متاسفانه، دوسله والو طالبانو او داعشیانو دانتحار او انفجار ترڅنګ روژه هم لږترلږه د ۴ افغانانو دوژل کېدو پلمه شوه.

په ننګرهار کې چارواکي وايي چې پرون /یکشنبه/ دیخي پرسر ددوو کورنیو ترمنځ په شخړه کې دیوې ښځې په شمول ۴ تنه ووژل شول. دننګرهار دوالي ویندوی عطا الله خوږیاڼي رسنیو ته وویل چې دا پېښه په چپرهار ولسوالي کې وشوه. ده زیاته کړه، دملا رقیب او سید ملا جان دکورنیو ترمنځ دچپرهار په للمۍ سیمه کې دیخي پرسر شخړه راغله او پر یو بل یې ډزې وکړې. دخوږیاڼي په وینا په ډزو ددواړو کورونیو لږترلږه ۴ تنه وژل شوي دي. په وژل شویو کې ۳ تنه دملا رقیب دکورنۍ دي او یوه ښځه د سید ملا جان دکورنۍ ده.

په روژه کې ډېر ځلي دیخي پر سر په تودو ولایتونو کې جنجالونه کېږي. دتېر کلونو په پرتله سږ کال روژه په داسي وخت کې برابره شوې چې هوا زیاته توده ده. دننګرهار دوالي ویندوی وايي چې دشخړې اصلي عاملان تښتېدلي خو د هغو د نیولو لپاره هلې ځلې روانې دي.

بی له شکه په یو داسی غمجن حالت کې، چې دوه محترم افغانی کورنی دغم او فاتحه داری په مراسمو کې بوخت دی، پیش له دی نه چې دا دواله محترمو کورنیو لپاره تسلیت عرض شی، پیش له دی نه دا دواله محترمو کورنیو لپاره جمیل صبر استدعا شی، پیش له دی نه چې دیخ جوړلو پروسه تخنیکی امکانات، دیخ انتقال او یا دیخ ترانسپورت، دیخ منصفانه ویش پر موضوعاتو باندی دقیق غور صورت اخلی، یو داسی پوښته صورت اخلی!

آیا بهتره نه ده چې افغان دولت چې له یوی خوا د دالر په سیلاب کې، او له بل خوا د اداری فساد په سیلاب کې دوبیږی، خپل توان او ذهن، د افغان ولس په ضرورتونو، اړتیا او احتیاجاتو په وسعیو ساحاتو کې، معطوف او فوکس کړی؟

آیا بهتره نه ده چې مونږ افغانان خپل اولادونه د روزنیز او ښونیز په وسیعو دګرونو کې، د برښنا تولید په ساحه کې، د تخنیکی تولیداتو په ساحاتو کې، مثلا هم، د یخچال جوړولو د تخنیک په لاره تشویق او ترغیب کړو؟

آیا واقعا د تاسف او د مل ماتم ځای نه دی، چې څلور افغانان د څلور سانتی مکعب یخ په خاطر تلف شی؟

-------------------------------------------------
به پیش به سوی مبارزه با فساد اداری و آوردن صلح بین الافغانی!
به امید مبارزۀ هر چه سریعتر و هر چه دقیقتر در راۀ مبارزه با فساد اداری!
به امید مبارزۀ هر چه سریعتر و دقیقتر با ایران محوری ها و پاکستان محوری های مخرب در افغانستان عزیز!
به امید دقت به کوچکترین واحد های کاری در هر ساحۀ کاری ما!
به امید اتحاد و وحدت هر چه بیشتر اقوام شریف افغانستان!
به امید صلح، ثبات، عدالت اجتماعی، قانونیت، ترقی و رفاه برای مردم رنجدیدۀ ما