راليږونکی :m.qadeer hijran
پوښتنه:
ددرملنې پاڼې ټولو درنو چمتوکوونکو ته دمينې ډک سلامونه وړاندې کوم٠
محمدقدير،هجران،يم له مدينې منورې څخه ،پاڼه موپه زړه پورې ده دګټې وړ معلومات لري.
زه يوه پوښتنه لرم هغه دا چې زه داسې وظيفه لرم چې هروخت په کوټه کې ناست وم اودورزش کولو وخت هم نلرم اودهډوکو کمزوري حس کوم او ډېر وخت مې زنګونونه درد کوي ايه شته داسې
دوا ياطريقه چې زه قوي هډوکي ولرم؟
بله داچې دزيتون تېلو خوړل خو کوم نقصان نلري؟
ځواب:د هډوکو کمزوري یا Osteoporosis څه شی دی او څنګه پیداکېږي.
پېژندنه: په هډوکو کې د کلسیم د تراکم کمښت اود هډوکو د طبیعي ځواک کموالی دی چې د هډوکو د کمزورۍ او ماتېدو سبب ګرځي.
لاملونه:
۱-د اوږدې مودې لپاره په خوړو کې د کلسیم او پروټین کموالی.
۲-په ښځو کې د عقامت(شنډتوب) نه وروسته د استروجن کموالی.
۳-په ورځني چارو کې د فعالیت،ورزش او حرکاتو کموالی.
۴-په خوړو کې د وېټامین سي او ډي کموالی.
۵-د سګرټو او الکهولو استعمال.
۶-کورټیکوسټېرویډ دواګانو دوامداره استعمال.
۷-د تایروید غدې(جاغور) زیات فعالیت.
۸-سرطاني ناروغۍ.
۹-ارثیت یانې د کورنۍ په نورو غړو کې د ورته ستونزې شتون.
تشدیدونکي لاملونه:
۱-د عملیات په واسطه د ښځو د تخمدان ویستل.
۲-د سرطان د درملنې له پاره راډیوتراپي.
۳-خوړو کې د کلسیم،پروټین او ویټامینونو کموالی.
۴-الکهول او سګرټ څښل(د هډوکو کمزوري دوه چنده کوي).
نښې:
۱-د ملا په تیر او نورو هډوکو کې د درد احساس.
۲-په پرمختللي حالاتو کې د ملا په تیر کې ناڅاپه درد پیداکېدل.
۳-د ملا د تیر د بڼې بدلېدل.
۴-د عادي ګوزار(ضربه) سره د هډوکو ماتېدل.
۵-د هډوکو ځواک له لاسه ورکول.
مخنیوی او درملنه:
۱-د شېدو،مستو او پنېرو ډېر خوړل.
۲-په یوه ورځ کې په وقایوي ډول د ۱۵۰۰ ملي ګرامو کلسیم اخستل.
۳-ورزش کول او پلی تګ کول.
۴- الکهول او سګرټ پرېښودل.
۵-د کار او تګ په وخت کې ډېر احتیاط کول تر څو د غورځېدو او د هډوکو د ماتېدو مخه ونیول شي.
۶-د بدن د وزن د زیاتوالي په صورت کې د وزن کمول.
۷-د درد دکمولو لپاره غړو ته ګرم ټکور ورکړﺉ او یا۵۰۰ ملي ګرام هر اته ساعته وروسته Tab.Paracetamol یا Tab. Acetaminophen استعمال کړﺉ.
۸-هره دوا د ډاکټر په مشوره استعمال کړﺉ.
ګرانه وروره ستاسو د دویمې پوښتنې په ځواب کې ویلی شم چې!
د زیتون غوړي چې څښتن تعالی په خپل پاک کلام کې ورنه یادونه کړې د نړۍ د پوهانو له خوا د غوره او بې زیانه غوړیو په صفت پېژندل شوی دی.
څېړنو ښودلې چې د زیتون غوړي د عمر د زیاتېدو ، د شکرې د ناروغۍ او د سږو او تیونو د سرطان د مخنیوی سبب ګرځي.
د اېټالیا او هسپانیې د پوهانو په اند د زیتون غوړي د میکرونیوټرېنټ،فنول او وېټامین اي د ډېر مقدار لرلو له کبله د زړه د ناروغیو څخه د زړه د ساتونکي دنده سرته رسوي.اوپه نوموړي هېوادونو کې د زړه د ناروغانو د غذایي رژیم غوره برخه تشکیلوي.
ستاسو د روغتیا په هیله.
ستاسو ورور ډاکټر صداقت.