (زکام) د سرکوزیو(خنزیرانو) د تنفسي سیسټم ناروغي ده چې له انفلونزا (اې)  ویروس نه پیداکېږي. دغه ویروس له سرکوزیو نه انسانانو ته خپرېږي.

  د والګې د پېښو لنډ پس منظر او د خپرېدا وړتیا :

د سرکوزي والګی (زکام) ټولې نړۍ ته د خپریدا پټ قوت  رابرسېره شوی دی. غوره به وي  چې د تېرو پېښو په هکله لږه رڼا واچوو.

دغه والګی اوسه پورې په غیر اسلامي هېوادونو کې ځینې کسان وژلي دي.

د ۲۰۰۸ کال تر وروستیو پورې په امریکا کې د سرکوزي  والګي یوازې ۱۲ پېښې په انسانانو کې لیدل شوې وې.

د دغه والګي ویروس په هرو دوو دریوو کالونو کې خپله بڼه لږ بدلوي چې دا وړتیا یې د واکسین له امله او یا له پخوانۍ اخته کېدا  نه په بدن کې د جوړې شوې انټي پاډي څخه ژغوري.

د یوې لسیزې په اوږدو د همدې تغییراتو له کبله یې مقاوم انواع پیدا کېږي او ستونزې پیداکوي.

په ۱۹۵۷ کې د آسیایي والګي په  وبا؛ نږدې ۴۵ میلیونه امریکایان اخته او ۷۰۰۰۰ تنه مړه شول چې ۱۱ کاله وروسته د هانګ کانګ نه خپاره شوي والګي ۵۰ میلیونه امریکایان پر ناروغۍ اخته کړل چې ۳۳۰۰۰ تنه یې ووژل.

ډولونه:

د سرکوزي د والګي ویروس د انفلونزا ویروس د نورو ډولونو په شان خپله بڼه بدلوي.

د نوموړي وایروس اوسني ډولونه د انفلوینزا وایرس سي  یا  اې له لاندنیو ډولونو څخه پیداکېږي.

H2N3    اوH3N2 ,H3N1 ,H1N2 , H1N1

د مرغانو د والګي ویروس ( اچ ۳ ان۲) په چین او ویتنام کې د سرکوزو د والګي سبب شوی وو، روغتیا پوهانو ویلي چې سرکوزي د انسان انفلوینزا ویروس ( اچ۵ ان۱) هم  انتقالولی شي؛ نو وېره شته چې دا دواړه ډولونه د داسې یو بل ډول د پیدا کېدو سبب شي هغه چې بیا انسانانو ته په اسانۍ سره انتقالېدای شي.

د انتقال لارې:

۱- هغه خلک چې د حیواناتو؛ په ځانګړي ډول د سرکوزیو په فارمونو کې کار کوي په نوموړي ویروس اخته کېدو ته مساعد دي.

۲- له انسان نه انسان ته هم د یوې عادي موسمي نزلې په ډول انتقالېږي.

۳- همدا ډول که یو کس داسې یو شی چې په دغه ویروس ککړ وي، لمس کړي او وروسته خپل ککړ لاس پزې او یا خولې ته نږدې کړي هم مصابېدی شي.

۴- د خوړو له لارې نه انتقالېږي.

یادونه: که یو څوک په دی وایروس مبتلا وی نو د اعراضو د ښکاره کېدو نه یوه ورځ  وړاندې او اوه  ورځې وروسته  پورې بل چاته دا وېروس انتقالولی شي. دغه ویروس د بدن نه دباندې دوه ساعته ژوندی پاتې کېدای شي.

د والګي اعراض او نښې:

نزلې ته ورته نښې لکه د پزې بهېدا او د ستوني درد، تبه، ټوخی، د نفس تنګېدا، زړه بدوالی او کانګې، نس ناستی، د اشتها کموالی، د بدن درد، لړزه  او د بدن کمزوري دي.

د امریکې او  مکسیکو  په اوسنیو پېښو کې ډیري ناروغان نس ناستي او کانګې لري.

دا اعراض د سرکوزي د والګي مشخصې نښې نه دي نو ځکه د ناروغۍ د پیژندنې له پاره د ناروغ په تاریخچه او د ستوني او پزې د سواب د لابراتواري معایناتو کول حتمي دي.

وقایه:

د دغه والګي د واکسین په وړاندې د وایروس مقاوم کېدل،  په نږدې لسیزو کې د یوې لویې ستونزې سبب شوی.

بیا هم د دې والګې مخنیوی په دریو برخو کې کولی شو:

۱- په سرکوزیو کې: سرکوزو ته د والګي ضد ځانګړی واکسین لګول.

۲- د سرکوزیو نه انسانانو ته د سرایت مخنیوی: د سرکوزو سره تماس نه کول او له فارمونو نه لرې اوسېدل.

۳- انسان نه انسان ته د سرایت مخنیوی:

الف- د والګي د وبا د خپرېدو په وخت کې خولې او پزې ته ماسک اچول او د ګڼې ګوڼې ځایونو ته د ورتګ نه ډډه کول.

ب- د والګي د وبا د خپرېدو په وخت کې د اچ ۱ ان ۱ واکسین لګول.

ج- د شیانو سره د تماس نه وروسته لاسونه په اوبو، صابون او یا الکولو پاکول.

د- د اعراضو د ښکاره کیدو سره د طبي کتنو له پاره ډاکټر ته مراجعه کول  او له نورو خلکو نه ځان ګوښه کول  څو ټولنې ته د سرایت سبب نه شي.

۵-  متوازن او مکمل خواړه خوړل او د شخصي حفظ الصحې پاملرنه.

۶- د غه ویروس د نورو وایروسونو او بکټریاوو په شان د فارنهایټ په ۱۶۰ درجو حرارت سره له منځه ځي.

 تشخیص:

د نښو او اعراضو د را برسېره کېدو تر څنګ د تنفسي قطراتو لابراتواري کتنې د ناروغۍ تشخیص یفیني کوي.

 درملنه: د سرکوزي د والګي د ويروس پرضد لاندیني درمل کارول کېږي، که دا درمل په خپل وخت وکارول شي نو ناروغي له منځه وړي، اعراض کموي  او د ناروغۍ له پرمختګ او اختلاطاتو نه مخنیوی کوي.

 1-      Oseltamivir

2-      Zanamivir

3-      Amantidine

4-      Rimantidine

 د درملو په خپل وخت استعمال ښه پایله لري اما که د اعراضو او نښو له ښکاره کېدو نه ۴۸ ساعته وروسته استفاده وشي نو موثریت به یې کم وي.

له درملو نه د والګي د وبا د خپریدا په وخت کې د وقایې په ډول هم استفاده کېدای شي.