بدبختانه د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې د HIV د خپریدو لپاره د نورو پرمختللو هیوادونوپه پرتله زیاته زمینه برابره شویده .

هغه شرایط او لاملونه چې په افغانستان کی د HIV د خپریدو لپاره زمینه برابروي په لاندی ډول دي!

۱- فقر او غربت:

-         د غربت له وجی د نفقې د لاسته راوړلو لپاره یو تعداد وگړي ناروا جنسي کړنو ته مجبوریږي .

-         د فقر د وجې د ټولنې د خلکو روغتیایي حالت،  تغذي حالت او د بدن دفاعي ځواک او مقاومت ټیټ دی.

-         په عمومي توگه د ښوونې خصوصا د روغتیایی ښوونې او خبرتیا کچه د فقر او چګړو له کبله ټیټه ده.

-         جګړې او نا امنۍ په ټولنه کې د فقر باعث شویدي او برعکس پورتنئ دواړه فکتورونه د ناروغتیا وو د خپریدو لپاره ښه زمینه مساعدوي .

-         د غربت او جنگونو له وجې په هیواد کې لاندیني ناروغیو شیوع پیدا کړی:

 

- Malnutrition

-T.B

- Malaria

- Typhoid

-Other infection Disease

چې دوې بیا پخپل وار د نورو ناروغتیاوو د خپریدو لپاره لیاره برابروي .

 

۲-مهاجرتونه:

 افغانان د کورنیو جګړو او نا امنیو له کبله د نړئ مختلفو هیوادونو ته هجرتونه او سفرونه کړي دي چی هلته د مختلفو خلکو سره د بیلابیلو اړیکو له لیاری په HIV اخته شوي دي چی د سولې په راتگ سره بیرته خپل هیواد ته د سالم ناقل په توگه راستنیږي.

 

۳-د هیواد پراخ او خلاص سرحدونه:

ځمکني بندرونه د هوایی ډگر په شمول ټولې لیارې د هر افغاني او پردي پر مخ بی له دی چی  Blood Screening یانې دوینې معاینات اجرا شي خلاص دي.

۴-ډیموکراسي:

د ډیموکراسئ په معنی نه پوهیدل او یا د هغې څخه ناوړه ګټه اخستنه(یانې د قانون او ټولنیزو ادابو نه مراعاتول) د دی ناروغئ د خپریدو لپاره زمینه برابروي.

 

۵-د روغتیایی کار کوونکو د بی مسولیتئ احساس:

د مثال په توگه د تعقیم د شرایطو نه مراعتول،  د گډو سرنجونو،  دست کشو او جراحي سامان الاتو استعمالول.

 

۶   -ټولنیز نا معقول دودونه:

روغتیایې او ټولنیز غلط دودونه(لکه د زور ودونه،بد ورکول او داسې نور چې د جنسي بیلاریو سبب کیږي) په مستقیم ډول سره د HIV او نورو انتاناتو د سرایت لپاره زمینه مساعدوي .

 

۷-دمخدره موادو کر،قاچاق او استعمال د ایچ آی وي د خپریدو لپاره لیاره برابروي.

 

دا باید په گوته کړو چی د HIV د انتان د خپریدو د مخنیوي په منظور په 1367 هجري لمریز کال کې د وینې د مرکزي بانک د ریاست په چوکاټ کې د ایډز ډیپارټمنټ پرانستل شو.

د ایډز په ناروغتیا او عامل باندې د ښاغلي پوهاند غضنفر په واسطه څیړنیز کارونه تر سره کیدل چی متاسفانه د کورنیو جگړو له وجی دغه کارونه د نشت سره برابر شول.

په 1375هجري لمریز کال د عامې روغتیا وزارت په ابتکار د وینې د مرکزي بانک او غیر دولتي خیریه موسساتو په واسطه د ایډز په هکله یوه مشترکه کمیټه وټاکل شوه چی د WHO په مالي مرسته د وینی معاینات د HIV لپاره اجرا کیدل .اما بدبختانه د طالبانو په دوره کی دوه کاله په مکمل ډول سره د HIV لپاره د وینی معاینات نه اجرا نشول.

د ۲۰۰۶زیږدیز کال د نومبر د میاشتې تر لومړئ نیټی پوری د عامې روغتیا د وزارت لخوا د یوشپیته HIV مثبتو پیښو چې له دوې څخه ۱۶ ښځینه او نورنارینه دي او ۱۵۰۰ څخه تر ۲۰۰۰مشکوکو پیښو راپورورکړل شوی .

 د مثبتو پیښو د راپورونو کموالی د HIV د پیښو په کموالي دلالت نه کوي بلکه په حقیقت کی د څیړنو او معایناتو د سهولیت کموالی او نشتوالی د مثبتو پیښو د ټیټ راپور سبب شوی دی .یعنی دا ناروغتیا د واورې د هغه کوندې (Ice Berg) سره ورته والی لري چی د بحر لاندی ډیره غټه وي کوم چی په سترگو نه ښکاري او د پاسه فقط یوه برخه او یا څوکه یی ښکاره شي.

 

د ایډز ټولنیز او اقتصادي ستونزې:

په ډیرو هیوادونو کې د ایډز د خپریدو ستره لاره Homo Sexual او Hetero Sexual  اړیکې دي نو لدې کبله هغه ځوانان  سړي او ځوانې ښځې پری اخته کیږي چی عمرونه یی د ۱۸-۴۵ کلونو په منځ کی وي نو لدې کبله د ټولنې فعال قشر د ایډز له گواښ سره مخامخ دي چې ټولنه د مختلفو ټولنیزو، اقتصادي او سیاسي ستونزو سره مخامخ کیږي  لکه کرکې،  یوازی توب، د مختلفو ناروغتیاوو اپیډیمي د بشري قوی یانې ځوانانو کموالی سیاسي بی ثباتي، سیاحت کموالی او محدودیت  د یتیمانو زیاتوالی...او نور.