د بدن د لمفاوي او دفاعي سسټمونو د اناټوموفزیولوژي د ژباړنې په هکله یو څو خبرې

دغه رساله چې د ډاکټر صداقت یعقوبي له خوا د معتبر طبي منبع Human Antomy and Physiology نه ژباړل شوی له سره تر پایه مې ولوستله.
ډېر ښه مطالب او منځپانګه لري،د ژباړنې ټول اصول یې مراعت کړي او له بلې خوا پښتو ژبې ته د ښه او لازیات خدمت ښکارندوی ده. لوستونکي په خاصه توګه د طب زده کوونکي او ځوان ډاکټر صاحبان په نظري لحاظ ترې ښه استفاده کولای شي.
ژباړنه په ډېره روانه ملي ژبه(پښتو) ترسره شوې چې زه خپله پوهاند ډاکټر سلطان محمد صافی نوموړي ډاکټر صاحب ته د الله تعالی له دربار څخه د لا زیات بریالیتوب او د طب په ډګر کې د ښه خدمت توفیق غواړم.

په درنښت

 

 

 

 

 

پوهاند ډاکټر سلطان محمد صافی

      د کابل د طبي پوهنتون استاد